Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1اپه هماغه ورځ خشایار شاه د یهودیانو د دښمن یعنې هامان ټوله شتمني او جایداد ملکې استر ته ورکړ. استر پاچا ته وویل چې مردخای د هغې خپلوان دی. وروسته له دې مردخای ته اجازه وه چې د پاچا حضور ته ورشي.
2پاچا خپله د مهر ګوته چې د هامان څخه یې بېرته اخیستې وه، راوویستله او مردخای ته یې ورکړه. بیا استر مردخای د هامان د شتمنۍ او جایداد مسوول وټاکه.
3استر یوځل بیا د پاچا سره خبرې وکړې، د هغه پښو ته پرېوتله او ویې ژړل. استر هغه ته زاري وکړه چې د اجاجي هامان ناوړه پلان چې د یهودیانو په خلاف یې سنجولی ؤ، شنډ کړي.
4نو کله چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د استر خواته وراوږده کړه، هغه راپاڅېدله او د پاچا په مخکې ودرېدله.
5هغې وویل: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي او زما خیال او پروا ساتئ او زما سره مینه لرئ، نو مهرباني وکړئ یو فرمان خپور کړئ چې د حجاجي د همداتا د زوی هامان د هغو حکمونو د عملي کولو څخه دې مخنیوی وشي چې په ټوله امپراتورۍ کې یې د یهودیانو د له منځه وړلو دپاره ورکړي دي.
6ځکه زه هغه مصیبت او بلا څنګه زغملای شم چې زما قوم او خپلوان زما په مخکې ووژل شي؟»
7نو بیا خشایار شاه استر ملکې او یهودي مردخای ته وویل: «ګورئ، ما هامان په دې خاطر په دار وځړاوه چې د یهودیانو په خلاف یې دسیسه جوړه کړې وه او د هغه شتمني او جایداد مې استر ته ورکړ.
8اوس تاسو کولای شئ چې په خپله خوښه یو بل فرمان د یهودیانو په خاطر د پاچا په نوم ولیکئ او د پاچا مهر ورباندې ولګوئ. ځکه هغه فرمان چې د پاچا په نوم لیکل شوی وي او د هغه مهر ورباندې لګېدلی وي هغه لغوه کېدای نه شي.»
9نو بیا مردخای د درېمې میاشتې په درویشتمه ورځ چې د سیوان میاشت وه، د پاچا منشیان راوغوښتل او یهودیانو، د پاچا له خوا ټاکل شویو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او مامورینو او د هند نه تر ایتوپیا پورې د یوسلو اووه ویشتو ولایتونو چارواکو ته یې لیکونه ولیکل. هر ولایت ته یې د هغوی د خط او هر قوم ته د هغوی د ژبې سره سم او یهودیانو ته یې هم د هغوی د خط او ژبې سره سم لیکونه ولیکل.
10مردخای د خشایار شاه په نوم لیکونه ولیکل او شاهي مهر یې ورباندې ولګاوه. لیکونه یې هغو اس سوارانو ته چې د پاچا په تېزو اسونو باندې سپاره وو، وسپارل.
11د دې فرمان سره سم د پاچا له خوا یهودیانو دا اجازه درلودله چې په هر ښار کې د خپلې دفاع دپاره یوځای شي. که چېرې وسله وال کسان چې د هر قوم یا هر ولایت څخه وي او په یهودیانو، د هغوی په ښځو او د هغوی په ماشومانو حمله وکړي، هغوی حق لري چې خپل دښمنان ووژني او تباه یې کړي او مالونه یې لوټ کړي.
12هغه ورځ چې د یهودیانو د ټول وژنې په خاطر د خشایار شاه په ټولو ولایتونو کې ټاکل شوې وه، هغه د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وه.
13د فرمان متن باید د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو یهودیان په هغې ورځې د خپلو دښمنانو نه د بدل اخیستلو دپاره تیار اوسي.
14قاصدان د پاچا په حکم په شاهي اسونو باندې سپاره شول او په ډېرې بیړې سره روان شول. دا فرمان د شوش په بالاحصار کې هم خپور شو.
15مردخای چې شاهانه ابي او سپین رنګه کالي یې اغوستي وو، د سرو زرو لوی تاج یې په سر ؤ او د ښه کتان بانجاني چپنه یې اغوستې وه، د پاچا د حضور څخه لاړ. د شوش د ښار خلکو د خوشحالۍ چیغې وهلې.
16د یهودیانو دپاره دا د خوشحالۍ او ارامۍ وخت ؤ او نورو خلکو د هغوی عزت کاوه.
17هر ولایت، هر ښار او هر ځای ته به چې د پاچا فرمان ورسېده، هلته به د یهودیانو په منځ کې خوښي او خوشحالي وه، مېلې به یې کولې او جشنونه به یې نیول. د نورو قومونو ډېرو خلکو خپل ځانونه یهودیان اعلان کړل، ځکه چې هغوی د یهودیانو څخه وېرېدل.