Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ، یعنې هغه ورځ چې لومړی شاهي فرمان باید عملي شي راورسېدله، په دې ورځ د یهودیانو دښمنان په دې هیله وو چې په هغوی باندې بریالي شي. خو د دې په ځای، یهودیانو په هغوی باندې بری وموند.
2یهودیان د خشایار شاه د امپراتورۍ د ټولو ولایتونو په ټولو ښارونو کې سره راغونډ شول چې په هغو خلکو باندې برید وکړي چې غواړي دوی ته زیان ورسوي. هېچا نه شو کولای چې د هغوی په وړاندې ودریږي، ځکه چې د نورو ټولو قومونو خلک د یهودیانو څخه وېرېدل.
3د ولایتونو ټولو مامورینو، د پاچا له خوا ټاکل شویو والیانو، نورو والیانو او شاهي استازو د یهودیانو سره مرسته کوله، ځکه چې هغوی ټول د مردخای څخه وېرېدل.
4مردخای په ماڼۍ کې یو قوي سړی ؤ، په ټولو ولایتونو کې هغه مشهور شو او د وخت په تېرېدو سره هغه نور هم قوي شو.
5نو څه چې د یهودیانو خوښه وه د خپلو دښمنانو سره یې وکړل. خپل ټول دښمنان یې په تورو باندې ووهل، هغوی یې ووژل او له منځه یې یووړل.
6یهودیانو د شوش په بالاحصار کې پنځه سوه کسان ووژل او له منځه یې یووړل.
7همدارنګه هغوی فرشنداطا، دلفون، اسفاتا،
8فوراتا، ادلیا، اریداتا،
9فرمشتا، اریسای، اریدای او ویزاتا هم ووژل.
10دا د همداتا د زوی هامان یعنې د یهودیانو د دښمن لس زامن وو. خو هغوی هېڅ شی لوټ نه کړ.
11په هماغه ورځ پاچا ته خبر راورسېد چې د شوش په بالاحصار کې څومره خلک وژل شوي دي.
12بیا پاچا استر ملکې ته وویل: «یهودیانو یوازې د شوش په بالاحصار کې پنځه سوه کسان وژلي دي چې په هغو کې د هامان لس زامن هم شامل دي. نو هغوی به د پاچا په نورو ولایتونو څومره خلک وژلي وي؟ اوس ته نور څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا نوره غوښتنه څه ده چې زه یې درکړم؟»
13استر په ځواب کې وویل: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي، د شوش یهودیانو ته اجازه ورکړئ چې نننی فرمان دې سبا هم عملي شي او د هامان د لسو زامنو مړي دې په دار باندې وځړول شي.»
14نو پاچا حکم وکړ چې دا وړاندیز دې عملي شي. دا فرمان په شوش کې اعلان شو او د هامان د لسو زامنو مړي په دار باندې وځړول شول.
15د شوش یهودیان د اذر د میاشتې په څوارلسمه ورځ د شوش په ښار کې هم راغونډ شول او درې سوه کسان یې هلته ووژل، خو هغوی هېڅ شی لوټ نه کړ.
16یهودیان په ولایتونو کې هم سره راغونډ شول چې د خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي او د خپلو دښمنانو له شره خلاص شي. هغوی پنځه اویا زره کسان چې د دوی څخه یې کرکه لرله ووژل، خو هېڅ شی یې لوټ نه کړ.
17دا وژنه د اذر د میاشتې په دیارلسمه ورځ وشوه او په څوارلسمه ورځ پوره ارامي وه او دا ورځ یې د خوشحالۍ او جشن ورځ وټاکله.
18خو هغه یهودیان چې په شوش کې وو، په دیارلسمه او څوارلسمه ورځ یې خپل دښمنان ووژل. په پنځلسمه ورځ پوره ارامي وه او په دې ورځ یې جشن ونیوه او خوشحالي یې وکړه.
19له دې امله هغه یهودیان چې د دېوال لرونکو ښارونو دباندې اوسیږي د اذر د میاشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ جشن لمانځي. په دې ورځ هغوی مېلمستیاوې کوي او یو بل ته ډوډۍ د سوغات په توګه ورکوي.
20مردخای دا ټولې پېښې ولیکلې او د خشایار شاه د ټولو ولایتونو یهودیانو ته یې که لېرې وو او که نژدې، لیکونه واستول،
21چې د اذر د میاشتې څوارلسمه او پنځلسمه ورځ باید هر کال ولمانځي.
22دا هغه ورځې وې چې یهودیانو د خپلو دښمنانو څخه ارامي وموندله او دا هغه میاشت وه چې د هغوی غم په خوښۍ او ویر یې د خوشحالۍ په جشن بدل شو. هغوی ته وویل شول چې دا ورځې دې په مېلمستیاوو ولمانځي او یو بل ته او غریبانو ته ډوډۍ د سوغات په توګه ورکړي.
23نو یهودیانو د مردخای د لارښودنو څخه پیروي وکړه او هغوی چې څنګه دا جشن پیل کړی ؤ، ه�� کال به یې لمانځه.
24هامان د همداتا زوی چې د اجاج د طایفې څخه ؤ او د ټولو یهودیانو دښمن ؤ، پچه اچولې وه (چې هغوی د پوریم په نوم یادوله) او په دې توګه یې د یهودیانو د تباهۍ ورځ ټاکلې وه. هغه دا پلان جوړ کړی ؤ چې هغوی له منځه یوسي.
25خو کله چې دې خبرې ته د پاچا پام شو، نو هغه لیکلی فرمان ورکړ: هغه ناوړه پلان چې هامان د یهودیانو په خلاف سنجولی ؤ هغه دې بېرته په هغه باندې عملي شي او هغه او د هغه زامن دې په دار باندې وځړول شي.
26-
27(له دې امله دا ورځې د پوریم په نوم یادیږي چې د پور د کلیمې اخیستل شوې ده.) یهودیانو د مردخای د هغه لیک په خاطر چې هغه لیکلی ؤ او هم هرڅه چې په هغو باندې پېښ شوي وو، دا ټول یې د خپلو ځانونو، خپلې اولادې او د هغو ټولو دپاره چې یهوديان کیږي د یو دود په توګه غوره کړ. یهودیان به هر کال په ټاکلي وخت دا دوه ورځې د مردخای د لارښوونو له مخې په منظمه توګه ولمانځي.
28دا پرېکړه وشوه چې د هر یو راتلونکي یهودي نسل هره کورنۍ دې په هر ولایت او هر ښار کې چې وي، د پوریم دا ورځې د تل دپاره په یاد وساتي او هغه دې ولمانځي او هغه دې نه هېروي.
29نو د ابیحایل لور استر ملکې د مردخای په مرسته د هغه واک په لرلو سره چې هغې درلود، دوهم لیک ولیکه چې د پوریم په اړه لومړنی لیک تایید کړي.
30دا لیک د ټولو یهودیانو په نامه ؤ او د هغه نقلونه د خشایار شاه د امپراتورۍ ټولو یوسلو اووه ویشت ولایتونو ته واستول شول. په هغه کې د یهودیانو دپاره د سولې او امنیت غوښتنه شوې وه.
31هغوی او د هغوی اولادونو ته لارښوونه شوې وه لکه څنګه چې هغوی د روژې نیولو او ویر کولو مراسم په ځای کول، هماغسې دې د پوریم ورځې په ټاکلي وخت ولمانځي. دا حکم د یهودي مردخای او استر ملکې له خوا شوی ؤ.
32د استر فرمان د پوریم قوانین تایید کړل او هغه په یو کتاب کې ولیکل شو.