Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1یوه ورځ حضرت موسیٰ د خپل خسر یعنې د مدیان کاهن یترون رمه څروله او حضرت موسیٰ د رمې سره د دښتې په لار د سینا مقدس غره ته راغی.
2هلته هغه ته د یو سوزېدونکي بوټي څخه د څښتن فرښته ورښکاره شوه. حضرت موسیٰ ولیدل چې بوټي اور اخیستی ؤ، مګر نه سوزېده.
3هغه د ځان سره وویل:
4کله چې څښتن ولیدل چې حضرت موسیٰ بوټي ته ورنژدې کیږي، هغه غږ ورته وکړ: حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
5خدای پاک ورته وفرمایل:
6زه ستا د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.> حضرت موسیٰ خپل مخ پټ کړ ځکه چې هغه وېرېده چې خدای پاک ته وګوري.
7څښتن وفرمایل:
8نو زه راښکته شوی یم چې هغوی د مصریانو څخه وژغورم. زه به خپل قوم له مصر څخه داسې هېواد ته بوځم چې پراخ وي او ښه حاصلخېزه ځمکه په کې وي. زه به هغوی ته هغه ځمکه ورکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي.
9زما قوم ماته د مرستې دپاره زارۍ کولې او ما لیدلي دي چې مصریان په هغوی باندې څومره ظلم کوي.
10اوس فرعون ته ورشه! زه تا هلته لېږم ترڅو زما قوم یعنې اسراییلیان له هغې خاورې څخه راوباسې.>
11مګر حضرت موسیٰ خدای پاک ته وفرمایل:
12خدای پاک په ځواب کې وفرمایل:
13حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
14-
15خدای پاک حضرت موسیٰ ته په ځواب کې وفرمایل: . اسراییلیانو ته ووایه چې زه څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای رالېږلی یم او دا به تر ابده پورې زما نوم وي او راتلونکي نسلونه به هم په دې نوم ما یادوي.
16لاړ شه او د اسراییلو مشران سره راغونډ کړه او ورته ووایه چې څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای ماته راښکاره شو. هغوی ته ووایه چې زه تاسو ته راغلی یم او لیدلي مې دي چې مصریان ستاسو سره څومره بد چلند کوي.
17زه دا وعده کوم چې تاسو به د مصر له تکلیفونو څخه خلاص کړم. او زه به تاسو ته غني او حاصلخېزه ځمکه درکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي.
18د اسراییلو مشران به ستا ��برو ته غوږ کېږدي. بیا هغوی د مصر پادشاه ته وروله او ورته ووایئ: د عبرانیانو څښتن خدای مونږ ته راښکاره شوی دی. مونږ پرېږده چې په دښته کې درې ورځې سفر وکړو چې هغه ته قرباني وړاندې کړو.
19زه پوهېږم چې د مصر پادشاه به تاسو پرېنږدي چې لاړ شئ که چېرې هغه مجبور نه شي.
20نو زه به د خپل قدرت څخه کار واخلم او مصریانو ته به په هر ډول معجزو باندې سزا ورکړم. له هغې وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې لاړ شئ.
21زه به مصریان دې ته مجبور کړم چې ستاسو عزت وکړي، نو کله چې زما قوم ځي هغوی به خالي لاس نه ځي.
22هره اسراییلۍ ښځه به خپلې مصرۍ ګاونډۍ یا بلې مصرۍ ښځې ته چې د هغې په کور کې اوسیږي ورشي او د هغې څخه به د سرو او سپینو زرو زېورات او کالي واخلي او خپلو لورګانو او زامنو ته به یې واغوندي. کله چې د مصر څخه وزئ نو د مصریانو شتمني به د ځان سره یوسئ.>