Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1په همدې وخت کې یو سړي چې د لاوي د قبیلې څخه ؤ د خپلې قبیلې د یوې ښځې سره واده وکړ.
2هغه ښځه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. کله چې هغې ولیدل چې ماشوم یې ښکلی دی نو هغه یې د دریو میاشتو دپاره پټ وساته.
3کله چې هغې نور نه شو کولی چې هغه ماشوم پټ وساتي، نو د لوخو څخه یې یوه ټوکرۍ جوړه کړه او د قیرو پوښ یې ورته ورکړ. هغې ماشوم په ټوکرۍ کې واچاوه او د نیل د سیند په غاړه یې د لوخو په منځ کې لاهو کړ.
4د ماشوم خور لږه لېرې ودرېدله چې وګوري په ماشوم باندې څه کیږي.
5په دې وخت کې د فرعون لور د لمبلو دپاره سیند ته راغله او د هغې وینځې د سیند په غاړه ګرځېدلې. په دې وخت کې هغې د لوخو په منځ کې هغه ټوکرۍ ولیدله او یوه ښځه یې ورولېږله چې هغه له اوبو څخه راوباسي.
6کله چې د فرعون لور ټوکرۍ پرانیستله هغې ماشوم ولید او ورباندې خفه شوه ځکه چې هغه ژړل. هغې وویل:
7یوناڅاپه د ماشوم خور راغله او پوښتنه یې وکړه:
8د فرعون لور په ځواب کې وویل: نو نجلۍ لاړه او د ماشوم خپله مور یې راوستله.
9د فرعون لور هغې ښځې ته وویل: هغې ماشوم یووړ او د هغه پالنه یې کوله.
10کله چې دا ماشوم لوی شو، نو هغه یې د فرعون لور ته یووړ او هغې لکه د خپل زوی په شان وساته. هغې په دې ماشوم باندې د موسیٰ نوم کېښود، ځکه چې هغې د ځان سره وویل:
11کله چې حضرت موسیٰ لوی شو، هغه د خپل قوم سره د لیدنې کتنې دپاره لاړ. هغه ولیدل چې د هغه قوم څومره سخت کار کاوه. هغه یو مصری ولید چې یو عبرانی ورور یې واهه.
12حضرت موسیٰ یو خوا بل خوا وکتل کله چې پوه شو څوک یې نه ویني، نو هغه مصری یې وواژه او په شګه کې یې پټ کړ.
13کله چې حضرت موسیٰ بله ورځ ووت، هغه دوه عبرانیان ولیدل چې یو د بل سره یې جګړه کوله. نو حضرت موسیٰ له هغه یو څخه چې ملامت ؤ پوښتنه وکړه:
14هغه سړي په ځواب کې وویل: حضرت موسیٰ د دې خبرې په اورېدلو ووېرېده او د ځان سره یې وویل:
15کله چې فرعون د حضرت موسیٰ د کار څخه خبر شو، هغه د حضرت موسیٰ د وژلو هڅه وکړه. مګر هغه د مدیان خاورې ته وتښتېده.یوه ورځ حضرت موسیٰ د کوهي په غاړه ناست ؤ،
16چې د مدیان کاهن یترون اووه لورګانې راغلې چې اوبه راوباسي او د خپلې رمې دپاره اخورونه ډک کړي.
17مګر څو شپنو د یترون لورګانې وشړلې. بیا حضرت موسیٰ د هغوی سره د مرستې کولو دپاره ورغی او رمې ته یې اوبه ورکړې.
18کله چې د یترون لورګانې خپل کور ته راستنې شوې، نو پلار یې پوښتنه ورڅخه وکړه:
19هغوی په ځواب کې وویل:
20یترون پوښتنه وکړه:
21نو حضرت موسیٰ موافقه وکړه چې د یترون سره پاتې شي او هغه خپله لور صفوره حضرت موسیٰ ته په نکاح ورکړه.
22کله چې د هغې زوی پیدا شو، حضرت موسیٰ وفرمایل:
23وروسته له ډېرو کلونو د مصر پادشاه مړ شو. اسراییلیانو لا د غلامۍ له کبله فریادونه کول او د خدای پاک څخه یې مرسته غوښتله.
24خدای پاک د دوی فریاد واورېده او هغه لوظ یې را په یاد کړ چې د حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کړی ؤ،
25ځکه چې خدای پاک ولیدل چې د هغه په قوم باندې څه تېریږي. نو هغه ورباندې ډېر اندېښمن شو.