Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1-
5کله چې حضرت یعقوب مصر ته لاړ، د هغه زوی حضرت یوسف له پخوا نه هلته ؤ. نو حضرت یعقوب خپل نور زامن د هغوی د کورنیو سره بوتلل. د هغوی نومونه دا دي: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، بنیامین، دان، نفتالي، جاد او اشیر. د حضرت یعقوب د ټولو زامنو، لمسیو او کړوسیو شمېر اویا تنو ته رسېده او هغوی ټول د هغه سره لاړل.
6د وخت په تېرېدو سره حضرت یوسف، د هغه ورونه او د هغې زمانې ټول خلک مړه شول،
7خو د هغوی اولاده یعنې اسراییلیان د زیاتو اولادونو خاوندان شول او هغوی دومره زیات شول چې مصر ورڅخه ډک شو.
8له ډېرو کلونو وروسته په مصر کې یو نوي پادشاه قدرت ترلاسه کړ چې هغه د حضرت یوسف په باره کې هیڅ معلومات نه درلود.
9هغه مصریانو ته وویل:
10که چېرې جنګ وشي نو کېدای شي چې هغوی زمونږ د دښمنانو سره یوځای شي او زمونږ په مقابل کې وجنګیږي او د دې وطن څخه وتښتي. نو مونږ باید کومه لاره چاره وسنجوو او پرېنږدو چې د هغوی شمېر له دې څخه هم زیات شي.>
11نو مصریانو هغوی د کار مشرانو ته وروسپارل ترڅو هغوی اسراییلیان په سخت کار کمزوري کړي. هغوی د فیتوم او رعمسیس ښارونه چې فرعون په کې خپل ګودامونه ساتل جوړ کړل.
12که څه هم د اسراییلیانو سره بده رویه کېدله، خو د هغوی شمېر زیاتېده او نوره ځمکه یې هم ونیوله. له دې کبله مصریانو له هغوی څخه وېره درلودله
13-
14او سخت ظلم یې ورباندې کاوه چې ژوند یې تریخ شي. هغوی به یې مجبورول چې خښتې جوړې کړي، خټې وکړي او په پټیو کې کار وکړي او هیڅ رحم یې ورباندې نه کاوه.
15په آخر کې فرعون دوه دایې ګانې راوغوښتې چې شفره او فوعه نومېدلې او هغوی د عبرانۍ ښځو سره د اولاد د زېږولو په وخت کې مرسته کوله.
16هغوی ته یې وویل:
17که څه هم فرعون ورته ویلي وو، مګر دا ښځې د خدای پاک څخه وېرېدلې او هلکان یې نه وژل.
18فرعون یو ځل بیا دا دوه دایې ګانې راوغوښتې او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
19هغوی په ځواب کې وویل:
20-
21خدای پاک له هغو دوو ښځو سره ښه وکړل ځکه چې هغوی په رښتیا سره له خدایه وېرېدلې او هغوی دواړو ته یې اولادونه ورکړل. عبرانیان به زیاتېدل او قوي کېدل.
22باالاخره فرعون ټول قوم ته امر وکړ: