Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1حضرت یوسف په خپل پلار باندې ورپرېوت او په هغه باندې یې وژړل او ښکل یې کړ.
2بیا حضرت یوسف خپلو خاصو طبیبانو ته چې د هغه خدمت یې کاوه حکم وکړ چې د هغه پلار حضرت یعقوب مومیایي کړي. نو طبیبانو هغه مومیایي کړ.
3په دې کار باندې پوره څلوېښت ورځې ولګېدلې او د مصر خلک اویا ورځې په هغه باندې غمجن وو.
4کله چې د هغه د غم ورځې تېرې شوې نو حضرت یوسف د فرعون درباریانو ته وفرمایل:
5زما پلار ماته قسم راکړی دی او ویې ویل: زه مړ کېږم. ما د کنعان په خاوره کې په هغه قبر کې چې پخوا جوړ شوی ؤ ښخ کړه. اوس ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم او پلار مې ښخ کړم. بیا به بېرته راشم.>
6فرعون ځواب ورکړ:
7نو حضرت یوسف روان شو چې خپل پلار ښخ کړي. د فرعون ټول درباریان، د دربار لوړ رتبه خلک او د مصر ټول مشران د حضرت یوسف سره لاړل.
8د دوی سره د حضرت یوسف د کورنۍ ټول غړي، د هغه ورونه او د هغه د پلار کورنۍ هم لاړل. یوازې د هغوی اولادونه، رمې او پادې په جوشن کې پاتې شول.
9جنګي ګاډۍ ګانې او اس سواران هم د هغوی سره لاړل او دا یوه لویه قافله وه.
10کله چې دوی د اطاد درمند ځای ته چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی ورسېدل نو ډېر سخت او په لوړ اواز وژړل او حضرت یوسف په هغه ځای کې د خپل پلار دپاره اووه ورځې د مړینې مراسم ونیول.
11کله چې د هغه ځای اوسېدونکو کنعانیانو دا ولیدل نو هغوی وویل: نو ځکه هغه ځای چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی د آبل مصرایم په نوم یاد کړای شو.
12نو څنګه چې حضرت یعقوب وصیت کړی ؤ زامنو یې هماغسې وکړل.
13هغوی هغه د کنعان خاورې ته یووړ او ممري ته نژدې یې د مکفیله د پټي په سمڅه کې چې حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د حیتي عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه ښخ کړ.
14حضرت یوسف د خپل پلار د ښخولو څخه وروسته د خپلو ورونو او هغو ټولو خلکو سره چې د جنازې دپاره د هغه سره تللي وو مصر ته راستون شو.
15کله چې د حضرت یوسف ورونو ولیدل چې د هغوی پلار وفات شو نو هغوی وویل:
16نو هغوی حضرت یوسف ته پیغام ورولېږه او ویې ویل:
17یوسف ته به داسې ووایئ چې زه ستا څخه دا غوښتنه کوم چې د خپلو ورونو ګناهونه او خطاګانې او هغه بده رویه چې ستا سره یې کړې ده وبخښه. اوس زمونږ یعنې د خپل پلار د خدای د غلامانو ګناهونه وبخښه.> کله چې حضرت یوسف د هغوی پیغام ترلاسه کړ نو ویې ژړل.
18بیا د هغه ورونه په خپله راغلل او د هغه په وړاندې یې خپل سرونه ټیټ کړل ویې ویل:
19مګر حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل:
20تاسو زما په خلاف د بدو پلان درلود، خو خدای پاک هغه په نېکۍ باندې بدل کړ د دې دپاره چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري او لکه څنګه چې وشول هغوی نن ژوندي پاتې دي.
21نو بیا مه وېرېږئ. زه به په تاسو او ستاسو په اولادونو باندې پام کوم.> نو هغوی ته یې تسلي ورکړه او په مهربانۍ سره یې ورسره خبرې وکړې.
22حضرت یوسف د خپل پلار د ټولې کورنۍ سره په مصر کې پاتې شو. هغه یوسلو لس کاله ژوند وکړ.
23حضرت یوسف د افرایم د اولادونو او لمسیانو د لیدلو پورې ژوندی ؤ او همدارنګه هغه تر هغې پورې ژوندی ؤ چې د منسي د زوی ماخیر اولادونه یې هم په خپله کورنۍ کې ولیدل.
24حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل:
25حضرت یوسف د حضرت یعقوب د کورنۍ خلکو ته قسم ورکړ او ویې فرمایل:
26نو حضرت یوسف د یوسلو لس کالو په عمر په مصر کې وفات شو. وروسته له دې چې هغه یې مومیایي کړ، په تابوت کې یې کېښود.