Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1حضرت یعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته ویې فرمایل:
2د یعقوب زامنو سره راټول شئ واورئغوږ مو ونیسئ خپل پلار اسراییل ته
3ای روبینه! زما مشر زویهزما قوت یې ته زما د نارینتوب اولنۍ نښه یېیې په عزت کې بهتر او په قدرت کې بهتر
4یې بې کنتروله د سیلاب په شاننور به د ټولو نه بهتر نه یېپه دې خاطر چې زما وینځې سره څملاستلېاو د خپل پلار کټ دې ناپاکه کړ
5دي شمعون او لاوي دواړه سره ورونهخپلو وسلو نه هغوی کار اخلي چې ظلم وکړي
6د دوی په پټو پلانونو کې شریک به نه شمنه به د دوی په مجلسونو کې زه برخه واخلمپه دې خاطر چې په خپل قهر کې یې خلک ووژلاو په ملنډو یې غوایان ګوډ کړل
7لعنت دې وي د دوی په قهر باندې ځکه چې ډېر سخت ؤاو په غضب د هغوی چې ډېر بې رحمه ؤد دوی نسل به په ټولو اسراییلو کې زه خپور کړماو د خپل قوم په منځ کې به یې تیت کړم
8د ستا ستاینه به کوي ستا ورونه ای یهوداخپل دښمنان به له اورمېږه نیسېستا ورونه کاندي به هم تاته سجده
9ای یهودا! ته د زمري بچی یېچې خپل ښکار ووژني راستون شي هغه خپل غار تهد زمري په شان ټیټیږي او څمليهیڅوک نه شي کړای جرأت هغه ناارام کړي
10یهودا سره به وي شاهانه امسااولاده به یې همېش کړي حکومتټول قومونه به هغه ته راوړي باجد ده په مخکې ټیټوي به هغوی د اطاعت سرونه
11د انګور تاک پورې به خپل خر تړيپه ډېر ښه شاخ پورې به کوټی تړيهغه کالي خپل په شرابو مینځيهغو شرابو کې چپنه وینځي چې دي د وینو په شان
12له شرابو څخه سترګې د ده سرې ديله شیدو څخه دي سپین د ده غاښونه
13زبولون به د دریاب په غاړه اوسيوي بندر به د کشتیوتر صیدونه به یې سیمه ورسیږي
14یساکار دی په مثال د قوي خرچې پرېوزي دی د دوه خورجینو منځ کې
15دی چې وګوري چې ځای د اوسېدو یې ښه دیاو هغه خاوره خوشالوونکې دهدی به بار ته خپله ملا کاندي راټیټهد غلام په شان به کار ته شي مجبوره
16دان به کاندي په خپل قوم حکومتوي به هغوی لکه د نورو قبیلو د اسراییلو په شان
17دان د سرک د غاړې مار به ويدی به په لار کې منګری مار ويهغه به پوندې د اسونو چیچيترڅو سپور نفر یې له شا ولویږي
18ستا د خلاصون په انتظاریمه زه ای څښتنه
19په جاد به وشي یرغل د یرغلګرو له خوادی به له شا نه په هغوی باندې یرغل وکړي
20د اشیر ځمکه به وي ښه حاصلخېزهښه خوندور شاهي خواړه به یې تیار کړي له حاصله څخه
21نفتالي هغه هوسۍ ده چې وهي ازادې منډېزېږوي ښکلي بچي
22دی یوسف یو حاصلخېزه تاکیوه مېوه داره ونه چې وي چینې په غاړهچې یې څانګې وي ختلې په دېوال باندې
23کوي ده باندې سخته حمله خپل دښمناند خپلو غشو او لیندو سره په ده پسې شول
24خو لینده د هغه پاتې شوه ثابتهاو د هغه مټې قوي شوېد یعقوب د قوي خدای په قدرتهغه شپونکي په وسیلهچې ساتندوی د اسراییلو دی
25دا دی خدای د ستا د پلار چې کړي کومک درسرهمطلق قادر خدای دی چې تاته برکت درکويبرکتونه د باران درکوي پاس له اسمانه څخهاو د چینو له اوبو چې دي د ځمکې لاندېبرکتونه به د ډېرو اولادونو او پادو درکړي
26ستا پلار چې کوم برکتونه دي موندليخپلو نیکونو څخههغه ډېر لوی دي له هغو لوی ديکوم چې راځي له ابدي غرونوبرکتونه دې دا ټول وي د یوسف په سرد هغه چا په تندي چې شهزاده دید خپلو ورونو منځ کې
27بنیامین دی په مثال د داړونکي لېوهپه سهار کې دی خوري ښکار خپلپه ماښام کې هغه وېشي غنیمت خپل>
28دا ټولې د اسراییلو دولس قبیلې دي او دا هغه څه وو چې د هغوی پلار دوی ته د برکت ورکولو په وخت کې وویل او هر یو ته یې هغه برکت ورکړ چې ورسره مناسب ؤ.
29وروسته بیا حضرت یعقوب هغوی ته دغه وصیت وکړ:
30دا هغه سمڅه ده چې د مکفیلې په پټي کې ممري ته مخامخ د کنعان په خاوره کې پرته ده او حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه.
31دا هغه ځای دی چې حضرت ابراهیم او د هغه ښځه ساره او حضرت اسحاق او د هغه ښځه ربکا په کې ښخ شوي وو او هلته مې لیه هم ښخه کړه.
32هغه پټی او سمڅه د حیتیانو څخه اخیستل شوي وو.>
33کله چې حضرت یعقوب خپلو زامنو ته دا وصیت وکړ، هغه بېرته څملاست او وفات شو.