Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1څه موده وروسته حضرت یوسف ته خبر ورسېد چې پلار یې ناروغ دی. نو هغه خپل دواړه زامن منسي او افرایم د ځان سره واخیستل او د خپل پلار لیدلو ته ورغی.
2کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې د هغه زوی حضرت یوسف د هغه د لیدلو دپاره راغلی دی نو هغه د خپل ټول قوت څخه کار واخیست ترڅو په خپل کټ باندې کښېناست.
3حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل:
4ماته یې وفرمایل: تاته به زیات اولادونه درکړم. ستا د نسل څخه به زیات قومونه جوړ کړم او دغه ځمکه به ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د هغوی د دایمي ملکیت په توګه ورکړم.
5نو اوس ستا دوه زامن چې زما د راتللو څخه مخکې په مصر کې زېږېدلي وو، هغوی زما دي. افرایم او منسي د روبین او شمعون په شان زما زامن دي.
6له دوی څخه وروسته چې ستا کوم اولادونه پیدا کیږي هغه به ستا وي او د هغوی میراث به د افرایم او منسي څخه وي.
7څه وخت چې زه د بین النهرین څخه راتلم نو په خواشینۍ سره راحیل د کنعان په خاوره کې افراتې ته نژدې په لاره کې مړه شوه. نو هغه مې د افراتې د لارې تر څنګه ښخه کړه.> (هغه ځای اوس د بیت الحم په نوم یادیږي.)
8کله چې حضرت یعقوب د حضرت یوسف زامن ولیدل هغه پوښتنه وکړه:
9حضرت یوسف خپل پلار ته وفرمایل: بیا حضرت یعقوب وفرمایل:
10د حضرت یعقوب سترګې د زوړوالي له کبله دومره کمزورې شوې وې چې څه شی ورته سم نه ښکاره کېده. نو حضرت یوسف خپل زامن هغه ته ورنژدې کړل او د هغه پلار هغوی ښکل کړل او په خپل غېږ کې یې ونیول.
11حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل:
12بیا حضرت یوسف هغوی د خپل پلار د زنګنونو څخه لېرې کړل او د احترام په خاطر یې هغه ته خپل سر ټیټ کړ.
13حضرت یوسف افرایم د حضرت یعقوب چپ لاس ته او منسي یې د هغه ښي لاس ته نژدې راوستل.
14مګر حضرت یعقوب خپل ښي لاس اوږد کړ او هغه یې د افرایم په سر باندې کېښود، که څه هم هغه کشر ؤ او خپل چپ لاس یې د منسي په سر باندې چې مشر ؤ کېښود.
15بیا هغه حضرت یوسف ته برکت ورکړ او ویې فرمایل:
16هغه فرښته دې هغوی ته برکت ورکړي چې زه یې د ټولو بدو څخه ژغورلی یم! زما او زما د نیکونو حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق نومونه دې د دوی په وسیله ژوندي وساتل شي او هغوی دې ډېره اولاده ولري.>
17کله چې حضرت یوسف ولیدل چې پلار یې خپل ښي لاس د افرایم په سر باندې کېښود هغه خفه شو. نو د خپل پلار لاس یې ونیوه چې د افرایم له سر څخه یې د منسي سرته راواړوي.
18حضرت یوسف هغه ته وویل:
19مګر د هغه پلار انکار وکړ او ویې ویل:
20په هغه ورځ حضرت یعقوب هغوی ته برکت ورکړ ویې فرمایل: په دې ډول حضرت یعقوب افرایم ته په منسي باندې د لومړي توب حق ورکړ.
21بیا حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل:
22د شکیم هغه حاصلخېزه سیمه چې ما د اموریانو څخه د خپلې تورې او لیندې په زور نیولې ده، ستا ورونو ته نه، بلکه تاته درکوم.>