Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1نو حضرت یوسف لاړ او فرعون ته یې وفرمایل:
2هغه د خپلو ورونو څخه پنځه تنه انتخاب کړل او فرعون ته یې وروپېژندل.
3فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
4مونږ راغلي یو چې د یو څه مودې دپاره په دې وطن کې واوسېږو، ځکه چې د کنعان په خاوره کې ډېره سخته قحطي ده او هلته زمونږ د رمو دپاره څړځای نشته. نو اوس مونږ ته اجازه راکړئ چې د جوشن په سیمه کې واوسېږو.>
5فرعون حضرت یوسف ته وویل:
6د مصر ځمکه ستا په مخ کې ده. پرېږده چې هغوی د جوشن په سیمه کې چې د دې هېواد ترټولو ښه ځمکه ده واوسیږي. همدارنګه زه غواړم چې ستاسو ډېر ښه شپانه دې زما پسونه او وزې وساتي.>
7بیا حضرت یوسف خپل پلار حضرت یعقوب راوست او فرعون ته یې وروپېژانده. حضرت یعقوب فرعون ته برکت ورکړ.
8فرعون د حضرت یعقوب څخه پوښتنه وکړه:
9حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
10حضرت یعقوب یو ځل بیا فرعون ته برکت ورکړ او د هغه د حضور څخه لاړ.
11نو حضرت یوسف د فرعون د امر سره سم خپل پلار او ورونو ته په مصر کې ډېر ښه ځای چې د رعمسیس ښار ته نژدې ؤ ورکړ.
12حضرت یوسف خپل پلار، خپلو ورونو او د خپل پلار ټولې کورنۍ ته د هغوی د اولادونو د شمېر سره سم خواړه برابرول.
13قحطي دومره سخته شوه چې په ټوله سیمه کې ډوډۍ نه وه او د کنعان او مصر خلک د لوږې له لاسه کمزوري شول.
14د مصر او کنعان د خلکو سره چې څومره پیسې وې هغه ټولې یې د غلو د اخیستلو په بدل کې حضرت یوسف ته ورکړې او حضرت یوسف هغه پیسې واخیستلې او د فرعون په خزانه کې یې کېښودلې.
15کله چې د مصر او د کنعان د خلکو پیسې خلاصې شوې نو ټول مصریان حضرت یوسف ته راغلل او ویې ویل:
16حضرت یوسف ځواب ورکړ:
17نو هغوی حضرت یوسف ته خپل حیوانات راوستل او حضرت یوسف د هغوی د اسونو، پسونو، وزو، غوایانو او خرو په بدل کې ورته غله ورکړه او په هغه کال یې هغوی ته د دوی د ټولو حیواناتو په بدل کې غله ورسوله.
18کله چې هغه کال تېر شو، د قحطۍ په بل کال هغوی حضرت یوسف ته راغلل او ویې ویل:
19مونږ دې ته مه پرېږدئ چې مړه شو! مه پرېږدئ چې زمونږ ځمکه شاړه شي. مونږ او زمونږ ځمکه د غلو دانو په بدل کې واخلئ. مونږ به د فرعون غلامان شو او هغه به زمونږ د ځمکې خاوند شي. مونږ ته غله راکړئ چې ژوندي پاتې شو او تخم راکړئ چې خپلې ځمکې وکرو.>
20نو حضرت یوسف د مصر ټوله ځمکه فرعون ته واخیستله. مصریانو هر یو خپله ځمکه خرڅه کړه ځکه چې په هغوی باندې سخته قحطي شوه او ځمکه د فرعون شوه.
21حضرت یوسف د مصر د یو سر څخه تر بل سر پورې خلک غلامان کړل.
22یوازینۍ ځمکه چې حضرت یوسف په بیه نه وه اخیستې هغه د کاهنانو ځمکه وه، ځکه چې کاهنانو ته به د فرعون له خوا یو څه ورکول کېدل چې خپل ژوند ورباندې وکړي. په دې سبب هغوی خپله ځمکه خرڅه نه کړه.
23حضرت یوسف خلکو ته وفرمایل:
24مګر کله چې د حاصل وخت راشي، نو تاسو به د هغې څخه پنځمه برخه فرعون ته ورکړئ او پاتې څلور برخې د ځمکو د تخم او خپل ځان، خپلو کورنیو او خپلو ماشومانو ته د خوراک دپاره وساتئ.>
25هغوی وویل:
26نو حضرت یوسف د مصر په خاوره کې دا قانون وټاکه چې د محصولاتو پنځمه برخه به د فرعون وي. دغه قانون تر نن ورځې پورې په خپل قوت پاتې دی. یوازې د کاهنانو ځمکه د فرعون جایداد نه شو.
27نو اسراییلیان په مصر کې د جوشن په سیمه کې اوسېدل. په هغه ځای کې دوی شتمني لاس ته راوړه او د ډېرو اولادونو خاوندان شول.
28حضرت یعقوب په مصر کې اوولس کاله ژوند وکړ او په یوسلو اووه څلوېښت کلنۍ کې وفات شو.
29کله چې د حضرت یعقوب د وفات کېدلو وخت رانژدې شو، هغه خپل زوی حضرت یوسف راوغوښت او هغه ته یې وفرمایل:
30زه غواړم په هغه ځای کې ښخ کړای شم چې زما نیکونه په کې ښخ دي. ما د مصر څخه یوسه او په کوم ځای کې چې هغوی ښخ شوي دي هلته مې ښخ کړه.>حضرت یوسف ځواب ورکړ:
31حضرت یعقوب وفرمایل: حضرت یوسف لوظ وکړ او حضرت یعقوب په خپل کټ باندې سر ټیټ کړ او شکر یې ادا کړ.