Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1حضرت یعقوب چې هرڅه درلودل هغه یې واخیستل او بئرشبع ته لاړ او هلته یې د خپل پلار حضرت اسحاق خدای ته قرباني وړاندې کړه.
2خدای پاک د حضرت یعقوب سره د شپې په رویا کې خبرې وکړې او ویې فرمایل: هغه ځواب ورکړ:
3هغه وفرمایل:
4زه به ستا سره مصر ته لاړ شم او په یقین سره به ستا اولاده بېرته دې وطن ته راولم. کله چې ته مړ شوې نو یوسف به دې ښخ کړي.>
5نو حضرت یعقوب د بئرشبع څخه روان شو. د هغه زامنو خپل پلار حضرت یعقوب، خپل اولادونه او خپلې ښځې واخیستلې او په هغو ګاډیو کې یې سپرې کړلې چې فرعون د هغوی د راوستلو دپاره لېږلې وې.
6همدارنګه هغوی خپل حیوانات او شتمني چې په کنعان کې یې ګټلي وو واخیستل او حضرت یعقوب او د هغه ټوله اولاده مصر ته لاړل.
7نو هغه د ځان سره خپل زامن، لمسیان، خپلې لورګانې، لمسیانې او خپله ټوله اولاده مصر ته بوتلل.
8د حضرت یعقوب د کورنۍ غړي چې د هغه سره مصر ته راغلل دا دي: د حضرت یعقوب مشر زوی روبین.
9د روبین زامن: حنوک، فلو، حصرون او کرمي.
10شمعون او د هغه زامن: یموئیل، یامین، اوحد، یاکین، صوحر او شائول د کنعانۍ ښځې زوی.
11لاوي او د هغه زامن: جرشون، قهات او مراري.
12یهودا او د هغه زامن: عیر، اونان، شیله، فارص او زارح. (مګر عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.) د فارص زامن حصرون او حامول وو.
13یساکار او د هغه زامن: تولاع، فوه، یوب او شمرون.
14زبولون او د هغه زامن: سارد، ایلون او یاحلئیل.
15دا د لیه زامن وو چې په بین النهرین کې یې حضرت یعقوب ته وزېږول چې په هغو کې د هغې لور دینه هم شامله وه. د لیه د اولادې ټول شمېر دري دېرش تنه وو.
16جاد او د هغه زامن: صفیون، حجي، شوني، اصبون، عیري، ارودي او ارئیلي.
17اشیر او د هغه زامن: یمنه، یشوه، یشوي، بریعه او د هغوی خور سارح وه. او د بریعه زامن حابر او ملکیئیل وو.
18دغه شپاړس تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د زلفې څخه پیدا شوي وو او زلفه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور لیه ته ورکړې وه.
19د حضرت یعقوب د ښځې راحیل زامن: حضرت یوسف او بنیامین.
20په مصر کې د اون د کاهن لور اسنات حضرت یوسف ته منسي او افرایم وزېږول.
21بنیامین او د هغه زامن: بالع، باکر، اشبیل، جیرا، نعمان، ایحي، رش، مفیم، حفیم او آرد.
22دغه څوارلس تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د راحیل څخه پیدا شوي وو.
23دان او د هغه زوی حوشیم.
24نفتالي او د ه��ه زامن: یحصئیل، جوني، یصر او شلیم.
25دغه اووه تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د بلهې څخه پیدا شوي وو او بلهه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور راحیل ته ورکړې وه.
26د هغو نفرو شمېر چې په خپله د حضرت یعقوب د نسل څخه وو او د هغه سره مصر ته تللي وو ټول شپږشپېته تنه وو چې په هغو کې د حضرت یعقوب د زامنو ښځې شاملې نه وې.
27د حضرت یوسف زامن چې په مصر کې پیدا شول دوه تنه وو. نو د حضرت یعقوب د کورنۍ غړي چې مصر ته تللي وو ټول اویا تنه وو.
28حضرت یعقوب یهودا د ځان څخه مخکې حضرت یوسف ته ولېږه چې د جوشن لاره ورته وروښایي. کله چې هغوی د جوشن سیمې ته ورسېدل،
29حضرت یوسف خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړه او جوشن ته د خپل پلار د لیدلو دپاره روان شو او څنګه چې یې هغه ولیده په غېږ کې یې ونیوه او ډېر یې وژړل.
30حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل:
31نو بیا حضرت یوسف خپلو ورونو او د خپل پلار کورنۍ ته وفرمایل:
32دا خلک شپانه دي او حیوانات ساتي او خپلې رمې، پادې او هرڅه چې یې درلودل له ځان سره یې راوړي دي.
33کله چې فرعون تاسو راوغواړي او پوښتنه درڅخه وکړي چې تاسو څه کسب کوئ،
34نو تاسو باید ځواب ورکړئ چې مونږ د هلکتوب څخه د خپلو نیکونو په شان تر اوسه پورې حیوانات ساتو. نو بیا به تاسو ته اجازه درکړي چې د جوشن په سیمه کې واوسېږئ. حضرت یوسف دا خبره په دې خاطر وکړه چې مصریان د شپانو څخه کرکه کوي.>