Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1حضرت یوسف نور د خپلو نوکرانو په مخ کې ځان ټینګ نه کړای شو. هغه چیغې کړې: نو کله چې حضرت یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده هلته بل څوک نه ؤ.
2هغه په داسې لوړ اواز سره وژړل چې مصریانو دا ژړا واورېدله او د فرعون درباریانو هم دا خبره واورېدله.
3حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: مګر کله چې د هغه ورونو دا خبره واورېدله ډېر سخت ووېرېدل. ورونو یې نه شو کولی چې هغه ته ځواب ورکړي.
4بیا حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: کله چې هغوی ورنژدې شول، هغه وفرمایل:
5اوس مه پرېشانه کېږئ او خپل ځانونه په دې باندې مه ملامتوئ چې زه تاسو دلته خرڅ کړم، ځکه چې خدای پاک زه ستاسو څخه مخکې د خلکو د ژوند د ژغورلو دپاره دلته رالېږلی یم.
6ځکه چې دوه کاله کیږي چې په دې هېواد کې قحطي ده او د راتلونکو پنځو کالو دپاره به دلته کرل او رېبل نه وي.
7مګر خدای پاک زه ستاسو څخه مخکې راولېږلم چې تاسو په یوه عجیبه طریقه وژغوري چې تاسې او ستاسو اولاده ژوندۍ پاتې شي.
8نو په رښتیا سره تاسو زه دلته نه یم رالېږلی بلکه خدای پاک رالېږلی یم. هغه زه د فرعون ډېر لوړ رتبه درباري وټاکلم او زه د ټول هېواد دوهم مشر یم.
9اوس ژر شئ، زما پلار ته بېرته ورشئ او هغه ته ووایئ چې ستا زوی یوسف داسې وایي چې خدای پاک زه د مصر دوهم مشر کړی یم. بې له کومه ځنډه ماته راشئ.
10تاسو به د جوشن په سیمه کې اوسېږئ ترڅو تاسو، ستاسو اولادونه، ستاسو لمسیان، ستاسو رمې او پادې او خپلو ټولو شیانو سره چې درسره دي زما سره نژدې اوسئ.
11زه به هلته په تاسو پام کوم، ځکه چې د قحطۍ پنځه کاله لا پاتې دي. که تاسو رانه شئ نو تاسو، ستاسو کورنۍ او ستاسو حیوانات به له لوږې څخه مړه شي.
12تاسو په خپله او همدارنګه زما ورور بنیامین ویني چې په رښتیا سره دا زه یم چې ستاسو سره خبرې کوم.
13نو زما پلار په مصر کې زما د عزت او هغه څه څخه چې تاسو ولیدل خبر کړئ او ژر هغه دلته راولئ.>
14بیا هغه خپل لاسونه د خپل ورور بنیامین څخه راتاو کړل او ویې ژړل او بنیامین هغه په غېږ کې ونیوه او ویې ژړل.
15هغه خپل ټول ورونه ښکل کړل او ورته ویې ژړل. له هغې څخه وروسته ورونو یې ورسره خبرې وکړې.
16کله چې د فرعون ماڼۍ ته د حضرت یوسف د ورونو د راتلو خبر ورسېده نو فرعون او د هغه ټول درباریان خوشاله شول.
17فرعون حضرت یوسف ته وویل:
18خپل پلار او خپلې کورنۍ ماته راولئ. هغوی ته به د مصر ترټولو ښه ځمکه ورکړم او هغوی به د خپل ژوندانه د اړتیا څخه زیات ولري.
19تاته زما امر دی چې هغوی ته ووایه: داسې وکړئ چې د مصر څخه د خپلو اولادونو او خپلو ښځو دپاره ګاډۍ ګانې بوځئ او خپل پلار د ځان سره راواخلئ او راشئ.
20د هغو شیانو په باره کې چې تاسو یې د ځان سره نه شئ راوړلی هیڅ اندېښنه مه کوئ ځکه چې د مصر ترټولو ښه ځمکه به ستاسو وي.>
21نو د حضرت یعقوب زامنو همداسې وکړل او لکه څنګه چې فرعون امر کړی ؤ حضرت یوسف هغوی ته ګاډۍ ګانې ورکړې او هغوی ته یې د سفر خواړه هم ورکړل.
22هغوی هر یو ته یې یوه یوه جوړه کالي ورکړل، مګر بنیامین ته یې درې سوه مثقاله سپین زر او پنځه جوړه کالي ورکړل.
23او خپل پلار ته یې د مصر ترټولو ښو شیانو څخه د خرو لس باره او په ډوډۍ، غلو دانو او نورو خواړو باندې بار لس خرې د هغه د سفر دپاره ولېږلې.
24بیا هغه خپل ورونه رخصت کړل او څنګه چې روان شول نو هغوی ته یې وفرمایل:
25نو دوی د مصر څخه ووتل او په کنعان کې خپل پلار حضرت یعقوب ته راغلل.
26هغه یې خبر کړ: حضرت یعقوب هک حیران شو او د هغوی په خبره یې باور ونه کړ.
27مګر کله چې هغوی د حضرت یوسف ټولې خبرې حضرت یعقوب ته بیان کړې او هغه ګاډۍ ګانې یې چې حضرت یوسف د هغه د راوستلو دپاره رالېږلې وې ولیدلې، نو د هغوی په پلار حضرت یعقوب کې بېرته ساه راپیدا شوه.
28حضرت یعقوب وفرمایل: