Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1حضرت یوسف د خپل کور ناظر ته امر وکړ:
2زما د سپینو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خوله کې د هغه د غلو دانو د پیسو سره کېږده.> نو څنګه چې حضرت یوسف هغه ته فرمایلي وو همداسې یې وکړل.
3سهار وختي د حضرت یوسف ورونه د خپلو خرو سره په خپله لاره رخصت کړای شول.
4هغوی لا د ښار څخه دومره لېرې نه وو تللي چې حضرت یوسف د خپل کور ناظر ته وفرمایل:
5تاسو ولې زما د بادار د سپینو زرو جام چې هغه په کې څښل کوي او فال ورباندې ګوري غلا کړ؟ تاسو ډېر بد کار وکړ.>
6کله چې ناظر هغوی ته ورورسېد نو دا خبرې یې هغوی ته تکرار کړې.
7مګر هغوی ورته ځواب ورکړ:
8ګوره! هغه پیسې چې مونږ د خپلو بوجیو په خولو کې پیدا کړې بېرته مو د کنعان د خاورې څخه تاسو ته راوړلې، نو څنګه به ستا د بادار د کور څخه سره زر یا سپین زر غلا کړو؟
9که هغه په مونږ کې د کوم یو سره پیدا شي هغه دې ووژل شي او مونږ دې ستا غلامان شو.>
10بیا هغه وویل:
11هغوی هر یو په چالاکۍ سره خپله بوجۍ کوزه کړه او هغه یې پرانیستلې.
12بیا ناظر شروع وکړه او د مشر څخه نیولې تر کشره پورې یې په غور سره ولټول او جام د بنیامین په بوجۍ کې وموندل شو.
13په دې وخت کې هغوی له غمه خپل کالي وشکول، خپل خره یې بار کړل او ښار ته راستانه شول.
14کله چې یهودا او د هغه ورونه د حضرت یوسف کور ته راغلل، هغه لا هلته ؤ او هغوی د حضرت یوسف په مخ کې په ځمکه پرېوتل.
15حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل:
16یهودا ځواب ورکړ:
17مګر حضرت یوسف وفرمایل:
18بیا یهودا حضرت یوسف ته ورغی او ویې ویل:
19زما باداره، تاسو زمونږ څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو پلار یا بل ورور شته؟
20مونږ ځواب درکړ چې زمونږ پلار زوړ دی او کشر ورور هم لرو چې هغه ته په سپین ږیرتوب کې پیدا شوی دی. د هلک ورور مړ شوی دی او هغه د خپلې مور د اولادونو څخه یوازینی زوی دی چې ژوندی دی او پلار یې ورسره زیاته مینه کوي.
21باداره، تاسو مونږ ته وویل چې هغه دلته راولئ چې په خپله یې ووینم.
22مونږ تاسو ته وویل چې هغه هلک د خپل پلار څخه نه شي جدا کېدلی او که چېرې جدا شي نو پلار به یې مړ شي.
23مګر تاسو مونږ ته وویل چې تر هغې پورې چې ستاسو کشر ورور ستاسو سره رانه شي نو زما مخ به بیا ونه وینئ.
24نو کله چې مونږ خپل پلار ته ورغلو، ستاسو خبرې مو ورته بیان کړې.
25نو زمونږ پلار وویل: بېرته لاړ شئ او لږې نورې غلې دانې واخلئ.
26مګر مونږ ځواب ورکړ: مونږ نه شو تللی. خو که زمونږ کشر ورور زمونږ سره وي نو لاړ به شو. که زمونږ کشر ورور راسره نه وي نو د هغه سړي مخ نه شو لیدلی.
27زمونږ پلار مونږ ته وویل: تاسو پوهېږئ چې ماته زما د ښځې راحیل څخه یوازې دوه زامن پیدا شوي دي.
28د هغوی څخه یو یې ورک شوی دی. هغه به خامخا د کوم داړونکي ځناور له خوا ټوټې ټوټې شوی وي او له هغه وخت راهیسې مې نه دی لیدلی.
29نو که تاسو دا هم له ما څخه بوځئ او په هغه باندې څه وشي نو څرنګه چې زه سپین ږیری یم د هغه غم له امله به چې تاسو مې ورباندې اخته کوئ مړ شم.
30نو اوس که چېرې زه بېرته خپل پلار ته ورشم او هلک زمونږ سره نه وي، نو که زما پلار چې ژوند یې د هلک د ژوند سره تړلی دی
31وګوري چې هلک نشته هغه به مړ شي. هغه دومره زوړ دی چې هغه غم چې مونږ یې په هغه باندې راولو، هغه به ووژني.
32ما خپل پلار ته د دې هلک د ساتنې ضمانت ورکړی دی ویلي مې دي: که هغه مې بېرته تاته رانه وست، نو زه به ټول عمر تاته ملامت یم.
33نو اوس ای باداره، زه به د هلک په ځای ستاسو د غلام په توګه دلته پاتې شم. هغه پرېږدئ چې د خپلو ورونو سره بېرته لاړ شي.
34که هلک زما سره نه وي خپل پلار ته به څنګه بېرته ورشم؟ زه دا نه شم زغملی چې هغه بدبختي چې زما په پلار باندې به راشي ووینم.>