Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1په کنعان کې قحطي نوره هم سخته شوه.
2نو کله چې هغوی هغه ټوله غله چې د مصر څخه یې راوړې وه وخوړله، نو حضرت یعقوب خپلو زامنو ته وفرمایل:
3مګر یهودا هغه ته وویل:
4که زمونږ ورور دې زمونږ سره ولېږه نو مونږ به لاړ شو او ستا دپاره به خواړه واخلو.
5مګر که هغه دې ونه لېږه نو مونږ نه ځو، ځکه چې هغه سړي مونږ ته وویل: ترڅو پورې چې ستاسو ورور ستاسو سره نه وي نو نور به زما مخ ونه وینئ.>
6حضرت یعقوب وفرمایل:
7هغوی ځواب ورکړ:
8یهودا خپل پلار حضرت یعقوب ته وویل:
9زه په خپله د هغه د سلامتیا ضمانت کوم. ته کولی شې چې د هغه مسئولیت زما په غاړه واچوې. که چېرې هغه تاته رانه ولم او ستا په مخکې یې حاضر نه کړم، زه به تاته د تل دپاره ملامت یم.
10که چېرې مونږ ځنډ نه وای کړی نو تر اوسه پورې به مونږ دوه ځلې تللي او بېرته به راغلي وای.>
11بیا د هغوی پلار حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل:
12دوه چنده پیسې د ځانه سره واخلئ ځکه هغه پیسې چې بېرته ستاسو د بوجیو په خولو کې ایښودل شوې وې باید بېرته ورکړئ. کېدای شي چې د هغوی څخه سهوه شوې وي.
13خپل ورور هم واخلئ او سمدستي بېرته هغه سړي ته ورشئ.
14مطلق قادر خدای دې هغه سړی په تاسو باندې مهربانه کړي ترڅو هغه بنیامین او ستاسو بل ورور بېرته تاسو ته درکړي. که چېرې زه بې اولاده کېږم نو بې اولاده دې شم.>
15نو هغو ورونو سوغاتونه او دوه چنده پیسې واخیستلې او د بنیامین سره مصر ته روان شول او هغوی خپل ځانونه حضرت یوسف ته ورحاضر کړل.
16کله چې حضرت یوسف د هغوی سره بنیامین ولید نو د خپل کور ناظر ته یې وفرمایل:
17لکه څنګه چې حضرت یوسف امر کړی ؤ هغه سړي هماغه شان وکړل او هغه خلک یې د حضرت یوسف کور ته راوستل.
18کله چې هغوی د حضرت یوسف کور ته راوستل شول نو ووېرېدل. دوی فکر کاوه:
19نو هغوی د حضرت یوسف ناظر ته ورغلل او د کور په دروازه کې یې د هغه سره خبرې وکړې.
20هغوی وویل:
21خو کله چې په یو ځای کې د شپې تېرولو دپاره ودرېدو، مونږ خپلې بوجۍ پرانیستلې او هر یو خپلې پیسې په هماغه خپله اندازه د خپلو بوجیو په خولو کې وموندلې. نو مونږ هغه بېرته د خپل ځان سره راوړې دي.
22همدارنګه مونږ نورې پیسې هم د ځان سره راوړې دي چې نوره غله واخلو. مونږ نه پوهېږو چې چا زمونږ په بوجیو کې هغه پیسې اچولې وې.>
23ناظر وویل: نو شمعون یې هغوی ته راوست.
24ناظر د حضرت یوسف ورونه د هغه کور ته دننه بوتلل او هغوی ته یې اوبه ورکړې چې خپلې پښې ومینځي او د هغوی خرو ته یې واښه ورکړل.
25هغوی سوغاتونه تیار کړل چې حضرت یوسف به غرمې ته راشي، ځکه چې دوی ته ویل شوي وو چې ډوډۍ به هلته وخوري.
26کله چې حضرت یوسف کور ته راغی، نو دوی هغه سوغاتونه چې کور ته یې راوړي وو هغه ته وړاندې کړل او د هغه په مخکې په ځمکه پرېوتل او سجده یې ورته وکړه.
27هغه د دوی د روغتیا په هکله پوښتنه وکړه او بیا یې وفرمایل:
28هغوی وویل: دوی پړمخې پرېوتل او د هغه په وړاندې یې د احترام سرونه ټیټ کړل.
29کله چې حضرت یوسف خپل سکه ورور بنیامین ولیده، هغه پوښتنه وکړه:
30حضرت یوسف سمدستي لاړ، ځکه چې د خپل ورور په لیدلو باندې ډېر احساساتي شو او د ژړا ځای یې لټاوه. هغه خپلې شخصي کوټې ته ننوت او هلته یې وژړل.
31وروسته له هغې چې خپل مخ یې ومینځه دباندې راووت. خپل ځان یې کنترول کړ او ویې فرمایل:
32حضرت یوسف ته یې په یو دسترخوان باندې ډوډۍ ورکړه او د هغه ورونو ته یې په بل دسترخوان باندې. مصریانو ته یې چې هلته یې ډوډۍ خوړله جدا کېښودله ځکه چې هغوی به د عبرانیانو سره ډوډۍ نه خوړله. مصریانو د عبرانیانو سره ډوډۍ خوړل حرام ګڼل.
33د هغه ورونه د هغوی د عمر له مخې د مشر څخه تر کشره پورې د حضرت یوسف په مخکې کښېنول شول او هغوی په حیرانتیا سره یو بل ته کتل.
34هغوی ته د حضرت یوسف د دسترخوان څخه ډوډۍ ورکړای شوه او د بنیامین برخه د نورو ټولو څخه پنځه چنده زیاته وه. نو هغوی د حضرت یوسف سره وخوړل او ویې څښل او خوشالي یې وکړه ترڅو چې نېشه شول.