Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې شته، نو هغه خپلو زامنو ته وویل:
2ما اورېدلي دي چې په مصر کې غلې دانې شته. هلته لاړ شئ او زمونږ دپاره یو څه واخلئ چې له لوږې څخه مړه نه شو.>
3نو د حضرت یوسف لس ورونه د غلو دانو د اخیستلو دپاره مصر ته لاړل.
4مګر حضرت یعقوب د حضرت یوسف ورور بنیامین د هغوی سره ونه لېږه ځکه چې هغه وېرېده چې کوم زیان ورته ونه رسیږي.
5نو د حضرت یعقوب زامن هم د هغو کنعانیانو په ډله کې وو چې د غلې د اخیستلو دپاره راغلي وو، ځکه چې په کنعان کې هم قحطي وه.
6حضرت یوسف د مصر د دوهم مشر په توګه د ټولې دنیا په خلکو باندې غله خرڅوله، نو کله چې د حضرت یوسف ورونه راورسېدل هغه ته په سجده پرېوتل.
7څنګه چې حضرت یوسف خپل ورونه ولیدل هغوی یې وپېژندل مګر ځان یې هغوی ته لکه د یو پردي په شان وښود او د هغوی سره یې په سخته لهجه خبرې وکړې. هغه پوښتنه ورڅخه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
8که څه هم حضرت یوسف خپل ورونه وپېژندل مګر هغوی حضرت یوسف ونه پېژانده.
9په دې وخت کې حضرت یوسف خپل هغه خوبونه رایاد کړل چې د هغوی په باره کې یې لیدلي وو او هغوی ته یې وفرمایل:
10هغوی ځواب ورکړ:
11مونږ ټول ورونه یو. مونږ جاسوسان نه یو، مونږ صادق خلک یو.>
12حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل:
13هغوی ځواب ورکړ:
14حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل:
15اوس به تاسو په دې ډول وازمایلی شئ. زه د فرعون په ژوندون باندې قسم خورم چې تاسو به هیڅکله له دې ځایه لاړ نه شئ تر هغې پورې چې ستاسو کشر ورور دلته رانه شي.
16ستاسو څخه دې یو تن لاړ شي چې ستاسو ورور راولي او پاتې به په زندان کې وساتل شي ترڅو ستاسو خبره وازمایلی شي چې تاسو رښتیا وایئ او که نه. که داسې نه وي نو د فرعون په نامه باندې قسم خورم چې تاسو جاسوسان یئ.>
17هغوی یې درې ورځې په زندان کې وساتل.
18په دریمه ورځ حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل:
19که چېرې تاسو صادقان یئ، نو ستاسو د ورونو څخه دې یو نفر په ز��دان کې پاتې شي او نور کولی شي چې لاړ شي او خپلو وږیو کورنیو ته غله یوسي.
20مګر تاسو خامخا خپل کشر ورور ماته راولئ نو ستاسو خبره به ثابته شي چې رښتیا وایئ او تاسو به مړه نه شئ.>هغوی رضا شول
21او یو بل ته یې وویل:
22روبین ځواب ورکړ:
23هغوی ته معلومه نه وه چې حضرت یوسف د هغوی په خبرو باندې پوهیږي، ځکه چې دوی د هغه سره د ترجمان په وسیله خبرې کولې.
24حضرت یوسف د هغوی څخه لېرې لاړ او په ژړا شو. مګر بېرته دوی ته راستون شو او بیا یې د هغوی سره خبرې وکړې. د هغوی څخه یې شمعون ونیوه او د هغوی په مخ کې یې وتاړه.
25حضرت یوسف امر وکړ چې د هغوی بوجۍ دې د غلو دانو څخه ډکې شي او د هر نفر پیسې دې بېرته د هغه په بوجۍ کې کېښودلې شي او هغوی ته دې د سفر دپاره خواړه ورکړای شي. نو همداسې یې ورسره وکړل.
26هغوی غله په خپلو خرو باندې بار کړه او روان شول.
27په هغه ځای کې چې هغوی د شپې تېرولو دپاره پاتې شول، یو تن خپله بوجۍ خلاصه کړه چې خپل خره ته خوراک ورکړي. خپلې پیسې یې ولیدلې چې د بوجۍ په خوله کې وې.
28هغه خپلو ورونو ته وویل: د هغوی زړونه ولوېدل او په رېږدېدلو یې یو بل ته مخ واړاوه او ویې وویل:
29کله چې هغوی خپل پلار حضرت یعقوب ته د کنعان خاورې ته راغلل، نو هغه څه چې په هغوی باندې تېر شوي وو هغه ته یې بیان کړل او ویې ویل:
31مګر مونږ هغه ته وویل چې مونږ صادق خلک یو، مونږ جاسوسان نه یو.
32مونږ دولس ورونه او د یو پلار زامن یو. زمونږ یو ورور مړ شوی دی او کشر ورور مو په کنعان کې زمونږ د پلار سره دی.
33د مصر دوهم مشر په ځواب کې وویل: هغه وخت به زه پوه شم چې تاسو صادقان یئ چې د خپلو ورونو څخه یو دلته زما سره پرېږدئ او د خپلو وږیو کورنیو دپاره غله واخلئ او لاړ شئ.
34مګر خپل کشر ورور ماته راولئ، نو زه به پوه شم چې تاسو جاسوسان نه یئ بلکه صادقان یئ. بیا به هغه وخت تاسو ته خپل ورور بېرته درکړم او تاسو به وکولی شئ چې دلته پاتې شئ او سوداګري وکړئ.>
35نو څنګه چې هغوی خپلې بوجۍ خالي کړې، د هر نفر په بوجۍ کې د هغه د پیسو کڅوړه وه. کله چې هغوی او د هغوی پلار د پیسو کڅوړې ولیدلې نو ووېرېدل.
36د هغوی پلار حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل:
37په دې وخت کې روبین خپل پلار ته وویل:
38مګر حضرت یعقوب وفرمایل: