Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
57 verses
1پوره دوه کاله تېر شوي وو چې فرعون خوب ولیده چې د نیل د سیند په غاړه ولاړ ؤ.
2ناڅاپه اووه ښې او چاغې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې.
3د هغو څخه وروسته نورې اووه غواګانې چې بدرنګې او ډنګرې وې، راووتلې او د سیند په غاړه د هغو تر څنګه ودرېدلې.
4بدرنګه او ډنګرو غواګانو هغه ښې او چاغې غواګانې وخوړلې. بیا فرعون راویښ شو.
5هغه بیا ویده شو او بل خوب یې ولیده چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول.
6له هغو څخه وروسته د غلو دانو نور اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي راشنه شول.
7د غلو دانو اوو نریو وږو هغه ډک او پاخه وږي روغ تېر کړل. بیا فرعون راویښ شو او پوه شو چې هغه خوب ولیده.
8په سهار د هغه فکر پرېشانه ؤ. هغه د مصر ټول جادوګران او حکیمان راوغوښتل. هغه خپل خوبونه هغوی ته بیان کړل، مګر هیڅ یو ونه شو کولی چې هغه فرعون ته تعبیر کړي.
9په دې وخت کې د ساقیانو مشر فرعون ته وویل:
10یو ځلې فرعون په خپلو نوکرانو باندې په قهر شوی ؤ او زه او د نانوایانو مشر یې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې په زندان کې واچولو.
11مونږ دواړو په یوه شپه خوب ولیده او هر یو خوب ځانته خپله معنیٰ درلودله.
12په هغه ځای کې یو عبرانی ځوان چې د دربار د ګارډ د قوماندان غلام ؤ زمونږ سره ؤ. مونږ خپل خوبونه هغه ته بیان کړل او هغه زمونږ خوبونه زمونږ دپاره تعبیر کړل.
13لکه څنګه چې هغه تعبیر کړی ؤ، کټ مټ هماغسې وشول. زه بېرته په خپل ځای مقرر شوم او هغه بل سړی په دار وخېژولی شو.>
14نو فرعون حضرت یوسف راوغوښت او هغه یې ډېر ژر د زندان څخه راوویست. حضرت یوسف خپله ږیره او سر وخرایل، خپل کالي یې بدل کړل او د فرعون حضور ته راغی.
15فرعون حضرت یوسف ته وویل:
16حضرت یوسف فرعون ته په ځواب کې وفرمایل:
17فرعون حضرت یوسف ته وویل:
18په دې وخت کې اووه چاغې او ښې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې.
19د هغوی څخه وروسته نورې اووه غواګانې راووتلې چې داسې ډنګرې او بدشکله وې چې ما د مصر په ټول هېواد کې هیڅکله نه وې لیدلې.
20ډنګرو او بدشکله غواګانو هغه اولنۍ چاغې غواګانې وخوړلې.
21مګر د خوړلو څخه وروسته هم څوک نه پوهېدل چې دوی به څه خوړلي وي ځکه چې هغوی د پخوا په شان ډنګرې ښکارېدلې. نو په دې وخت کې زه راویښ شوم.
22همدارنګه ما په خوب کې ولیدل چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول.
23د هغو څخه وروسته نور اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي راشنه شول.
24اووه نریو وږو هغه ډک وږي روغ تېر کړل. نو ما خپل خوب جادوګرانو ته وویل، مګر هیچا ونه شو کولی چې هغه ماته تعبیر کړي.>
25نو حضرت یوسف فرعون ته وفرمایل:
26اووه ښې غواګانې اووه کاله دي او د غلو دانو اووه ډک وږي هم اووه کاله دي، هغوی یوشان معنیٰ لري.
27اووه ډنګرې او بد رنګه غواګانې چې د هغو څخه وروسته راووتلې او د غلو دانو اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي د قحطۍ اووه کاله دي.
28دا هماغه څه دي چې تاسو ته مې وویل. څه چې خدای پاک غواړي ویې کړي تاسو ته یې څرګند کړي دي.
29اووه کاله به د مصر په ټول هېواد کې ډېره پرېماني راشي.
30مګر له هغې وروسته به د اوو کالو دپاره داسې قحطي راشي چې د مصر په ملک کې به هغه ټوله پرېماني هېره شي. ځکه چې قحطي به هېواد تباه کړي
31او پرېماني به په هېواد کې بېخي هېره شي، دا ځکه چې هغه قحطي چې په هغې پسې راځي هغه به ډېره سخته وي.
32دا چې تاسو دوه خوبونه لیدلي دي د هغو معنیٰ دا ده چې دا د خدای پاک فیصله ده چې دا کار وکړي او هغه به ژر داسې وکړي.
33اوس باید تاسو یو پوه او د حکمت لرونکی سړی پیدا کړئ او هغه دې د مصر د هېواد دوهم مشر وټاکئ.
34تاسو باید په ټول هېواد کې ماموران وټاکئ چې د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې د مصر د حاصلاتو څخه پنځمه برخه راټوله کړي.
35هغوی ته امر وکړئ چې د پرېمانۍ په کلونو کې غله راټوله کړي او هغوی ته اختیار ورکړئ چې هغه په ښارونو کې ذخیره کړي او ساتنه یې وکړي.
36هغه باید د هېواد دپاره ذخیره شي چې د اووه کالونو د قحطۍ په موده کې چې په مصر باندې راتلونکې ده ورڅخه کار واخیستل شي ترڅو هېواد د قحطۍ په اثر وران نه شي.>
37دغه وړاندیز د فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په نظر کې ښه ښکاره شو.
38نو فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه:
39نو فرعون حضرت یوسف ته وویل:
40زه به تا د خپل هېواد دوهم مشر کړم او زما ټول قوم به ستا حکمونه مني او د واک په لحاظ به ته زما څخه پس دوهم نفر یې.>
41نو فرعون حضرت یوسف ته وویل:
42فرعون د خپلې ګوتې څخه هغه ګوته راوویستله چې په هغې کې د پادشاهۍ مهر لګېدلی ؤ او هغه یې حضرت یوسف ته ور په ګوته کړه. هغه حضرت یوسف ته د کتان ډېره ښه چپنه ورواغوستله او د سرو زرو زنځیر یې د هغه په غاړه کې واچاوه.
43فرعون هغه ته خپله دوهمه شاهي ګاډۍ ورکړه چې په کې سپور شي او خلکو د هغه په مخکې نارې وهلې: په دې ډول یې حضرت یوسف د مصر د ټول هېواد دوهم مشر وټاکه.
44فرعون حضرت یوسف ته وویل:
45فرعون په حضرت یوسف باندې صفنات فعنیح نوم کېښود او د اون د کاهن فوطي فارع لور اسنات یې هغه ته په نکاح ورکړه. نو په دې ډول حضرت یوسف د مصر په ټول هېواد باندې واک ترلاسه کړ.
46حضرت یوسف دېرش کلن ؤ چې د مصر د پادشاه یعنې فرعون په خدمت کولو یې پیل وکړ. حضرت یوسف د فرعون د حضور څخه لاړ او په ټول مصر کې وګرځېد.
47د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې ځمکې ډېر زیات حاصلات ورکړل.
48په دې موده کې حضرت یوسف په مصر کې ټول خوراکي مواد راټول کړل او هغه یې په ښارونو کې ذخیره کړل او د هر ښار د شاوخوا ځمکو خوراکي مواد یې په هماغه ښار کې ذخیره کړل.
49حضرت یوسف لکه د دریاب د شګو په شان ډېره زیاته غله ذخیره کړه او هغه دومره زیاته وه چې د حساب څخه وتلې وه.
50د قحطۍ د کالونو د راتلو څخه مخکې د اون د کاهن فوطي فارع لور اسنات حضرت یوسف ته دوه زامن وزېږول.
51حضرت یوسف د خپل مشر زوی نوم منسي کېښود، نو ځکه یې وفرمایل:
52او بیا د دوهم زوی نوم یې افرایم کېښود او ویې فرمایل:
53نو هغه پرېماني چې د اووه کالو دپاره په مصر کې وه پای ته ورسېدله.
54لکه څنګه چې حضرت یوسف فرمایلي وو، د قحطۍ اووه کاله شروع شول. په نورو ټولو هېوادونو کې قحطي وه مګر په ټول مصر کې غله وه.
55کله چې مصریان وږي شول، نو د ډوډۍ دپاره یې فرعون ته فریاد وکړ. نو فرعون ټولو مصریانو ته وویل:
56قحطي ډېره سخته شوه او په ټول هېواد کې خپره شوه، نو حضرت یوسف ګودامونه پرانیستل او په مصریانو باندې یې غله خرڅوله.
57د ټولو هېوادونو خلک مصر ته راتلل چې د حضرت یوسف څخه غله واخلي، ځکه چې په ټوله دنیا کې سخته قحطي وه.