Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1څه موده وروسته د مصر د پادشاه یعنې فرعون د ساقیانو او نانوایانو د مشرانو څخه د پادشاه په مقابل کې غلطي وشوه.
2فرعون په دې دواړو درباریانو باندې په قهر شو
3او هغوی یې په هغه زندان کې واچول چې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې ؤ یعنې په هماغه زندان کې چې حضرت یوسف په کې بندي ؤ.
4هغوی زیات وخت په زندان کې تېر کړ او د ګارډ قوماندان هغوی حضرت یوسف ته وسپارل او هغه د دوی خدمت کاوه.
5د ساقیانو او نانوایانو مشرانو چې په زندان کې وو په یوه شپه دواړو خوب ولید او هر یو خوب خپله معنیٰ درلودله.
6کله چې سهار حضرت یوسف هغوی ته ورغی، ویې لیدل چې هغوی خفه وو.
7نو هغه ورڅخه پوښتنه وکړه:
8هغوی ځواب ورکړ: حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل:
9نو د ساقیانو مشر خپل خوب حضرت یوسف ته بیان کړ. هغه ته یې وویل:
10په تاک کې درې څانګې وې. څنګه چې غوټۍ یې وکړې نو هغه وغوړېدلې او د انګورو وږي پاخه شول.
11د فرعون پیاله مې په لاس کې وه. نو انګور مې واخیستل او په پیاله کې مې وزبېښل او پیاله مې د فرعون په لاس کې ورکړه.>
12حضرت یوسف وفرمایل:
13په دې درې ورځو کې به فرعون تا ازاد کړي او وبه دې بخښي او بېرته به دې په خپل کار باندې مقرر کړي. ته به د پخوا په شان لکه څنګه چې د هغه ساقي وې، د فرعون پیاله به د هغه په لاس کې ورکوې.
14خو کله چې داسې وشي، ما در په یاد کړه او زما سره احسان وکړه. فرعون ته زما په باره کې یادونه وکړه او له دې زندان څخه مې وباسه.
15ځکه چې زه د عبرانیانو د وطن څخه په زور تښتول شوی یم او دلته مې هم هیڅ داسې کار نه دی کړی چې ما دې په زندان کې واچوي.>
16کله چې د نانوایانو مشر ولیدل چې ښه تعبیر دی، نو حضرت یوسف ته یې وویل:
17په پاسنۍ ټوکرۍ کې د فرعون دپاره هر قسم ډوډۍ وې او مرغانو به هغه د دې ټوکرۍ څخه خوړلې.>
18حضرت یوسف په ځواب کې وفرمایل:
19په دې درې ورځو کې به فرعون ستا سر پرې کړي او تا به په ونه کې ځوړند کړي او مرغان به ستا غوښه وخوري.>
20په دریمه ورځ د فرعون د زېږېدلو کالیزه وه. هغه خپلو درباریانو ته مېلمستیا ورکړه او د ساقیانو او نانوایانو مشران یې ازاد کړل او د خپلو درباریانو په مخکې یې حاضر کړل.
21هغه د ساقیانو مشر په خپل پخواني کار باندې مقرر کړ او پی��له یې یو ځل بیا د فرعون په لاس کې ورکړه.
22مګر د نانوایانو مشر یې په دار وخېژاوه، لکه څنګه چې حضرت یوسف هغوی ته تعبیر کړی ؤ.
23د ساقیانو مشر حضرت یوسف رایاد نه کړ او هغه یې بېخي هېر کړ.