Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1اسماعیلیانو حضرت یوسف مصر ته یووړ او په فوطیفار باندې یې خرڅ کړ چې نوموړی د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ګارډ قوماندان ؤ.
2څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او هغه یې بریالی کړ. هغه د خپل مصري بادار په کور کې اوسېده.
3بادار یې ولیدل چې څښتن د حضرت یوسف سره مل دی او په هر کار کې هغه ته بری ورکوي.
4فوطیفار د هغه څخه خوشاله ؤ او هغه یې خپل شخصي نوکر ونیوه او هرڅه چې یې خپل کور کې درلودل، ټول یې هغه ته وسپارل.
5د هماغه وخت څخه څښتن د حضرت یوسف له سببه د دې مصري خاندان ته برکت ورکړ او د هغه په ټولو شیانو باندې که د هغه په کور کې وو او که د هغه ځمکه وه، د څښتن برکت ؤ.
6فوطیفار چې هرڅه درلودل هغه یې حضرت یوسف ته وسپارل چې څارنه یې وکړي. هغه له خوراک څخه پرته نور د هیڅ شي سره کار نه درلود.حضرت یوسف ډېر ښایسته ؤ او ښکلی اندام یې درلود.
7څه موده وروسته د حضرت یوسف سره د فوطیفار د ښځې مینه پیدا شوه او ورته ویې ویل:
8مګر هغه انکار وکړ او هغې ته یې وفرمایل:
9زه په دې کور کې داسې اختیار لرم لکه څنګه چې هغه یې لري او زما بادار پرته له ستا چې د هغه ښځه یې، نور هیڅ شی زما څخه نه دی سپمولی. نو بیا زه څنګه کولی شم چې داسې بد کار وکړم او د خدای پاک په مقابل کې ګناه وکړم؟>
10که څه هم هغې به هره ورځ حضرت یوسف ته خبرې کولې، خو هغه له دې څخه انکار کاوه چې د هغې سره څملي او یا دې ورنژدې شي.
11مګر یوه ورځ کله چې حضرت یوسف کور ته ننوت چې خپل کار وکړي، د کور د نوکرانو له جملې څخه هلته هیڅ څوک نه ؤ.
12هغې حضرت یوسف له چپنې څخه ونیوه او ورته ویې ویل: مګر هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه دباندې وتښتېد.
13کله چې هغې ولیدل چې هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه وتښتېد،
14نو د خپل کور نوکرانو ته یې غږ وکړ او ویې ویل:
15کله چې هغه زما چیغې واورېدلې، هغه وتښتېد او خپله چپنه یې زما سره پرېښودله.>
16هغې د حضرت یوسف چپنه د ځان سره وساتله تر هغې پورې چې مېړه یې کور ته راغی.
17بیا هغې فوطیفار ته دا قصه بیان کړه:
18مګر څنګه چې ما د مرستې دپاره چیغې ووهلې، خپله چپنه یې زما سره پرېښودله او د کور څخه وتښتېد.>
19کله چې د حضرت یوسف بادار دغه قصه واورېدله چې د هغه ښځې ورته بیان کړه، هغه د قهره سور شو.
20د حضرت یوسف بادار هغه ونیوه او په هغه زندان کې یې واچاوه چې د پادشاه بندیان به په کې ساتل کېدل او هغه هلته پاتې شو.
21مګر څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ. هغه ته یې برکت ورکړ، نو د زندان رئیس د هغه څخه خوشاله ؤ.
22هغه حضرت یوسف د نورو ټولو بندیانو مشر کړ او هغه ته یې د هغو ټولو کارونو مسئولیت ور په غاړه کړ چې په زندان کې به کېدل.
23د زندان رئیس د هغه څه په هکله چې حضرت یوسف ته سپارل شوي وو اندېښنه نه درلودله، ځکه چې څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او کوم کارونه چې هغه کول څښتن ورته په هغو ټولو کې بری ورکاوه.