Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1داسې وشول چې په هغه وخت کې یهودا خپل ورونه پرېښودل او د حیره په نوم یو سړي سره چې د عدولام د ښار څخه ؤ پاتې شو.
2هلته یهودا د شوعه په نوم د یو کنعاني د لور سره مخامخ شو. یهودا د هغې سره واده وکړ او ورسره یوځای شو.
3هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې عیر نوم کېښود.
4هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. په هغه باندې یې اونان نوم کېښود.
5هغې بل زوی وزېږاوه او په هغه باندې یې شیله نوم کېښود. یهودا په کزیب کې ؤ چې هلک پیدا شو.
6یهودا خپل مشر زوی ته ښځه وکړه او د هغې نوم تامار ؤ.
7د عیر رویه د څښتن په نظر کې خرابه وه. نو څښتن هغه مړ کړ.
8هغه وخت یهودا د عیر ورور اونان ته وویل:
9مګر اونان په دې پوهېده چې دا به د ده اولادونه نه وي. نو کله به چې هغه د خپلې کونډې ورېندارې سره څملاست، خپل ځان به یې په ځمکه باندې انزال کاوه او نه یې غوښتل چې د خپل ورور دپاره اولاد راوړي.
10څه چې هغه کول هغه د څښتن په نظر کې بد ښکاره کېدل. نو څښتن هغه هم وواژه.
11نو یهودا خپلې نږور تامار ته وویل: ځکه هغه وېرېده چې شیله به هم د خپلو ورونو په شان مړ شي. نو تامار لاړه چې د خپل پلار په کور کې واوسیږي.
12څه موده وروسته د یهودا ښځه یعنې د شوعه لور مړه شوه. کله چې د غم وخت تېر شو، نو یهودا د خپل دوست حیره عدولامي سره د تمنه ښار ته چې هلته د هغه پسونه سکولودل کېدل لاړ.
13کله چې تامار خبره شوه چې د هغې خسر د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تمنې ته روان دی،
14نو هغې خپل د کونډتوب کالي وویستل، خپل مخ یې په څادر کې پټ کړ او د عینایم په دروازه کې چې د تمنې په لاره کې وه کښېناستله. هغې دا کار په دې خاطر وکړ چې د یهودا کشر زوی غټ شوی ؤ، مګر یهودا دا پلان نه درلود چې تامار ورته په نکاح کړي.
15کله چې یهودا هغه ولیدله، په هغې یې د فاحشې ګمان وکړ، ځکه چې مخ یې پټ ؤ.
16هغه پوه نه شو چې هغه د ده نږور ده. هغه د لارې په غاړه باندې هغې ته ورغی او ویې ویل: هغې پوښتنه وکړه:
17هغه وویل: هغې پوښتنه وکړه:
18هغه وویل: هغې ځواب ورکړ: نو هغه دا هرڅه هغې ته ورکړل او ورسره څملاست او تامار د هغه څخه امیدواره شوه.
19تامار کور ته لاړه. خپل څادر یې لېرې کړ او خپل د کونډتوب کالي یې واغوستل.
20نو یهودا د خپل عدولامي دوست په لاس سېرلی ورولېږه ترڅو د هغې ښځې څخه د ضمانت شیان بېرته واخلي. مګر هغه یې پیدا نه کړه.
21ده د عنایم له خلکو څخه پوښتنه وکړه: هغوی وویل:
22هغه بېرته یهودا ته ورغی او ویې ویل:
23نو یهودا وویل:
24درې میاشتې پس یهودا ته خبر ورسېد: یهودا وویل:
25چې څنګه یې هغه بیرون راوویستله، خپل خسر ته یې پیغام ورولېږه ویې ویل: هغې زیاته کړه:
26یهودا هغه وپېژندل او ویې ویل: یهودا بیا د هغې سره یوځای نه شو.
27کله چې د تامار د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، نو د هغې په ګېډه کې غبرګوني وو.
28د زېږولو په وخت کې د هغو څخه یو خپل لاس راوویست نو دایي یو سور مزی واخیست او د هغه په مړوند باندې یې وتاړه او ویې ویل:
29خو کله چې هغه خپل لاس بېرته کش کړ د هغه ورور راووت او هغې وویل: او په هغه باندې یې فارص نوم کېښود.
30پس له هغې د هغه ورور چې په مړوند باندې یې سور مزی ؤ راووت او هغه یې د زارح په نوم یاد کړ.