Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1حضرت یعقوب په کنعان کې په هغه ځای کې ژوند کاوه چېرته چې د هغه پلار اوسېدلی ؤ.
2دا د حضرت یعقوب د کورنۍ قصه ده.حضرت یوسف اوولس کلن ځوان ؤ او د خپلو ناسکه ورونو سره یې چې د بلهې او زلفې زامن وو رمې ساتلې. حضرت یوسف به خپل پلار د خپلو ورونو د خرابو کارونو څخه خبراوه.
3حضرت یعقوب د حضرت یوسف سره د خپلو نورو ټولو زامنو څخه زیاته مینه کوله ځکه چې هغه ورته په زوړوالي کې پیدا شوی ؤ. د هغه دپاره یې ښکلې چپنه جوړه کړه چې اوږده لستوڼي یې درلودل.
4کله چې د هغه ورونه په دې پوه شول چې د هغوی پلار د حضرت یوسف سره د هغوی څخه زیاته مینه کوي، نو د حضرت یوسف څخه یې ډېره کرکه کوله او په نرمه ژبه یې ورسره خبرې نه کولې.
5یوه شپه حضرت یوسف خوب ولید او هغه یې خپلو ورونو ته بیان کړ، نو د هغوی کینه د حضرت یوسف سره نوره هم زیاته شوه.
6هغوی ته یې وفرمایل:
7مونږ په پټي کې د غلو دانو ګېډۍ تړلې او ناڅاپه زما ګېډۍ پورته شوه او نېغه ودرېدله او ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ په شاوخوا باندې راټولې شوې او هغې ته یې سجده وکړه.>
8د هغه ورونو پوښتنه وکړه: نو د حضرت یوسف د خوبونو په سبب او د هغو شیانو له کبله چې د هغوی په باره کې یې وفرمایل د هغه د ورونو کینه نوره هم زیاته شوه.
9بیا حضرت یوسف بل خوب ولیده او خپلو ورونو ته یې بیان کړ:
10هغه دا خوب خپل پلار ته هم بیان کړ. د هغه پلار هغه وراټه او ویې فرمایل:
11د حضرت یوسف ورونو د هغه سره کینه راواخیستله، مګر د هغه پلار دا موضوع په خپل ذهن کې وساتله.
12یوه ورځ د حضرت یوسف ورونه د رمو د څرولو دپاره شکیم ته لاړل.
13حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: هغه ځواب ورکړ:
14د هغه پلار وویل: نو هغه یې د حبرون له درې څخه ولېږه. حضرت یوسف شکیم ته ورسېده
15او په صحرا کې شاوخوا سرګردانه ګرځېده. یو سړي هغه ولیده او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
16هغه ځواب ورکړ:
17هغه سړي ځواب ورکړ: نو حضرت یوسف خپلو ورونو پسې لاړ او په دوتان کې یې هغوی پیدا کړل.
18هغوی حضرت یوسف له لېرې ولیده او مخکې له دې چې حضرت یوسف دوی ته ورورسیږي، هغوی ورته دسیسه جوړه کړه چې ویې وژني.
19هغوی یو او بل ته سره وویل:
20راځئ چې هغه ووژنو او په یو کوهي کې یې وغورزوو او وبه وایو چې هغه یو داړونکي ځناور وخوړ. بیا به وګورو چې د هغه خوبونه څنګه کیږي.>
21کله چې روبین دا خبره واورېدله، هڅه یې وکړه چې هغه د خپلو ورونو د لاسونو څخه خلاص کړي، نو هغه وویل:
22روبین هغوی ته وویل: هغه دا خبره د دې دپاره وکړه چې حضرت یوسف د دوی څخه خلاص کړي او بېرته یې خپل پلار ته بوځي.
23نو کله چې حضرت یوسف خپلو ورونو ته راغی، هغوی ورڅخه هغه ښکلې چپنه چې اوږده لستوڼي یې درلودل وویستله.
24هغه یې ونیوه او په کوهي کې یې وغورزاوه. کوهی وچ ؤ او اوبه په کې نه وې.
25په هغه وخت کې چې دوی ډوډۍ خوړله، ناڅاپه یې ولیدل چې د اسماعیلیانو کاروان د جلعاد څخه راروان دی او د هغوی اوښان په مسالو، ملهمو او کنډ باندې بار وو او روان وو چې هغه مصر ته یوسي.
26یهودا خپلو ورونو ته وویل:
27راځئ چې هغه په اسماعیلیانو باندې خرڅ کړو. مونږ به هغه ته زیان نه رسوو، ځکه چې هغه زمونږ ورور او زمونږ خپله وینه او خپل هډوکی دی.> د هغه ورونه په دې رضا شول.
28نو کله چې سوداګران تېرېدل، د هغه ورونو حضرت یوسف له کوهي څخه راوویست او هغه یې په اسماعیلیانو باندې په شل مثقاله سپینو زرو خرڅ کړ. هغوی حضرت یوسف مصر ته یووړ.
29کله چې روبین بېرته کوهي ته راغی او ویې ولیدل چې حضرت یوسف هلته نشته، نو له غمه یې خپل کالي وشکول.
30هغه بېرته خپلو ورونو ته ورغی او ویې ویل:
31بیا هغوی یو وز حلال کړ او د حضرت یوسف چپنه یې د هغه په وینه کې غوټه کړه.
32هغوی هغه چپنه بېرته خپل پلار ته یوړله او ویې ویل:
33حضرت یعقوب هغه وپېژندله او ویې فرمایل:
34نو حضرت یعقوب له خفګانه خپل کالي وشکول. د ویر کالي یې واغوستل او ډېرې ورځې د خپل زوی دپاره غمجن ؤ.
35د هغه ټول زامن او لورګانې راغلې چې هغه ته تسلي ورکړي، مګر هغه دا تسلي ونه منله او ویې فرمایل: نو پلار یې د هغه دپاره وژړل.
36په هغه وخت کې سوداګرانو حضرت یوسف په مصر کې په فوطیفار باندې چې د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ګارډ قوماندان ؤ خرڅ کړ.