Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1دا د عیسو اولاده ده (عیسو د ادوم په نوم هم یادېده.)
2عیسو د کنعاني ښځو سره ودونه وکړل: عاده د حیتي ایلون لور، اهولیبامه چې د عنا لور او د حوي صبعون لمسۍ وه
3او بسمه چې د حضرت اسماعیل لور او د نبایوت خور وه.
4عاده الیفاز او بسمې رعوئیل وزېږاوه.
5اهولیبامه یعوش، یعلام او قورح وزېږول. دا د عیسو زامن وو چې په کنعان کې زېږېدلي وو.
6عیسو خپلې ښځې، زامن، لورګانې او د خپلې کورنۍ ټول خلک او همدارنګه خپلې ټولې رمې او پادې او خپله ټوله شتمني چې په کنعان کې یې لاس ته راوړي وو واخیستل او د خپل ورور حضرت یعقوب څخه لږ څه لېرې یې بلې سیمې ته کډه وکړه.
7هغه لاړ ځکه هغه ځمکه چې حضرت یعقوب او هغه په کې اوسېدل دومره پراخه نه وه چې دواړه سره یوځای واوسیږي، په دې خاطر چې هغوی زیاتې رمې او پادې درلودلې.
8نو عیسو د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسېده.
9دا د ادوم په غرنۍ سیمه کې د ادومیانو د نیکه عیسو اولاده ده.
10د عیسو د زامنو نومونه دا دي: الیفاز د عیسو د ښځې عاده زوی او رعوئیل د عیسو د ښځې بسمې زوی.
11د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، جعتام او قناز.
12تمناع د عیسو د زوی الیفاز وینځه وه او د هغې څخه د هغه زوی عمالیق پیدا شو. دا د عیسو د ښځې عادې لمسیان وو.
13د رعوئیل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.
14اهولیبامه د عنا لور او د صبعون لمسۍ وه چې د هغې څخه د عیسو زامن یعوش، یعلام او قورح پیدا شول.
15د عیسو په اولادې کې دغه قبیلوي مشران وو: د عیسو د مشر زوی الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، قناز،
16قورح، جعتام او عمالیق. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د الیفاز د اولادې څخه دي او دوی د عادې لمسیان وو.
17د عیسو د زوی رعوئیل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د رعوئیل د اولادې څخه دي. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.
18د عیسو د ښځې اهولیبامه زامن: یعوش، یعلام او قورح. دا هغه قبیلوي مشران وو چې د عنا د لور یعنې د عیسو د ښځې اهولیبامه د اولادې څخه دي.
19دا ټولې قبیلې د عیسو د اولادې څخه وې.
20دا د سعیر حوري زامن وو چې په هغې سیمه کې اوسېدل: لوطان، شوبال، صبعون، عنا،
21دیشون، ایصر او دیشان. دا په ادوم کې د سعیر زامن او د حوریانو مشران وو.
22د لوطان زامن: حوري او هومام. (تمناع د لوطان خور وه.)
23د شوبال زامن: علوان، مناحت، عیبال، شفو او اونام.
24د صبعون زامن: ایه او عنا. (دا هماغه عنا دی، کله چې هغه د خپل پلار صبعون خره څرول، نو په دښته کې یې د تودو اوبو چینې وموندلې.)
25د عنا اولادونه: دیشون او اهولیبامه د عنا لور.
26د دیشون زامن: حمدان، اشبان، یتران او کران.
27د ایصر زامن: بلهان، زعوان او عقان.
28د دیشان زامن: عوص او اران.
29دا د حوریانو مشران وو: لوطان، شوبال، صبعون، عنا،
30دیشون، ایصر او دیشان. دا د حوریانو قبیلې وې چې د ادوم په خاوره کې اوسېدلې.
31-
39له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پادشاهي نه وه کړې چې دغو پادشاهانو د ادوم په هېواد باندې پادشاهي وکړه:بالع د بعور زوی چې د دینهابه څخه ؤ.یوڅپرکی د زارح زوی چې د بصرې څخه ؤ.حوشام چې د تیمان د هېواد څخه ؤ.حداد د بداد زوی چې د عویت څخه ؤ (هغه مدیانیانو ته د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه.)سمله چې د مسریقه څخه ؤ.شائول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی.بعل حانان چې د عکبور زوی ؤ.حداد چې د فاعو څخه ؤ. (د هغه د ښځې نوم مهیطبئیل ؤ چې د مطرد لور وه او د ميذهب لمسۍ وه.)
40-
43دا د هغو قبیلوي مشرانو نومونه دي چې د عیسو د اولادې څخه دي: تمناع، علوه، یتیت، اهولیبامه، ایله، فینون، قناز، تیمان، مبصار، مجدیئیل او عیرام. هغه سیمه چې دا هره قبیله په کې اوسېدله، د هماغې قبیلې په نوم یادېدله.