Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل:
2نو حضرت یعقوب خپلې کورنۍ او هغو ټولو خلکو ته چې د هغه سره وو وفرمایل:
3راځئ چې بیت ئیل ته لاړ شو او هلته د هغه خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړو چې زما سره یې د سختۍ په وخت کې مرسته کړې وه او هرچېرته چې زه تللی یم زما سره مل ؤ.>
4نو هغوی ټول بتان او همدارنګه هغه غوږوالۍ چې د هغوی په غوږونو کې وې حضرت یعقوب ته ورکړې او حضرت یعقوب هغه په شکیم کې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.
5هغوی روان شول او په شاوخوا ښارونو باندې د خدای پاک وېره راغله. نو ځکه هیچا هغوی تعقیب نه کړل.
6حضرت یعقوب د خپلو ټولو خلکو سره لوز ته چې بیت ئیل دی او د کنعان په خاوره کې دی راغی.
7هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه ځای یې د بیت ئیل د خدای په نوم یاد کړ، ځکه په هغه ځای کې چې کله حضرت یعقوب د خپل ورور عیسو څخه تښتېده، خدای پاک خپل ځان هغه ته ښکاره کړی ؤ.
8د ربکا دایي دبوره مړه شوه او د بیت ئیل څخه ښکته د څېړۍ د ونې لاندې یې ښخه کړه. نو هغه د ژړا د څېړۍ د ونې په نوم یاده شوه.
9کله چې حضرت یعقوب د بین النهرین څخه بېرته راستون شو، نو خدای پاک یو ځل بیا هغه ته ښکاره شو او برکت یې ورته ورکړ.
10خدای پاک هغه ته وفرمایل: نو د هغه نوم یې اسراییل کېښود.
11خدای پاک هغه ته وفرمایل:
12هغه ځمکه چې ابراهیم او اسحاق ته مې ورکړې ده تاته او ستا څخه وروسته به یې ستا اولادې ته ورکړم.>
13نو خدای پاک له هغه ځای څخه چې د هغه سره یې خبرې وکړې پورته وخوت.
14حضرت یعقوب په هغه ځای کې چې خدای پاک ورسره خبرې کړې وې یوه یادګاري تیږه ودروله او په هغې باندې یې د څښلو نذرانه او د زیتون تېل واچول.
15حضرت یعقوب د هغه ځای نوم چې هلته خدای پاک ورسره خبرې کړې وې، بیت ئیل کېښود.
16نو بیا هغوی د بیت ئیل څخه کډه وکړه. افراتې ته یو څه فاصله پاتې وه چې د راحیل د ماشوم د زېږولو وخت راورسېد او د هغې تکلیف زیات شو.
17څرنګه چې د ماشوم د زېږولو په وخت کې هغه په ډېر سخت تکلیف کې وه، نو د هغې دایي ورته وویل:
18مګر هغه د مړینې په حال کې وه او د ساه ورکولو په وخت کې یې د هغه نوم بن اوني وباله.
19نو راحیل مړه شوه او هغه یې د افراتې لارې ته نژدې چې اوس د بیت لحم په نوم یادیږي ښخه کړه.
20حضرت یعقوب د هغې په قبر باندې یادګاري تیږه ودروله او تر نن ورځې پورې هغه د راحیل د قبر نښه ده.
21نو حضرت یعقوب بیا کډه وکړه او د عیدر د برج بلې خواته یې خپلې خېمې ودرولې.
22هغه وخت چې حضرت یعقوب په هغې سیمه کې اوسېده، روبین لاړ او د خپل پلار د وینځې بلهې سره یې زنا وکړه او حضرت یعقوب د دې څخه خبر شو.حضرت یعقوب دولس زامن درلودل.
23د لیه زامن: روبین د حضرت یعقوب مشر زوی، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار او زبولون.
24د راحیل زامن: حضرت یوسف او بنیامین.
25د راحیل د وینځې بلهه زامن: دان او نفتالي.
26د لیه د وینځې زلفه زامن: جاد او اشیر. دا د حضرت یعقوب زامن وو چې په بین النهرین کې زېږېدلي وو.
27حضرت یعقوب خپل پلار حضرت اسحاق ته چې قریه اربع (حبرون) ته نژدې په ممري کې ؤ یعنې هغه ځای ته چې حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق په کې اوسېدل راغی.
28حضرت اسحاق یوسلو اتیا کاله ژوند وکړ.
29هغه په پاخه عمر کې وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. د هغه زامنو عیسو او حضرت یعقوب هغه ښخ کړ.