Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1یوه ورځ د حضرت یعقوب او لیه لور دینه د ځینو کنعاني ښځو د لیدلو دپاره لاړه.
2حوي حمور د هغې سیمې مشر ؤ. د هغه زوی شکیم دینه ولیدله، هغه یې راونیوله او بې عزته یې کړه.
3د هغه زړه د حضرت یعقوب لور دینه یووړ او په هغې باندې مین شو. هغه هڅه کوله چې د هغې زړه لاس ته راوړي.
4شکیم خپل پلار حمور ته وویل:
5حضرت یعقوب خبر شو چې د هغه لور دینه بې عزته شوې ده. مګر څرنګه چې د هغه زامن د خپلو پادو سره په صحرا کې وو، نو د هغوی تر راتللو پورې یې هیڅ ونه کړل.
6د شکیم پلار حمور راغی چې د حضرت یعقوب سره خبرې وکړي.
7د حضرت یعقوب زامن له صحرا څخه راغلل او څنګه چې هغوی واورېدل چې څه پېښه شوې ده نو ډېر خواشیني او سخت په قهر شول ځکه چې شکیم داسې کار کړی ؤ چې د کولو نه ؤ. هغه د حضرت یعقوب د لور په بې عزته کولو سره د اسراییلو د قوم سپکاوی کړی ؤ.
8حمور هغه ته وویل:
9زمونږ سره خپلوي وکړئ. خپلې لورګانې مونږ ته راکړئ او زمونږ لورګانې خپلو ځانونو ته وکړئ.
10تاسو کولی شئ چې دلته په دې وطن کې زمونږ سره واوسېږئ او په هرځای کې چې وغواړئ هلته اوسېدلی شئ. ازاد کاروبار په کې وکړئ او د جایداد خاوندان شئ.>
11بیا شکیم د دینه پلار او ورونو ته وویل:
12ماته ووایئ چې کوم سوغاتونه تاسو غواړئ او هرڅومره زیات مهر چې غواړئ هم هغه شان یې وټاکئ او تاسو چې هرڅه زما څخه وغواړئ زه به یې درکړم. یوازې دا اجازه راکړئ چې د هغې سره واده وکړم.>
13د حضرت یعقوب زامنو د شکیم او د هغه د پلار حمور په ځواب کې په مکر سره خبرې وکړې، ځکه چې د هغوی خور دینه یې بې عزته کړې وه.
14هغوی ته یې وویل:
15مونږ په یو شرط ستاسو سره جوړه کوو چې ستاسو ټول نارینه دې زمونږ په شان سنت شي.
16هغه وخت به خپلې لورګانې تاسو ته درکړو او ستاسو لورګانې به خپلو ځانونو ته وکړو او ستاسو سره به یوځای واوسېږو او یو قوم به شو.
17مګر که چېرې زمونږ خبره قبوله نه کړئ او سنت نه شئ، مونږ به خپله خور واخلو او لاړ به شو.>
18دا شرط حمور او د هغه زوی شکیم ته مناسب ښکاره شو.
19هغه ځوان د دې کار په سرته رسولو کې ځنډ ونه کړ ځکه چې هغه د حضرت یعقوب په لور باندې مین ؤ. هغه د خپل پلار په کورنۍ کې ترټولو عزتمن سړی ؤ.
20حمور او د هغه زوی شکیم د ښار دروازې ته چې د غونډې ځای ؤ لاړل او د ښار د خلکو سره یې خبرې وکړې.
21هغوی وویل:
22نو هغوی زمونږ سره یوازې په دې شرط جوړه کوي چې زمونږ سره واوسیږي او راسره یو قوم شي، چې زمونږ ټول نارینه د دوی په شان سنت شي.
23آیا د هغوی ټولې رمې او پادې او شتمني او د هغوی نور شیان به زمونږ نه شي؟ نو راځئ چې د دوی سره موافقه وکړو چې زمونږ سره واوسیږي.>
24ټولو ښاریانو د حمور او د هغه د زوی شکیم وړاندیز قبول کړ او د ښار ټول نارینه سنت شول.
25په دریمه ورځ چې ټول خلک لا د سنت کېدلو له امله په درد کې وو، د حضرت یعقوب دوه زامنو یعنې د دینه ورونو شمعون او لاوي خپلې تورې واخیستلې او بې له دې چې څوک ورباندې پوه شي ښار ته ننوتل او ټول نارینه یې ووژل،
26چې په هغو کې حمور او د هغه زوی شکیم هم شامل وو. هغوی دینه د شکیم د کور څخه واخیستله او لاړل.
27د حضرت یعقوب نور زامن په مړو باندې راوختل او ښار یې لوټ کړ، ځکه چې د هغوی خور هلته بې عزته شوې وه.
28د هغوی رمې، پادې او خره او هرڅه چې په ښار او پټیو کې وو، هغه یې واخیستل.
29د هغوی ټوله شتمني یې واخیستله او اولادونه او ښځې یې اسیران کړل او هرڅه چې په کورونو کې وو هغه یې لوټ کړل.
30حضرت یعقوب شمعون او لاوي ته وفرمایل:
31مګر هغوی ځواب ورکړ: