Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1حضرت یعقوب ولیدل چې عیسو د خپلو څلورسوه نفرو سره راروان دی. نو هغه خپل اولادونه په راحیل او لیه او دوه وینځو باندې تقسیم کړل.
2وینځې او د هغوی اولادونه یې مخکې کړل. لیه او د هغې اولادونه یې ورپسې کړل او راحیل او حضرت یوسف یې شاته کړل.
3په خپله حضرت یعقوب د هغوی څخه مخکې روان ؤ. څنګه چې خپل ورور ته ورنژدې شو، اووه ځله یې ورته سجده وکړه.
4مګر عیسو په منډه د حضرت یعقوب هرکلي ته راغی او هغه یې په غېږ کې ونیوه. خپل لاسونه یې د هغه د غاړې څخه راتاو کړل او ښکل یې کړ او دواړو وژړل.
5بیا عیسو شاوخوا وکتل او ښځې او ماشومان یې ولیدل. هغه پوښتنه وکړه: حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
6بیا وینځې د خپلو اولادونو سره راغلې او د احترام په خاطر یې خپل سرونه ټیټ کړل.
7بیا لیه او د هغې اولادونه راغلل او د ټولو څخه وروسته حضرت یوسف او راحیل راغلل او ټولو خپل سرونه د احترام په خاطر ټیټ کړل.
8عیسو پوښتنه وکړه: حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
9مګر عیسو وویل:
10حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
11نو د مهربانۍ له مخې دا سوغاتونه چې ستا دپاره مې راوړي دي قبول کړه، ځکه چې خدای پاک په ما باندې فضل کړی دی او هرڅه ته چې زه اړتیا لرم هغه ټول یې ماته راکړي دي.> حضرت یعقوب دومره ټینګار وکړ تر هغې چې عیسو هغه قبول کړل.
12عیسو وویل:
13مګر حضرت یعقوب هغه ته وفرمایل:
14نو زما بادار دې زما څخه مخکې لاړ شي او زه به ورو، ورو د اولادونو او حیواناتو په قدم درځم ترڅو د خپل بادار سره په ادوم کې یوځای شم.>
15عیسو وویل: حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
16په هماغه ورځ عیسو په خپله لاره روان شو او بېرته ادوم ته ستون شو.
17مګر حضرت یعقوب سوکوت ته لاړ او هلته یې د خپل ځان دپاره کور جوړ کړ او د خپلو حیواناتو دپاره یې څپرې جوړې کړې. نو ځکه هغه ځای د سوکوت په نوم یاد کړای شو.
18نو حضرت یعقوب د بین النهرین څخه په سلامتۍ سره د شکیم ښار ته چې په کنعان کې دی راغی او ښار ته نژدې یې په یو ځای کې خېمې ودرولې.
19هغه ځمکه چې په هغې کې یې خېمې ودرولې وې، هغه یې د شکیم د پلار حمور د اولادونو څخه د سپینو زرو په سلو سکو واخیستله.
20هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه یې د ایل الوهي اسراییل په نوم یاد کړ.