Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1حضرت یعقوب هم په خپله مخه لاړ او د خدای پاک فرښتې ورسره مخامخ شوې.
2کله چې حضرت یعقوب هغوی ولیدلې ویې فرمایل: نو د هغه ځای نوم یې محنایم کېښود.
3حضرت یعقوب د ځان څخه مخکې خپل ورور عیسو ته د ادوم خاورې ته استازي ولېږل.
4هغوی ته یې وفرمایل:
5زه د پادو، خرو، پسونو، وزو، غلامانو او وینځو خاوند شوی یم. اوس مې خپل بادار ته دغه پیغام ولېږه چې په ما باندې مهرباني وکړې.>
6کله چې استازي بېرته حضرت یعقوب ته راستانه شول، هغوی وویل:
7نو حضرت یعقوب ډېر ووېرېد او پرېشانه شو. هغه خپل خلک او رمې، پادې او اوښان په دوه ډلو باندې ووېشل.
8هغه فکر وکړ:
9بیا حضرت یعقوب دعا وکړه:
10زه د هغو ټولو مهربانیو او وفاداریو وړ نه یم چې د خپل غلام سره دې کړي دي. کله چې زه د اردن د سیند څخه تېرېدم، نو زما سره یوازې یوه امسا وه. او اوس زه د دوو لویو ډلو خاوند یم.
11اوس تاته سوال کوم چې ما د خپل ورور عیسو له لاسه وژغوره، ځکه زه وېرېږم چې هغه به راشي او په مونږ به حمله وکړي او مونږ به له ښځو او ماشومانو سره له منځه یوسي.
12بلکه هغه وعده رایاده کړه چې تا زما سره کړې وه چې ما سره به ښه کوې او زما اولاده به د دریاب د شګو په شان داسې زیاتوې چې ونه شمېرل شي.>
13هغه هلته شپه تېره کړه او هرڅه چې یې درلودل د هغو څخه یې د خپل ورور عیسو دپاره سوغات انتخاب کړ:
14دوه سوه وزې او شل وزان، دوه سوه مېږې او شل پسونه،
15دېرش اوښې د هغو د بچیو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوایان، شل خرې او لس خره.
16هغوی یې په دوه ډلو ووېشل او خپلو غلامانو ته یې وسپارل او هغوی ته یې وفرمایل:
17حضرت یعقوب هغه غلام ته چې مخکې روان ؤ، حکم وکړ:
18باید ووایې: دا ستا د غلام یعقوب دي او هغه یې د سوغات په توګه خپل بادار عیسو دپاره لېږلي دي او په خپله یعقوب هم زمونږ پسې راروان دی.>
19همدارنګه هغه دوهم، دریم او ټولو پادوانانو ته امر وکړ:
20خامخا ووایئ چې ستا غلام یعقوب زمونږ پسې راروان دی.> ځکه هغه فکر کاوه چې د دې سوغاتونو په وسیله به چې مخکې مې لېږلي دي د هغه قهر سوړ کړم او چې کله د هغه سره مخامخ شم کېدای شي چې هغه ما وبخښي.
21نو د حضرت یعقوب سوغاتونه له هغه څخه مخکې لاړل خو هغه شپه په کمپ کې تېره کړه.
22په هماغه شپه حضرت یعقوب پاڅېد او خپلې دوه ښځې، دوه وینځې او خپل یوولس زامن یې واخیستل او د یبوق د سیند په ګودر باندې پورې وتل.
23وروسته له دې چې هغوی یې د سیند څخه پورې ویستل، هغه خپل مال او شتمني هم ولېږله.
24نو حضرت یعقوب یوازې پاتې شو او یو نفر راغی او د هغه سره یې د سهار تر رڼایۍ پورې غېږه ونیوله.
25نو کله چې هغه نفر ولیدل چې په حضرت یعقوب باندې بری نه شي موندلی، نو د حضرت یعقوب په ورون باندې یې ګوزار وکړ او د هغه ورون له بنده وخوت.
26نو بیا هغه سړي وویل: لیکن حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
27هغه نفر د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
28هغه نفر وویل:
29حضرت یعقوب وفرمایل: مګر هغه ځواب ورکړ: نو په هغه ځای کې یې حضرت یعقوب ته برکت ورکړ.
30نو حضرت یعقوب وفرمایل: نو حضرت یعقوب هغه ځای د فنیئیل په نوم یاد کړ.
31د لمرخاته په وخت کې هغه د فنیئیل څخه تېر شو او د خپل ورانه په سبب یې ګوډ، ګوډ تګ کاوه.
32په همدې خاطر اسراییلیان تر نن ورځې پورې هغه پله چې د ورون د بنده پورې نښتې ده نه خوري، ځکه چې د حضرت یعقوب د ورانه همدې برخې ګوزار خوړلی ؤ.