Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
55 verses
1حضرت یعقوب واورېدل چې د لابان زامنو ویلي دي چې
2هغه ولیدل چې د لابان رویه د هغه سره د پخوا په شان دوستانه نه ده.
3بیا خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل:
4نو حضرت یعقوب راحیل او لیې ته خبر ولېږه چې صحرا ته یعنې هغه ځای ته راشي چې د هغه رمې په کې وې.
5حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل:
6تاسې دواړه پوهېږئ چې ما په خپل ټول قوت سره ستاسو د پلار خدمت کړی دی.
7سره له دې چې ستاسو پلار زما سره ټګي کړې ده او لس ځله یې زما مزدوري بدله کړه، مګر خدای پاک هغه پرېنښود چې ماته زیان راورسوي.
8کله چې به لابان وویل: خالداره دې ستا مزدوري وي، نو ټولو رمو به خالداره بچي زېږول. او چې کله به یې وویل: خطداره دې ستا وي، نو ټولو رمو به خطداره بچي زېږول.
9نو خدای پاک ستاسو د پلار څخه رمې واخیستلې او ماته یې راکړې.
10د بچیو د زېږولو په موسم کې ما یو ځلې خوب ولیده. سترګې مې پورته کړې او ومې لیدل هغه وزان چې د وزو سره جوړه کېدل خطداره او خالداره وو.
11د خدای پاک فرښتې په خوب کې راته وفرمایل: ای یعقوبه! ما ځواب ورکړ: زه حاضر یم.
12هغه وفرمایل: سترګې پورته کړه او وګوره. هغه ټول وزان چې د وزو سره جوړه کیږي ټول خالداره او خطداره دي، ځکه هرڅه چې لابان تا سره کړي دي هغه مې لیدلي دي.
13زه هماغه خدای یم چې په بیت ئیل کې تاته درښکاره شوم. په هغه ځای کې چې تا په هغې تیږې باندې د زیتون تېل واچول او زما دپاره دې نذر ورکړ. نو اوس دا خاوره پرېږده او هغه وطن ته لاړ شه چې ته په کې پیدا شوی یې.>
14راحیل او لیه حضرت یعقوب ته په ځواب کې وویل:
15هغه زمونږ سره د پردیو په شان رویه کوي. هغه مونږ خرڅې کړې یو او هغه پیسې چې زمونږ دپاره هغه ته ورکړل شوې وې ټولې یې خوړلې دي.
16هغه ټول دولت چې خدای پاک زمونږ د پلار څخه اخیستی دی هغه زمونږ او زمونږ د اولادونو دی. نو هرڅه چې خدای پاک درته فرمایلي دي هماغسې وکړه.>
17نو حضرت یعقوب خپل اولادونه او خپلې ښځې په اوښانو باندې سپرې کړې.
18هغه خپل ټول حیوانات مخکې کړل او هغه څه چې په بین النهرین کې یې ګټلي وو ټول واخیستل ترڅو خپل پلار حضرت اسحاق ته چې په کنعان کې ؤ لاړ شي.
19په هغه وخت کې چې لابان د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تللی ؤ، راحیل د خپل پلار د کورنۍ بتان غلا کړل.
20حضرت یعقوب لابان وغولاوه ځکه چې هغه یې په دې باندې خبر نه کړ چې دی د تللو نیت لري.
21هرڅه چې هغه درلودل هغه یې واخیستل او وتښتېده. هغوی د فرات د سیند څخه تېر شول او د جلعاد د غرنۍ سیمې په لور روان شول.
22په دریمه ورځ لابان ته خبر ورسېد چې حضرت یعقوب تښتېدلی دی.
23هغه خپل خپلوان د ځان سره واخیستل او اووه ورځې یې په هغه پسې لاره ووهله او د جلعاد په غرنۍ سیمه کې هغه ته ورورسېد.
24مګر خدای پاک د شپې په خوب کې لابان ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل:
25حضرت یعقوب د جلعاد په غرنۍ سیمه کې خپلې خېمې ودرولې وې چې لابان ورورسېد او لابان هم د خپلو خپلوانو سره په هغه ځای کې خېمې ودرولې.
26لابان حضرت یعقوب ته وویل:
27ولې دې زه وغولولم او په پټه وتښتېدلې؟ ولې دې زه خبر نه کړم چې تاسو مې په خوشالۍ او په سندرو او د چمبو او رڅپرکی په ساز سره رخصت کړي وای.
28زه دې پرېنښودم چې خپل لمسیان او لورګانې ښکل کړم او خدای پاماني ورسره وکړم. بې عقله کار دې وکړ.
29زه دا توان لرم چې زیان درورسوم، مګر ستا د پلار خدای تېره شپه ماته وویل چې پام کوه چې حضرت یعقوب ته هیڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد.
30اوس ته روان یې ځکه چې تا دا ارمان درلود چې بېرته د خپل پلار کور ته لاړ شې، نو زما بتان دې ولې غلا کړي دي؟>
31حضرت یعقوب لابان ته په ځواب کې وفرمایل:
32خو که د هرچا سره دې خپل بتان پیدا کړل، هغه دې ووژل شي. زمونږ د خپلوانو په مخکې وګوره. که چېرې ستا کوم شی زمونږ سره وي، خپل ځان ته یې واخله.> مګر حضرت یعقوب په دې باندې نه پوهېده چې راحیل هغه بتان غلا کړي وو.
33نو لابان د حضرت یعقوب خېمې ته ننوت او هغه یې ولټوله. بیا د لیه خېمې ته او د دواړو وینځو خېمو ته ننوت او هیڅ یې پیدا نه کړل. بیا هغه د راحیل خېمې ته ننوت.
34راحیل بتان د اوښ د زین لاندې ایښي وو او ورباندې ناسته وه. لابان ټوله خېمه ولټوله، هیڅ یې ونه موندل.
35راحیل خپل پلار ته وویل: لابان خېمه ولټوله خو بتان یې پیدا نه کړل.
36حضرت یعقوب په قهر شو او د لابان سره یې شخړه وکړه او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
37اوس چې تا زما ټول سامان ولټاوه که د خپل کور سامان دې موندلی وي، دلته یې زما د خپلوانو او ستا د خپلوانو په مخ کې کېږده او پرېږده چې هغوی دا پرېکړه وکړي چې زمونږ دواړو څخه کوم یو په حقه دی.
38شل کاله کیږي چې زه ستا سره وم. ستا مېږو او وزو بچي زیان نه کړل او ستا د رمو څخه مې یو پسه هم نه دی خوړلی.
39هغه حیوانات چې وحشي ځناورو به داړلي وو، هغه مې تاته نه دي راوړي. د هغوی تاوان مې په خپله ګاللی دی او هغه چې د ورځې یا به د شپې غلا شوي وو، د هغو بیه به دې زما څخه غوښتله.
40دا زما حال ؤ چې د ورځې په ګرمۍ او د شپې په یخنۍ کې به ځورېدلم او خوب مې نه شو کولی.
41په دې ډول زه شل کاله ستا په کور کې وم. څوارلس کاله مې ستا د لورګانو په خاطر ستا خدمت وکړ او شپږ کاله مې ستا د رمو دپاره. لس ځلې دې زما مزدوري بدله کړه.
42که چېرې زما د نیکونو خدای، د حضرت ابراهیم او د حضرت اسحاق خدای زما سره مل نه وای، نو زه به دې په یقین سره تش لاس لېږلی وای. خو خدای پاک زما سختۍ او د لاسونو خواري ولیدله او تېره شپه یې ملامته کړې.>
43لابان حضرت یعقوب ته ځواب ورکړ:
44زه تیار یم چې ستا سره یو تړون وکړم. راځئ چې د تیږو یوه ډېرۍ جوړه کړو چې مونږ ته به زمونږ تړون رایادوي.>
45نو حضرت یعقوب تیږه راواخیستله او هغه یې د یادګار په توګه ودروله.
46هغه خپلو خپلوانو ته وفرمایل چې تیږې راټولې کړي. نو هغوی تیږې راواخیستې او ډېرۍ یې کړې. بیا حضرت یعقوب او لابان د هغې ډېرۍ په څنګ کې سره ډوډۍ وخوړله.
47لابان په هغه باندې یجر سهدوتا نوم کېښود. مګر حضرت یعقوب هغه د جلعید په نوم یاد کړ.
48لابان وویل: په دې خاطر هغه د جلعید په نوم یاده شوه.
49همدارنګه هغه د مصفه په نوم هم یاده شوه ځکه چې لابان وویل:
50که ته زما د لورګانو سره بده رویه وکړې او یا نورې ښځې وکړې، حتیٰ که زه له دې څخه خبر هم نه شم یاد ساته چې خدای پاک زما او ستا ترمنځ شاهد دی.>
51همدارنګه لابان حضرت یعقوب ته وویل:
52دا ډېرۍ او دا تیږه دواړه زمونږ دپاره د یادګار په توګه دي. زه به د دې ډېرۍ څخه ستا خواته نه درتېرېږم چې حمله درباندې وکړم او ته به د دې ډېرۍ او د دې تیږې څخه نه راتېرېږې چې حمله راباندې وکړې.
53د حضرت ابراهیم او د ناحور خدای به زمونږ ترمنځ قضاوت کوي.> بیا حضرت یعقوب د هغه خدای په نوم چې د هغه پلار حضرت اسحاق ورته عبادت کاوه، سخت قسم وخوړ چې په دې وعدې باندې به ودریږي.
54حضرت یعقوب هلته په هغې غرنۍ سیمه کې قرباني وکړه او خپل خپلوان یې ډوډۍ خوړلو ته راوبلل. د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته هغوی هلته شپه تېره کړه.
55لابان سهار وختي پاڅېد، خپل لمسیان او لورګانې یې ښکل کړل، خدای پاماني یې ورسره وکړه او بېرته خپل کور ته روان شو.