Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1کله چې راحیل ولیدل چې د دې څخه د حضرت یعقوب هیڅ اولاد پیدا نه شو، نو په خپلې خور باندې یې بخیلي وکړه او حضرت یعقوب ته یې وویل:
2حضرت یعقوب په راحیل باندې په قهر شو او ویې فرمایل:
3نو هغې وویل:
4نو خپله وینځه بلهه یې ورکړه چې د هغه ښځه شي او حضرت یعقوب د هغې سره یوځای شو.
5بلهه امیدواره شوه او حضرت یعقوب ته یې زوی وزېږاوه.
6نو راحیل وویل: په دې خاطر یې په هغه باندې دان نوم کېښود.
7بلهه د راحیل وینځه بیا امیدواره شوه او د هغې څخه د حضرت یعقوب دوهم زوی پیدا شو.
8راحیل وویل: ، نو ځکه یې په هغه باندې نفتالي نوم کېښود.
9کله چې لیه پوه شوه چې د اولاد راوړلو څخه ولوېدله، خپله وینځه زلفه یې حضرت یعقوب ته ورکړه چې د هغه ښځه شي.
10د لیه د وینځې زلفې څخه د حضرت یعقوب زوی پیدا شو.
11لیه وویل: ، نو ځکه یې په هغه باندې جاد نوم کېښود.
12د لیه د وینځې زلفې څخه د حضرت یعقوب بل زوی پیدا شو.
13لیه وویل: په هغه باندې یې اشیر نوم کېښود.
14د غنمو د لو کولو په وخت کې روبین پټیو ته لاړ او مڼه غونې یې وموندلې. هغه یې خپلې مور لیه ته راوړلې. راحیل لیه ته وویل:
15مګر لیه هغې ته ځواب ورکړ: راحیل وویل:
16نو کله چې ماښام حضرت یعقوب د پټیو څخه راغی، لیه د هغه مخې ته ورووتله. هغه ته یې وویل: نو حضرت یعقوب په هغه شپه له لیه سره څملاست.
17خدای پاک د لیه دعا قبوله کړه او هغه امیدواره شوه او د هغې څخه د حضرت یعقوب پنځم زوی پیدا شو.
18لیه وویل: نو په هغه باندې یې یساکار نوم کېښود.
19لیه بیا امیدواره شوه او حضرت یعقوب ته یې شپږم زوی وزېږاوه.
20هغې وویل: نو په هغه باندې یې زبولون نوم کېښود.
21وروسته له هغه یې لور پیدا شوه او په هغې یې دینه نوم کېښود.
22بیا خدای پاک راحیل رایاده کړه، د هغې دعا یې قبوله کړه او هغې ته یې اولاد ورکړ.
23هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. هغې وویل:
24نو په هغه باندې یې یوسف نوم کېښود او ویې ویل:
25وروسته له هغې چې راحیل حضرت یوسف وزېږاوه، حضرت یعقوب لابان ته وفرمایل:
26زما ښځې او زما اولادونه چې د هغوی دپاره مې ستا خدمت کړی دی ماته راکړه چې لاړ شم، ځکه ته پوهېږې چې څومره کار مې درته کړی دی.>
27مګر لابان هغه ته وویل:
28خپله مزدوري دې ووایه، زه به یې درکړم.>
29حضرت یعقوب هغه ته وفرمایل:
30زما د راتلو څخه مخکې تا لږ څه درلودل، خو کوم کارونه چې ما ستا دپاره کړي دي څښتن په هغو کې برکت اچولی دی او ستا شتمني ډېره زیاته شوې ده. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپلې کورنۍ دپاره یو څه وکړم.>
31لابان پوښتنه وکړه: حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
32اجازه راکړه چې نن ستا د ټولو رمو په منځ کې وګرځم او د مېږو څخه هره یوه خالداره مېږه او هر توربخن وری او د وزو څخه هره خالداره وزه جدا کړم، نو دا به زما مزدوري وي.
33کله چې راشې او هغه مزدوري چې ماته یې راکوې وګورې نو په اسانۍ سره به درته معلومه شي چې زه صادق یم. که چېرې زما سره کومه وزه چې خالداره نه وي یا یو وری چې توربخن نه وي، نو ته به پوه شې چې هغه غلا شوی دی.>
34لابان وویل:
35په هماغه ورځ لابان ټول خطداره او خالداره وزان او ټولې برګې او خالداره وزې یا هغه وزې چې سپین رنګ یې درلود او ټول توربخن وري بېل کړل او هغه یې خپلو زامنو ته وسپارل.
36بیا لابان د خپلې رمې سره د حضرت یعقوب څخه د درې ورځو په فاصله لېرې لاړ او حضرت یعقوب د لابان پاتې رمې ساتلې.
37حضرت یعقوب د چنار، بادام او سپېدار شنې څانګې راواخیستلې او د هغوی څخه یې پوستکي لېرې کړل او سپینې سپینې لیکې په کې راښکاره شوې.
38نو هغه دا سپینې شوې څانګې د رمو په مخامخ د هغوی د اوبو په اخورونو کې کېښودلې، ځکه چې کله به رمې د اوبو څښلو دپاره راتللې نو یو د بل سره به جوړه کېدلې.
39او د څانګو په مخ کې به یو د بله سره یوځای کېدلې او خطداره یا برګ او خالداره بچي به یې زېږول.
40حضرت یعقوب پسونه او مېږې د وزو څخه جدا کړل او د هغو مخونه یې د لابان د رمو خطدارو او توربخنو حیواناتو خواته کړل. نو په دې ډول هغه د خپلو رمو خاوند شو او هغه یې د لابان د رمو څخه جدا کړلې.
41نو کله به چې قوي ښځینه حیوانات د نرو حیواناتو سره یوځای کېدل نو حضرت یعقوب به د اوبو په اخورونو کې د حیواناتو مخې ته هغه څانګې ایښودلې چې د څانګو په منځ کې یو د بله سره یوځای شي.
42خو که حیوانات به کمزوري وو نو څانګې به یې هلته نه ایښودلې. نو کمزورې به د لابان او قوي به د حضرت یعقوب شول.
43په دې ډول حضرت یعقوب ډېر شتمن شو او د ډېرو رمو، وینځو، غلامانو، اوښانو او خرو خاوند شو.