Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1نو حضرت یعقوب خپل سفر ته دوام ورکړ او د مشرق د خلکو خاورې ته راغی.
2هغه په صحرا کې یو کوهی ولید چې د پسونو درې رمې یې په څنګ کې پنډې وې. له دې کوهي څخه به رمو اوبه څښلې او د کوهي خولې ته یوه لویه تیږه ایښې وه.
3څه وخت چې به ټولې رمې هلته راغونډې شوې نو شپانو به دغه تیږه د کوهي د خولې څخه لېرې کوله او رمو ته به یې اوبه ورکولې. بیا به یې تیږه بېرته د کوهي خولې ته ایښودله.
4حضرت یعقوب د شپانو څخه پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
5هغه پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
6هغه پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
7حضرت یعقوب وفرمایل:
8هغوی وویل:
9حضرت یعقوب لا د هغوی سره خبرې کولې چې راحیل د رمې سره راغله ځکه چې هغه شپونکۍ وه.
10کله چې حضرت یعقوب راحیل ولیدله چې د هغه د ماما لابان رمه ورسره وه، هغه کوهي ته ورغی او تیږه یې د کوهي د خولې څخه لېرې کړه او د لابان پسونو ته یې اوبه ورکړې.
11بیا حضرت یعقوب راحیل ښکل کړه او په لوړ اواز سره یې وژړل.
12حضرت یعقوب راحیل ته وفرمایل: هغه په منډه لاړه او خپل پلار یې خبر کړ.
13څنګه چې لابان د خپل خوریي حضرت یعقوب خبر واورېد نو په منډه د هغه لیدلو ته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ او خپل کور ته یې راوست. بیا هرڅه چې پېښ شوي وو حضرت یعقوب لابان ته بیان کړل.
14لابان هغه ته وویل: حضرت یعقوب پوره یوه میاشت د هغه سره پاتې شو.
15لابان حضرت یعقوب ته وویل:
16لابان دوه لورګانې درلودلې، د مشرې نوم لیه او د کشرې نوم راحیل ؤ.
17د لیه سترګې ښکلې وې مګر راحیل ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود.
18حضرت یعقوب په راحیل باندې مین شوی ؤ او ویې فرمایل:
19لابان وویل:
20نو حضرت یعقوب د راحیل دپاره اووه کاله خدمت وکړ، مګر دا کلونه هغه ته لکه د ډېرو لږو ورځو په شان ښکاره شول ځکه چې هغه د راحیل سره ډېره مینه درلودله.
21نو حضرت یعقوب لابان ته وفرمایل:
22نو لابان د هغه ځای ټول خلک راغونډ کړل او مېلمستیا یې ورکړه.
23خو کله چې شپه شوه، هغه د راحیل په ځای لیه حضرت یعقوب ته وروستله او حضرت یعقوب د هغې سره یوځای شو.
24لابان خپله وینځه زلفه خپلې لور لیه ته د نوکرې په توګه ورکړه.
25کله چې سهار شو حضرت یعقوب ته معلومه شوه چې هغه لیه وه. هغه لابان ته ورغی او ویې فرمایل:
26لابان ځواب ورکړ:
27صبر وکړه چې د لیه د واده اوومه ورځ پوره شي بیا به راحیل هم درکړم، خو ته به اووه کاله نور هم زما خدمت کوې.>
28حضرت یعقوب قبوله کړه او د لیه سره یې د واده اوومه ورځ پوره کړه او لابان خپله لور راحیل هغه ته ورکړه.
29لابان خپله وینځه بلهه خپلې لور راحیل ته د نوکرې په توګه ورکړه.
30حضرت یعقوب د راحیل سره هم یوځای شو. په هغه باندې د لیه څخه راحیل ډېره ګرانه وه. هغه لابان ته اووه کاله نور خدمت وکړ.
31کله چې څښتن ولیدل چې حضرت یعقوب د لیه سره ډېره مینه نه کوي، خدای پاک هغې ته اولادونه ورکړل، مګر راحیل شنډه وه.
32لیه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې روبین نوم کېښود، ځکه هغې وویل:
33هغه بیا امیدواره شوه، زوی یې وزېږاوه او ویې ویل: نو په هغه باندې یې شمعون نوم کېښود.
34هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه، ویې ویل: نو په دې خاطر یې په هغه باندې لاوي نوم کېښود.
35هغه بیا امیدواره شوه او کله چې د هغې زوی پیدا شو، هغې وویل: ، نو هغې په هغه باندې یهودا نوم کېښود. وروسته له هغې څخه لیه د اولاد د زېږولو څخه ولوېدله.