Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1حضرت اسحاق یعقوب راوغوښت، هغه ته یې برکت ورکړ او حکم یې ورته وکړ:
2همدا اوس بین النهرین ته د خپل نیکه بتوئیل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابان د لورګانو څخه خپل ځان ته ښځه وکړه.
3مطلق قادر خدای دې تاته برکت درکړي او تاته دې ډېر اولادونه درکړي ترڅو ستا څخه ډېر قومونه پیدا شي.
4هغه دې تا او ستا اولادې ته د حضرت ابراهیم په شان برکت درکړي او د هغې ځمکې خاوند شې چې خدای پاک حضرت ابراهیم ته ورکړې ده او ته په کې اوس د یو پردي په شان اوسېږې.>
5نو حضرت اسحاق یعقوب ولېږه او هغه بین النهرین ته د بتوئیل ارامي زوی د حضرت یعقوب او عیسو د مور ربکا ورور لابان ته ورغی.
6عیسو پوه شو چې حضرت اسحاق یعقوب ته برکت ورکړ او هغه یې بین النهرین ته ولېږه چې په هغه ځای کې ځان ته ښځه وکړي. هغه په دې هم پوه شو چې کله حضرت اسحاق هغه ته برکت ورکاوه، هغه ته یې حکم وکړ چې د کنعانۍ ښځې سره به واده نه کوي.
7هغه خبر شو چې حضرت یعقوب د خپل مور او پلار اطاعت وکړ او بین النهرین ته لاړ.
8عیسو په دې پوهېده چې د هغه پلار حضرت اسحاق کنعانۍ ښځې نه خوښوي.
9نو هغه د حضرت ابراهیم زوی حضرت اسماعیل ته لاړ او سره له دې چې نورې ښځې یې هم درلودلې د حضرت اسماعیل د لور محلت سره یې چې د نبایوت خور وه واده وکړ.
10حضرت یعقوب د بئرشبع څخه حران ته روان شو.
11څه وخت چې نوموړی یو ځای ته ورسېده لمر پرېوتی ؤ. هغه د شپې هلته پاتې شو او یوه تیږه یې راواخیستله، د خپل سر لاندې یې کېښودله او په هغه ځای کې ویده شو.
12هغه په خوب کې یوه زینه ولیده چې په ځمکه باندې ولاړه وه او سر یې اسمان ته رسېده او د خدای پاک فرښتې په هغې باندې ښکته او پورته تللې.
13څښتن د حضرت یعقوب په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې فرمایل:
14ستا اولاده به د خاورو د ذرو په شان زیاته کړم او تاسو به د خپل هېواد لمرپرېواته، لمرخاته، شمال او جنوب خواته خپاره شئ او د دنیا ټول قومونه به ستا او ستا د اولادې په وسیله برکت مومي.
15زه به ستا سره مل یم او هرچېرته چې ځې زه به تا ساتم او بېرته به دې دې وطن ته راولم. تر هغې پورې به زه تا پرېنږدم ترڅو مې هغه ټول کارونه نه وي کړي چې تا سره مې وعده کړې وه.>
16کله چې حضرت یعقوب له خوبه راویښ شو ویې فرمایل:
17هغه ووېرېده او ویې فرمایل:
18سهار وختي حضرت یعقوب هغه تیږه چې هغه د خپل سر لاندې ایښې وه راواخیستله او د یادګار په توګه یې ودروله او د هغې په سر یې د زیتون تېل واچول.
19هغه دا ځای د بیت ئیل په نوم یاد کړ. مګر پخوا د هغه ښار نوم لوز ؤ.
20بیا حضرت یعقوب نذر کېښود ویې فرمایل:
21ترڅو په خیر سره بېرته د خپل پلار کور ته ورستون شم، نو بیا به ته زما خدای یې.
22او دغه تیږه چې ما د یادګار په توګه ودرولې ده هغه به د خدای پاک کور شي او هرڅه چې ماته یې راکوې د هغو لسمه برخه به تاته درکوم.>