Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1کله چې حضرت اسحاق زوړ شو نو د هغه سترګې دومره کمزورې شوې چې نور یې څه شی نه شو لیدلی. خپل مشر زوی عیسو یې راوغوښت او هغه ته یې وفرمایل: هغه ځواب ورکړ:
2حضرت اسحاق وفرمایل:
3نو اوس خپله لینده او غشي واخله، صحرا ته لاړ شه او زما دپاره ښکار وکړه.
4زما دپاره داسې خوندور خوراک چې زه یې خوښوم تیار کړه او ماته یې راوړه چې ویې خورم، ترڅو د خپل مرګ څخه مخکې تاته برکت درکړم.>
5څه وخت چې حضرت اسحاق د خپل زوی عیسو سره خبرې کولې، ربکا هغه واورېدلې. نو عیسو د ښکار دپاره صحرا ته لاړ.
6ربکا خپل زوی حضرت یعقوب ته وویل:
7زما دپاره د ښکار غوښه راوړه او خوندور خوراک ورڅخه تیار کړه چې ویې خورم او د خپل مرګ څخه مخکې تاته د څښتن په حضور کې برکت درکړم.
8نو اوس ای زما زویه، په غور سره واوره او څه چې درته وایم هغه وکړه.
9رمې ته ورشه او دوه ډېر ښه سېرلي راته راوله ترڅو ستا د پلار دپاره داسې خوندور خوراک تیار کړم چې هغه یې خوښوي.
10بیا هغه دې پلار ته یوسه چې ویې خوري ترڅو د خپل مرګ څخه مخکې تاته برکت درکړي.>
11حضرت یعقوب خپلې مور ربکا ته وویل:
12که پلار مې په ما باندې لاس ووهي نو بیا به څه کیږي؟ دی به پوه شي چې زه هغه غولوم، نو د برکت په ځای به په ځان باندې لعنت راولم.>
13مور یې ځواب ورکړ:
14نو حضرت یعقوب لاړ او هغه یې خپلې مور ته راوړل او هغې داسې خوندور خوراک تیار کړ چې د هغه د پلار خوښېده.
15بیا ربکا د خپل مشر زوی عیسو ترټولو ښه کالي چې د هغې سره په کور کې وو راواخیستل او خپل کشر زوی حضرت یعقوب ته یې واغوستل.
16همدارنګه هغې د سېرلي په پوستکي باندې د هغه لاسونه او د اورمېږ هغه ځای پټ کړ چې ویښتان یې نه درلودل.
17هغې هغه خوندور خوراک او ډوډۍ چې پخه کړې یې وه د خپل زوی حضرت یعقوب په لاس کې ورکړل.
18هغه خپل پلار ته ورغی او ویې ویل: هغه ځواب ورکړ:
19حضرت یعقوب خپل پلار ته وویل:
20حضرت اسحاق د خپل زوی څخه پوښتنه وکړه: حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
21بیا حضرت اسحاق یعقوب ته وفرمایل:
22حضرت یعقوب خپل پلار حضرت اسحاق ته ورنژدې شو او پلار یې په هغه باندې لاس وواهه او ویې فرمایل:
23حضرت اسحاق هغه ونه پېژانده ځکه چې د هغه لاسونه د عیسو د لاسونو په شان ببر وو، نو ورنژدې شو چې هغه ته برکت ورکړي.
24هغه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
25حضرت اسحاق وفرمایل: حضرت یعقوب هغه حضرت اسحاق ته راوړله او هغه وخوړله او یو څه شراب یې هم راوړل او هغه وڅښل.
26بیا د هغه پلار حضرت اسحاق ورته وفرمایل:
27نو حضرت یعقوب ورنژدې شو او هغه یې ښکل کړ. نو کله چې حضرت اسحاق د هغه کالي بوی کړل، نو ده ته یې برکت ورکړ او ویې فرمایل:
28خدای پاک دې تاته د اسمان پرخه درکړي او ستا ځمکه دې حاصلخېزه کړي! او پرېمانه غلې دانې او شراب دې درکړي.
29قومونه دې ستا غلامان شي او تاته دې د احترام سر ټیټوي او ته دې په خپلو خپلوانو باندې حکم چلوې او ستا د مور اولاده دې تاته سر ټیټوي. څوک چې په تا باندې لعنت ووایي، په هغه باندې دې لعنت وي او څوک چې تاته برکت درکوي، په هغه دې برکت وي.>
30سمدستي وروسته له دې چې هغه له برکت ورکولو څخه وزګار شو او حضرت یعقوب لاړ د حضرت یعقوب ورور عیسو د ښکار څخه راغی.
31هغه هم خوندور خوراک تیار کړ او خپل پلار ته یې راوړ او ویې ویل:
32حضرت اسحاق د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
33حضرت اسحاق سخت ولړزېده او ویې فرمایل:
34کله چې عیسو د خپل پلار خبرې واورېدلې، هغه په لوړ او سخت اواز سره چیغې ووهلې او خپل پلار ته یې وویل:
35حضرت اسحاق ځواب ورکړ:
36عیسو وویل: نو هغه پوښتنه وکړه:
37حضرت اسحاق عیسو ته په ځواب کې وفرمایل:
38عیسو بیا خپل پلار ته وویل: بیا عیسو په لوړ اواز سره وژړل.
39حضرت اسحاق هغه ته وفرمایل:
40ژوند به کړې په خپله تورهیې غلام به د خپل ورورمګر کله چې یاغي شېد هغه جغ به له خپلې غاړې مات کړې>
41عیسو د حضرت یعقوب سره د هغه برکت له امله چې پلار یې حضرت یعقوب ته ورکړی ؤ کینه پیدا کړه. هغه د خپل ځان سره وویل:
42کله چې ربکا د خپل مشر زوی عیسو د پلان څخه خبره شوه، هغې خپل کشر زوی حضرت یعقوب راوغوښت او ورته ویې ویل:
43نو اوس ای زما زویه، هغه کار وکړه چې زه یې درته وایم. سمدستي حران ته زما ورور لابان ته وتښته.
44د هغه سره د لږ وخت دپاره پاتې شه ترڅو ستا د ورور قهر سوړ شي
45او هغه څه چې تا ورسره کړي دي هغه هېر کړي. نو بیا به تاته خبر درولېږم چې له هغه ځای څخه بېرته راشې. تاسو دواړه ولې په یوه ورځ کې له لاسه ورکړم؟>
46ربکا حضرت اسحاق ته وویل: