Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1په هغه وطن کې برسېره په هغې قحطۍ باندې چې پخوا د حضرت ابراهیم په وخت کې راغلې وه بله قحطي هم راغله. حضرت اسحاق د فلسطینیانو پادشاه ابي ملک ته چې په جرار کې ؤ ورغی.
2څښتن حضرت اسحاق ته ښکاره شو او ویې فرمایل:
3همدلته اوسېږه. زه به ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم. زه به تاته او ستا اولادې ته دا ټوله سیمه درکړم او په هغې وعدې باندې به ټینګ ولاړ یم چې ستا د پلار ابراهیم سره مې کړې وه.
4ستا اولاده به د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او هغوی ته به دا ټوله سیمه ورکړم. ستا د اولادې په وسیله به د ځمکې په مخ ټول قومونه برکت ومومي،
5ځکه چې ابراهیم زما اطاعت کړی دی او زما په ټولو حکمونو او قوانینو باندې یې عمل کړی دی.>
6نو حضرت اسحاق په جرار کې پاتې شو.
7کله چې د هغه ځای خلکو د حضرت اسحاق څخه د ربکا په باره کې پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: ځکه هغه وېرېده داسې ووایي چې هغه زما ښځه ده. هغه فکر کاوه چې د هغه ځای خلک به هغه د ربکا په خاطر ووژني، ځکه چې هغه ډېره ښکلې وه.
8څرنګه چې حضرت اسحاق هلته زیات وخت تېر کړ، ابي ملک د فلسطینیانو پادشاه د کړکۍ څخه لاندې وکتل او ویې لیدل چې حضرت اسحاق خپله ښځه ربکا په غېږ کې نیولې وه او هغه یې ښکلوله.
9نو ابي ملک حضرت اسحاق راوغوښت او ورته ویې ویل: حضرت اسحاق ځواب ورکړ:
10ابي ملک وویل:
11ابي ملک ټولو خلکو ته خبرداری ورکړ:
12حضرت اسحاق په هغې ځمکې کې فصل وکاره او په هغه کال یې چې څه کرلي وو د هغې څخه یې یو په سل حاصل واخیست، ځکه چې څښتن هغه ته برکت ورکړ.
13حضرت اسحاق ورځ په ورځ خوشبخته کېده او هغه ډېر شتمن سړی شو.
14هغه دومره زیاتې رمې، پادې او غلامان درلودل چې فلسطینیانو ورباندې بخیلي کوله.
15نو هغه ټول کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم غلامانو د هغه د پلار په وخت کې کیندلي وو، فلسطینیانو هغه د خاورو څخه ډک کړل.
16نو بیا ابي ملک حضرت اسحاق ته وویل:
17نو حضرت اسحاق له هغه ځای څخه لاړ او د جرار په دره کې یې خېمې ودرولې او هلته پاتې شو.
18حضرت اسحاق هغه کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم په وخت کې کیندل شوي وو او فلسطینیانو هغه د حضرت ابراهیم د وفات کېد��و څخه وروسته بند کړي وو بېرته وکیندل او هماغه نومونه یې ورباندې کېښودل چې پلار یې ورباندې ایښي وو.
19د حضرت اسحاق غلامانو په دې دره کې یو کوهی وکینده چې تازه اوبه یې درلودلې.
20مګر د جرار شپانو د حضرت اسحاق د شپانو سره دعوه شروع کړه او ویې ویل: نو حضرت اسحاق هغه کوهی د دعوې په نوم یاد کړ.
21د حضرت اسحاق غلامانو بل کوهی وکینده او په هغه باندې یې هم دعوه وکړه او هغه یې د دښمنۍ په نوم یاد کړ.
22او له هغه ځای څخه یې کډه وکړه او بل کوهی یې وکینده مګر په هغه باندې چا دعوه ونه کړه او هغه یې د پرېمانه ځای په نوم یاد کړ، ویې فرمایل:
23حضرت اسحاق له هغه ځایه بئرشبع ته لاړ.
24په هماغه شپه څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل:
25حضرت اسحاق هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا یې په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او د هغه غلامانو هلته یو بل کوهی وکینده.
26یوه ورځ ابي ملک د خپل مشاور احوزات او د خپلو لښکرو د مشر فیکول سره د جرار څخه د حضرت اسحاق د لیدلو دپاره راغی.
27حضرت اسحاق د هغوی څخه پوښتنه وکړه:
28هغوی ځواب ورکړ:
29چې مونږ ته زیان راونه رسوئ لکه څنګه چې مونږ تاته زیان نه دی دررسولی، بلکه ستا سره مو ښه رویه کړې ده او ته مو په سلامتۍ سره لېږلی یې. اوس څښتن تاته برکت درکړی دی.>
30حضرت اسحاق د هغوی دپاره مېلمستیا تیاره کړه او هغوی وخوړل او وڅښل.
31سهار وختي هغوی پاڅېدل او یو او بل ته یې قسم ورکړ. حضرت اسحاق هغوی رخصت کړل او په سلامتۍ سره د هغه څخه لاړل.
32په هماغه ورځ د حضرت اسحاق غلامان راغلل او هغه ته یې د هغه کوهي په باره کې خبر ورکړ چې دوی کیندلی ؤ. هغوی وویل:
33نو هغه یې د شبع په نوم یاد کړ. تر نن ورځې پورې هغه ښار د بئرشبع په نوم یادیږي.
34کله چې عیسو څلوېښت کلن شو، د بیري حیتي د لور یودیه او د ایلون حیتي لور بسمې سره یې واده وکړ.
35هغوی د حضرت اسحاق او ربکا ژوند تریخ کړ.