Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1حضرت ابراهیم بله ښځه وکړه چې نوم یې قطوره ؤ.
2د هغې څخه د حضرت ابراهیم زامن زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوعه پیدا شول.
3یقشان د شبا او ددان پلار ؤ او اشوریم، لطوشیم او لئومیم د ددان اولاده وه.
4عیفه، عیفر، حنوک، ابیداع او الداعه د مدیان زامن وو. دا ټول د قطورې اولاده وه.
5حضرت ابراهیم خپله ټوله شتمني حضرت اسحاق ته پرېښودله.
6مګر هغه لا ژوندی ؤ چې د خپلو وینځو زامنو ته یې سوغاتونه ورکړل او هغوی یې د خپل زوی حضرت اسحاق څخه د مشرق خواته لېرې ولېږل.
7حضرت ابراهیم پوره یوسلو پنځه اویا کاله ژوند وکړ.
8هغه په پاخه عمر کې وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.
9د هغه زامنو حضرت اسحاق او حضرت اسماعیل هغه ممري ته نژدې د حیتي صوحار د زوی عفرون په پټي کې د مکفیله په سمڅه کې ښخ کړ.
10دا هغه پټی ؤ چې حضرت ابراهیم د حیتیانو څخه په بیه اخیستی ؤ. حضرت ابراهیم او د هغه ښځه ساره دواړه په هغه کې ښخ کړای شول.
11د حضرت ابراهیم د وفات څخه وروسته خدای پاک د هغه زوی حضرت اسحاق ته برکت ورکړ او حضرت اسحاق بئرلحي ریي ته نژدې اوسېده.
12دا د حضرت ابراهیم د زوی حضرت اسماعیل اولاده ده. دا هغه اسماعیل ؤ چې د ساره د مصرۍ وینځې هاجرې څخه پیدا شوی ؤ.
13د حضرت اسماعیل د زامنو نومونه د هغوی د زېږېدو د ترتیب له مخې چې په لست کې لیکل شوي دي دا دي: د حضرت اسماعیل مشر زوی نبایوت، قیدار، ادبیل، مبسام،
14مشماع، دومه، مسا،
15حداد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
16دا د حضرت اسماعیل زامن وو او دا د دولسو قبیلو د مشرانو نومونه وو چې د هغوی د کلیو او کمپونو په مطابق وو.
17حضرت اسماعیل پوره د یوسلو اووه دېرشو کالو په عمر وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.
18د هغه اولاده د شور او حویلې ترمنځ سیمه کې اوسېدله چې د مصر پولې ته نژدې د آشور په لاره پرته ده. هغوی د خپلو ټولو ورونو سره په دښمنۍ کې ژوند کاوه.
19دا د حضرت ابراهیم د زوی حضرت اسحاق اولاده ده: د حضرت ابراهیم څخه حضرت اسحاق پیدا شو.
20حضرت اسحاق د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د ربکا سره یې واده وکړ. هغه د ارامي بتوئیل لور وه چې د بین النهرین څخه ؤ او د لابان خور وه.
21حضرت اسحاق د خپلې ښځې په خاطر چې شنډه وه څښتن ته دعا وکړه. څښتن د هغه دعا قبوله کړه او د هغه ښځه ربکا امیدواره شوه.
22مخکې له دې چې ربکا اولاد وزېږوي هغه پوه شوه چې هغه به غبرګوني وزېږوي، ځکه چې هغې دا احساس کړه چې هغوی د مور په نس کې یو د بل سره جګړه کوي. هغې وویل: نو هغې د څښتن څخه پوښتنه وکړه.
23څښتن هغې ته وفرمایل:
24کله چې د هغې د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، د هغې څخه غبرګوني پیدا شول.
25اولنی زوی چې پیدا شو هغه سور ؤ او د هغه ټول بدن لکه د ببرې چپنې په شان ؤ، نو د هغه نوم یې عیسو کېښود.
26د هغه څخه وروسته د هغه ورور پیدا شو او هغه د عیسو پونده په خپل لاس کې کلکه نیولې وه، نو ځکه د هغه نوم یعقوب شو. حضرت اسحاق د شپېتو کالو په عمر ؤ چې دوی پیدا شول.
27هلکان لوی شول. عیسو یو ماهر ښکاري او داسې سړی ؤ چې صحرا یې خوښېدله، خو حضرت یعقوب یو ارام سړی ؤ او د کور څخه به نه ووت.
28حضرت اسحاق د عیسو سره مینه کوله ځکه چې هغه د هغو حیواناتو غوښه خوړله چې عیسو ښکار کول. مګر ربکا د حضرت یعقوب سره مینه کوله.
29یوه ورځ حضرت یعقوب د قورمې په پخولو باندې مشغول ؤ. عیسو د ښکار څخه راغی او ډېر وږی ؤ
30او حضرت یعقوب ته یې وویل: (په دې خاطر یې په هغه باندې د ادوم نوم هم کېښود.)
31حضرت یعقوب ځواب ورکړ:
32عیسو وویل:
33مګر حضرت یعقوب وفرمایل: ، نو هغه قسم وخوړ او خپل د مشرتوب حق یې په حضرت یعقوب باندې خرڅ کړ.
34بیا حضرت یعقوب عیسو ته لږه ډوډۍ او قورمه ورکړه. هغه خوراک او څښاک وکړ، پاڅېده او لاړ. نو عیسو د خپل مشرتوب حق ته په سپکه سترګه وکتل.