Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
67 verses
1حضرت ابراهیم ډېر زوړ شوی ؤ او څښتن هغه ته په هر کار کې برکت ورکاوه.
2حضرت ابراهیم خپل ناظر ته چې د هغه په کورنۍ کې د هرڅه واکدار ؤ وفرمایل:
3په دې ډول زه تاته د څښتن یعنې د اسمان او ځمکې د خدای په نوم قسم درکوم چې زما زوی ته به په دې ځای یعنې د کنعان په خلکو کې ښځه نه کوې،
4بلکه زما وطن او زما خپلو خپلوانو ته لاړ شه او هلته زما زوی اسحاق ته ښځه وکړه.>
5ناظر پوښتنه وکړه:
6حضرت ابراهیم ځواب ورکړ:
7څښتن د اسمان خدای زه د خپل پلار د کور او اصلي وطن څخه راوویستلم او زما سره یې کلکه وعده وکړه چې دا وطن به ستا اولادې ته ورکوم. هغه به خپله فرښته ستا څخه مخکې ولېږي ترڅو ته وکولی شې چې په هغه ځای کې زما زوی ته ښځه وکړې.
8که چېرې هغه نجلۍ په دې رضا نه شي چې ستا سره راشي، نو ته به د هغه لوظ څخه چې زما سره دې کړی دی خلاص یې. خو په هیڅ حالت کې به زما زوی هلته نه ورولې.>
9نو ناظر خپل لاس د خپل بادار د ورون لاندې کېښود او قسم یې وخوړ چې څه چې حضرت ابراهیم د هغه څخه غواړي هغه به وکړي.
10ناظر د خپل بادار له اوښانو څخه لس اوښان او هر ډول ښه شیان د ځان سره واخیستل او د بین النهرین شمال ته هغه ښار ته لاړ چې ناحور په کې اوسېده.
11هغه مازدیګر، یعنې څه وخت چې ښځې د اوبو د راوړلو دپاره راوتلې هلته ورسېد او خپل اوښان یې د ښار څخه بیرون د کوهي په غاړه ګونډه کړل.
12بیا هغه دعا وکړه:
13دا دی زه دلته د کوهي په څنګ کې ولاړ یم، د ښار انجونې د اوبو وړلو دپاره راځي.
14نو داسې دې وشي چې کله زه هغې نجلۍ ته ووایم چې خپل منګی راکوز کړه چې اوبه وڅښم او هغه ووایي: وڅښه او ستا اوښانو ته به هم اوبه ورکړم، نو دا دې هماغه نجلۍ وي چې د خپل خدمتګار اسحاق دپاره دې انتخاب کړې ده. نو که چېرې داسې وشول، زه به پوه شم چې تا هغه وعده پوره کړې ده چې زما د بادار سره دې کړې وه.>
15د هغه دعا لا خلاصه شوې نه وه چې ربکا راورسېدله او د اوبو منګی یې په اوږو باندې ایښی ؤ. هغه د بتوئیل لور وه او بتوئیل د ملکه زوی ؤ او ملکه د حضرت ابراهیم د ورور ناحور ښځه وه.
16هغه یوه ډېره ښکلې نجلۍ وه او پېغله وه. هغه کوهي ته ورښکته شوه، خپل منګی یې د اوبو څخه ډک کړ او بېرته راپورته شوه.
17ناظر د هغې د لیدلو دپاره په منډه ورغی او ویې ویل:
18هغې وویل: نو ژر یې خپل منګی له اوږو څخه راښکته کړ او هغه ته یې اوبه ورکړې چې ویې څښي.
19کله چې هغه اوبه وڅښلې، هغې وویل:
20هغې ژر خپل منګی په اخور کې خالي کړ او بېرته په منډه د اوبو ویستلو دپاره کوهي ته لاړه او د ټولو اوښانو دپاره یې اوبه راوویستلې.
21سړي په خاموشۍ سره هغې ته کتل چې په دې پوه شي چې څښتن د ده سفر بریالی کړی دی او که نه.
22کله چې هغې نجلۍ خپل کار خلاص کړ نو هغه سړي د سرو زرو یو قیمتي پېزوان راواخیست او هغې ته یې په پوزه کړ او همدارنګه دوه د سرو زرو غټې کړۍ ګانې یې راواخیستلې او هغې ته یې په لاس کړلې.
23بیا هغه پوښتنه وکړه:
24هغې ځواب ورکړ:
25هغې زیاته کړه:
26بیا هغه سړی په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ،
27ویې ویل:
28هغه پېغله په منډه خپل کور ته لاړه او خپلې کورنۍ ته یې ټوله قصه وکړه.
29نو د ربکا یو ورور ؤ چې لابان نومېده. لابان په منډه دباندې ووت او د حضرت ابراهیم د ناظر پسې کوهي ته ورغی.
30لابان د خپلې خور ربکا په پوزه پېزوان او په لاسونو باندې کړۍ ګانې ولیدلې او د هغې څخه یې هغه خبرې واورېدلې چې هغه سړي ورته کړې وې. نو دی ورغی او ویې لیدل چې د حضرت ابراهیم ناظر د کوهي په غاړه د اوښانو سره ولاړ دی.
31هغه وویل:
32نو هغه سړی کور ته ننوت او هغوی د اوښانو څخه بارونه راښکته کړل او اوښانو ته یې بوس او واښه ورکړل. بیا لابان د حضرت ابراهیم ناظر او د هغه نفرو ته اوبه راوړلې چې خپلې پښې ومینځي.
33بیا د ناظر په مخکې ډوډۍ کېښودله شوه، مګر هغه وویل: لابان وویل:
34نو ویې ویل:
35څښتن زما بادار ته زیات برکت ورکړی دی او هغه شتمن شوی دی او هغه ته یې د پسونو او وزو رمې، د غوایانو او خرو پادې، سپین زر، سره زر، غلامان، وینځې او اوښان ورکړي دي.
36زما د بادار د ښځې ساره څخه په زوړ عمر کې زوی پیدا شو او هرڅه چې زما بادار درلودل هغه ته یې ورکړل.
37زما بادار ماته قسم راکړ او ویې فرمایل: زما زوی ته به د کنعانیانو د لورګانو څخه چې زه د هغو په منځ کې اوسېږم ښځه نه کوې.
38بلکه زما د پلار کورنۍ او زما خپلې قبیلې ته لاړ شه او زما زوی ته ښځه وکړه.
39بیا ما د خپل بادار څخه پوښتنه وکړه: که چېرې نجلۍ زما سره رانه شي نو بیا څه وکړم؟
40هغه ځواب راکړ: هغه څښتن چې زه یې پیروي کوم هغه به خپله فرښته ستا سره ولېږي او ستا سفر به بریالی کړي ترڅو ته وکولی شې چې زما زوی ته زما د خپلې قبیلې او زما د پلار د کورنۍ څخه ښځه وکړې.
41کله چې ته زما قبیلې ته ورشې نو زما د قسم څخه به خلاص شې: حتیٰ که هغوی تاته د نجلۍ د درکولو څخه انکار هم وکړي، ته به زما د قسم څخه خلاص یې.
42کله چې نن زه کوهي ته راغلم، ما وویل: ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! که ستا رضا وي ماته په دې سفر کې چې راغلی یم بری راکړه.
43دا دی زه دلته د دې کوهي په غاړه ولاړ یم. نو داسې دې وشي چې کومه نجلۍ چې د اوبو د وړلو دپاره راځي، نو زه به د هغې څخه وغواړم چې د خپل منګي څخه ماته لږې اوبه راکړي.
44که چېرې هغه راته ووایي چې وڅښه او زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم، نو دا دې هماغه نجلۍ وي چې څښتن زما د بادار د زوی دپاره انتخاب کړې ده.
45مخکې له دې چې زما دعا خلاصه شي، ربکا د خپل منګي سره چې په اوږو یې ایښی ؤ راغله. هغه کوهي ته ښکته شوه او اوبه یې راوویستلې او ما هغې ته وویل: لږې اوبه راکړه چې زه یې وڅښم.
46هغې ژر خپل منګی د اوږو څخه راښکته کړ او ویې ویل: وڅښه. زه به ستا اوښانو ته هم اوبه ورکړم، نو بیا ما وڅښلې او هغې اوښانو ته هم اوبه ورکړې.
47د هغې څخه مې پوښتنه وکړه: ته د چا لور یې؟ نو هغې وویل، زه د بتوئیل لور یم او د ناحور او ملکه لمسۍ یم. نو د هغې په پوزه کې مې پېزوان واچاوه او په لاسونو کې مې ورته کړۍ ګانې واچولې.
48ما سجده وکړه او د څښتن عبادت مې وکړ او د خپل بادار ابراهیم څښتن خدای مې وستایه چې ماته یې سمه لاره وښودله چې د خپل بادار د ورور لمسۍ د هغه زوی ته وکړم.
49نو اوس که چېرې زما د بادار سره وفاداري او مهرباني کوې هم راته ووایه او که نه یې کوې هم ماته ووایه ترڅو زه پرېکړه وکړم چې بل چېرته لاړ شم.>
50لابان او بتوئیل ځواب ورکړ:
51دا دی ربکا حاضره ده هغه درسره واخله او ځه. لکه څنګه چې څښتن په خپله فرمایلي دي، هغه دې ستا د بادار د زوی ښځه شي.>
52څنګه چې د حضرت ابراهیم ناظر دا خبره واورېدله نو سجده یې وکړه او د څښتن عبادت یې وکړ.
53بیا ناظر کالي، د سپینو زرو او سرو زرو ګاڼې راوویستل او ربکا ته یې ورکړل او د هغې ورور او مور ته یې هم قیمتي سوغاتونه ورکړل.
54بیا د حضرت ابراهیم ناظر او د هغه نفرو وخوړل او وڅښل او شپه یې هلته تېره کړه. کله چې هغوی سهار پاڅېدل، ناظر وویل:
55مګر د ربکا ورور او مور وویل:
56خو هغه وویل:
57هغوی وویل:
58نو هغوی ربکا راوغوښتله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: هغې وویل:
59نو هغوی خپله خور ربکا او د هغې زړه نوکره د حضرت ابراهیم د ناظر او د هغه د نفرو سره ولېږلې.
60هغوی د ربکا دپاره برکت وغوښت او ورته یې وویل:
61بیا ربکا او د هغې وینځې تیارې شوې او په اوښانو باندې سپرې شوې او د سړي سره روانې شوې. نو ناظر ربکا د ځان سره واخیستله او لاړ.
62په دې وخت کې حضرت اسحاق د بئرلحي ریي څخه راغلی ؤ او د کنعان په جنوب کې اوسېده.
63یو ماښام حضرت اسحاق په پټیو کې چکر واهه. څنګه چې هغه خپلې سترګې پورته کړې ویې لیدل چې اوښان راروان دي.
64ربکا هم خپلې سترګې پورته کړې او حضرت اسحاق یې ولید، نو د اوښ څخه راکوزه شوه
65او د ناظر څخه یې پوښتنه وکړه: ناظر ځواب ورکړ: نو هغې خپل څادر راواخیست او خپل ځان یې ورباندې پټ کړ.
66کوم کارونه چې ناظر کړي وو هغه ټول یې حضرت اسحاق ته بیان کړل.
67حضرت اسحاق ربکا د خپلې مور ساره خېمې ته راوستله او د هغې سره یې واده وکړ. نو ربکا د هغه ښځه شوه او د هغې سره یې مینه کوله او حضرت اسحاق د خپلې مور د مړینې څخه پس تسلي وموندله.