Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه.
2هغه په قریه اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی مړه شوه او حضرت ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل.
3بیا حضرت ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او ویې فرمایل:
5هغوی ځواب ورکړ:
7نو حضرت ابراهیم پاڅېد او د احترام په خاطر یې هغوی ته خپل سر ټیټ کړ
8او ورته ویې فرمایل:
9چې د مکفیلې سمڅه چې د هغه جایداد دی او د هغه د پټي سرته پرته ده، په پوره بیه په ما باندې خرڅه کړي. دا به ستاسو په منځ کې زمونږ هدیره وي.>
10عفرون په خپله د نورو حیتیانو سره د ښار په دروازه کې د غونډې په ځای کې ناست ؤ. هغه حضرت ابراهیم ته د ټولو حیتیانو په مخکې چې هلته حاضر وو ځواب ورکړ،
11هغه وویل:
12حضرت ابراهیم یو ځل بیا د حیتیانو په وړاندې د احترام سر ټیټ کړ.
13هغه د ټولو په مخکې عفرون ته وفرمایل:
14عفرون ځواب ورکړ:
16نو حضرت ابراهیم د عفرون خبره قبوله کړه او هغه بیه چې عفرون د حیتیانو په مخکې ټاکلې وه، یعنې څلورسوه مثقاله سپین زر عفرون ته وتلل. دا د هغه وزن سره سم وو چې په هغه وخت کې یې د سوداګرانو په منځ کې رواج درلود.
17په دې ډول د عفرون جایداد چې په مکفیله کې د ممري په لمرخاته کې ؤ هغه د حضرت ابراهیم شو. په هغه کې پټی او هغه سمڅه چې په هغه پټي کې وه او د هغې ځمکې شاوخوا ټولې ونې شاملې وې.
18دا ځمکه د ټولو حیتیانو په مخکې چې په هغې غونډې کې حاضر وو د حضرت ابراهیم د جایداد په توګه وپېژندل شوه.
19نو حضرت ابراهیم خپله ښځه ساره ممري ته نژدې چې په حبرون کې ده د مکفیله په سمڅه کې د کنعان په خاوره کې ښخه کړه.
20نو هغه پټی او سمڅه چې په هغې کې وه د حیتیانو له خوا په حضرت ابراهی�� باندې د هدیرې لپاره په قباله ورکړای شول.