Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1څه موده وروسته خدای پاک په حضرت ابراهیم باندې ازمایښت وکړ او هغه ته یې وفرمایل: او حضرت ابراهیم ځواب ورکړ:
2خدای پاک وفرمایل:
3حضرت ابراهیم سهار وختي پاڅېد، د سوزېدونکې نذرانې دپاره یې لرګي مات کړل او هغه یې په خره باندې بار کړل. خپل دوه نوکران او خپل زوی حضرت اسحاق یې د ځان سره واخیستل او هغه ځای ته روان شول چې خدای پاک ورته فرمایلي وو.
4په دریمه ورځ حضرت ابراهیم هغه ځای د لېرې څخه ولید.
5بیا هغه خپلو نوکرانو ته وفرمایل:
6حضرت ابراهیم د قربانۍ لرګي خپل زوی ته په اوږو باندې کېښودل او خپله یې چاقو او اور واخیستل او دواړه یوځای سره روان شول.
7حضرت اسحاق خپل پلار ته وویل: هغه ځواب ورکړ: هغه وویل:
8حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: او دواړه یوځای سره روان شول.
9کله چې هغه ځای ته چې خدای پاک ورته فرمایلي وو ورسېدل، حضرت ابراهیم هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او په هغه باندې یې لرګي په ترتیب سره کېښودل. هغه خپل زوی حضرت اسحاق وتاړه او د لرګیو د پاسه یې کېښود.
10بیا هغه چاقو راواخیست چې خپل زوی حلال کړي.
11مګر د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: هغه ځواب ورکړ:
12هغه وفرمایل:
13حضرت ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو ګډ دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. حضرت ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ.
14او حضرت ابراهیم دغه ځای د څښتن به یې برابروي په نوم یاد کړ او حتیٰ تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي:
15د څښتن فرښتې د دوهم ځل دپاره د اسمان څخه په حضرت ابراهیم باندې غږ وکړ
16او ویې فرمایل:
17زه به تاته برکت درکړم او ستا نسل به لکه د اسمان د ستورو او هغو شګو په شان ��ې د دریاب په غاړه پرتې وي زیات کړم. هغوی به خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي او د هغوی ښارونه به ونیسي.
18د ځمکې ټول قومونه به ستا د اولادې په وسیله برکت ومومي، ځکه چې تا زما حکم منلی دی.>
19نو حضرت ابراهیم بېرته خپلو نوکرانو ته راستون شو او هغوی ټول یوځای بئرشبع ته لاړل او حضرت ابراهیم په بئرشبع کې پاتې شو.
20څه موده وروسته حضرت ابراهیم خبر شو چې د ده د ورور ناحور ښځه ملکه هم مور شوه او زامن یې زېږولي دي:
21د هغه اولنی اولاد عوص، د هغه ورور بوز، قموئیل د ارام پلار،
22کاسد، حزو، فلداش، یدلاف او بتوئیل.
23د بتوئیل څخه ربکا پیدا شوه. ملکې د حضرت ابراهیم ورور ناحور ته دا اته زامن وزېږول.
24رئومه د ناحور وینځې هم طابح، جاحم، تاحش او معکه وزېږول.