Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، هغه په ساره باندې مهربانه شو. څښتن هغه وعده سرته ورسوله چې د ساره سره یې کړې وه.
2ساره امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. په هغه وخت کې حضرت ابراهیم زوړ ؤ. دا هلک په هماغه وخت کې پیدا شو چې خدای پاک یې وعده کړې وه.
3حضرت ابراهیم د خپل زوی نوم اسحاق کېښود
4او لکه څنګه چې خدای پاک هغه ته حکم کړی ؤ، حضرت اسحاق د اتو ورځو ؤ چې حضرت ابراهیم هغه سنت کړ.
5حضرت ابراهیم د سلو کالو ؤ چې د هغه زوی حضرت اسحاق پیدا شو.
6ساره وویل:
7هغې وویل:
8هلک لوی شو او هغه یې د تي څخه بېل کړ. په هماغه ورځ چې حضرت اسحاق یې د تي څخه بېل کړ، حضرت ابراهیم ډېره لویه مېلمستیا جوړه کړه.
9مګر ساره ولیدل چې د مصرۍ هاجرې زوی په حضرت اسحاق باندې ملنډې وهي
10نو هغې حضرت ابراهیم ته وویل:
11حضرت ابراهیم په دې خبرې باندې ډېر خفه شو ځکه چې حضرت اسماعیل هم د هغه زوی ؤ.
12مګر خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل:
13زه به د وینځې د زوی څخه هم یو قوم جوړ کړم، ځکه چې هغه هم ستا اولاد دی.>
14حضرت ابراهیم سهار وختي یو څه ډوډۍ او د اوبو ژی واخیستل او هاجرې ته یې ورکړل او د هغې په اوږو یې کېښودل او هغه یې د خپل زوی سره رخصت کړه. هغه لاړله او د بئرشبع په دښته کې سرګردانه ګرځېدله.
15کله چې د ژي اوبه خلاصې شوې، هغې خپل زوی د یو بوټي لاندې پرېښود
16او تقریباً د سلو مترو په فاصله د هغه څخه لېرې کښېناستله او د ځان سره یې وویل: هغه هلته ناسته وه او سلګۍ یې وهلې.
17خدای پاک د هلک ژړا واورېده او د خدای پاک فرښتې د اسمان څخه په هاجرې باندې غږ وکړ:
18پاڅه او هلک پورته کړه او هغه ته تسلي ورکړه. زه به د هغه د نسل څخه ډېر لوی قوم جوړ کړم.>
19بیا خدای پاک د هغې سترګې پرانیستلې او هغې کوهی ولید. هغه لاړله او د اوبو ژی یې ډک کړ او په خپل زوی یې وڅښلې.
20خدای پاک د هلک سره مل ؤ او هغه غټېده. هغه د فاران په دښته کې اوسېده او یو غشي ویشتونکی شو.
21څه وخت چې هغه هلته اوسېده، مور یې ورته یوه مصرۍ ښځه وکړه.
22په هغه وخت کې ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول حضرت ابراهیم ته وویل:
23اوس د خدای پاک په حضور کې زما سره قسم وخوره چې زما سره، زما د اولادونو او زما د نسل سره به ټګي نه کوې. لکه څنګه چې زه تاته وفادار وم نو وعده وکړه چې ته به هم زما سره او د دې هېواد سره چې په کې اوسېږې وفادار اوسې.>
24حضرت ابراهیم وفرمایل:
25حضرت ابراهیم ابي ملک ته د هغه کوهي په باره کې چې د هغه نوکرانو د ده څخه په زور اخیستی ؤ ګیله وکړه.
26ابي ملک وویل:
27نو حضرت ابراهیم څو پسونه او غوایان ابي ملک ته ورکړل او دواړو یو د بله سره یو تړون وکړ.
28حضرت ابراهیم د خپلې رمې څخه اووه مېږې بېلې کړې.
29ابي ملک د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه:
30حضرت ابراهیم ځواب ورکړ:
31په دې سبب هغه ځای د بئرشبع په نوم یاد شو، چې هغو دواړو هلته یو د بل سره یو تړون کړی ؤ.
32په بئرشبع کې د تړون جوړولو څخه وروسته ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول بېرته د فلسطینیانو هېواد ته راستانه شول.
33حضرت ابراهیم په بئرشبع کې د غز ونه وکرله او هلته یې څښتن یعنې ابدي خدای ته عبادت وکړ.
34حضرت ابراهیم د فلسطینیانو په هېواد کې د اوږدې مودې دپاره پاتې شو.