Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1حضرت ابراهیم له ممري څخه د کنعان جنوب خواته کډه وکړه او د قادش او شور په منځ کې یې سکونت اختیار کړ او د یو څه وخت دپاره په جرار کې پاتې شو.
2هلته حضرت ابراهیم د خپلې ښځې ساره په هکله وفرمایل: د جرار پادشاه ابي ملک په ساره پسې نفر ولېږل او هغه یې راوستله.
3یوه شپه خدای پاک په خوب کې ابي ملک ته ښکاره شو او ویې فرمایل:
4مګر ابي ملک هغې ته ورنژدې شوی نه ؤ هغه وویل:
5حضرت ابراهیم په خپله وفرمایل چې هغه زما خور ده او هغې هم دا خبره وکړه چې دی زما ورور دی او دا کار ما د پاک وجدان له مخې کړی دی او هیڅ غلطي مې نه ده کړې.>
6خدای پاک په خوب کې هغه ته وفرمایل:
7اوس هغه ښځه بېرته خپل مېړه ته ورکړه. هغه نبي دی او هغه به ستا دپاره دعا وکړي ترڅو ژوندی پاتې شې. خو که چېرې هغه بېرته ورنه کړې، په دې پوه شه چې ته او ستا ټول خلک به مړه شئ.>
8سبا سهار وختي ابي ملک خپل ټول درباریان راوغوښتل او څه چې پېښ شوي وو هغوی ته یې بیان کړل او هغوی ډېر ووېرېدل.
9بیا ابي ملک حضرت ابراهیم راوغوښت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
10بیا ابي ملک د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه:
11حضرت ابراهیم ځواب ورکړ:
12هغه په رښتیا سره زما خور ده، هغه زما ناسکه خور ده. هغه زما د پلار لور ده، مګر زما د مور لور نه ده او ما د هغې سره واده کړی دی.
13کله چې خدای پاک زه د خپل پلار د کور څخه پردي هېواد ته ولېږلم، ما هغې ته وویل: دا به زما سره ستا وفاداري وي چې مونږ هرځای ته لاړ شو، زما په هکله به وایې چې هغه زما ورور دی.>
14نو ابي ملک پسونه او غوایان، غلامان او وینځې حضرت ابراهیم ته ورکړل او د هغه ښځه ساره یې بېرته هغه ته ورکړه.
15ابي ملک وویل:
16هغه ساره ته وویل:
17-
18د هغه څه په خاطر چې د حضرت ابراهیم په ښځې ساره باندې شوي ��و، څښتن د ابي ملک د کورنۍ ټولې ښځې شنډې کړې وې. نو حضرت ابراهیم د ابي ملک دپاره دعا وکړه او خدای پاک هغه ته شفا ورکړه. هغه همدارنګه د هغه ښځې او د هغه وینځو ته هم شفا ورکړه چې ماشومان وزېږوي.