Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1کله چې هغه دوه فرښتې د ماښام په وخت کې سدوم ته ورسېدلې، حضرت لوط د ښار په دروازه کې ناست ؤ. څنګه چې حضرت لوط هغوی ولیدلې راپاڅېده او د هغوی د هرکلي دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت،
2ویې فرمایل: مګر هغوی ورته په ځواب کې وفرمایل:
3مګر حضرت لوط په هغوی باندې ډېر سخت ټینګار وکړ ترڅو هغوی ورسره لاړلې او د هغه کور ته ننوتلې. هغه د هغوی دپاره خوراک تیار کړ او فطیره ډوډۍ یې ورته پخه کړه او هغوی وخوړله.
4هغوی لا ویده شوي نه وو چې د سدوم د ښار خلک له هرې خوا د ځوان څخه نیولې تر زاړه پورې ټول د کور څخه راچاپېر شول.
5هغوی حضرت لوط ته غږ وکړ:
6حضرت لوط دباندې ووت او دروازه یې د ځان پسې بنده کړه
7او هغوی ته یې وفرمایل:
8ګورئ، زه دوه لورګانې لرم چې تر اوسه پورې لا پېغلې دي. هغوی به تاسو ته راوباسم، هرڅه چې غواړئ د هغوی سره یې وکړئ، خو د دې خلکو سره هیڅ مه کوئ ځکه چې هغوی ماته پناه راوړې ده.>
9هغوی ځواب ورکړ: او ویې ویل: هغوی حضرت لوط بېرته ټېل واهه او نژدې شول چې دروازه ماته کړي.
10خو هغو دوو نفرو خپل لاسونه دباندې راوویستل او حضرت لوط یې د ځان سره کور ته دننه کړ او دروازه یې بنده کړه.
11نو بیا هغوی هغه ټول خلک چې دباندې ولاړ وو ړانده کړل، ترڅو هغوی ونه شي کولی چې دروازه پیدا کړي.
12هغو دوه نفرو حضرت لوط ته وفرمایل:
13ځکه چې مونږ غواړو دغه ځای وران کړو. د دې خلکو په ضد څښتن ډېر بد تورونه اورېدلي دي او مونږ یې رالېږلي یو چې سدوم له منځه یوسو.>
14نو حضرت لوط دباندې ووت، د خپلو زومانو سره یې چې د هغه د لورګانو سره یې کوژدنې شوې وې خبرې وکړې او ویې فرمایل: خو د هغه زومانو فکر کاوه چې هغه ټوکې کوي.
15سهار وختي فرښتو حضرت لوط تشویق کړ او ورته ویې فرمایل:
16هغه وخت حضرت لوط زړه نازړه کېده، خو بیاهم څښتن په هغه باندې مهربانه شو او هغو نفرو د ده او د ده د ښځې او لورګانو لاسونه ونیول او هغوی یې په امن سره د ښار څخه دباندې وویستل.
17بیا یوې فرښتې ورته وفرمایل:
18مګر حضرت لوط هغوی ته وفرمایل:
19تاسو زما سره ډېر لوی احسان کړی دی او زما ژوند مو ژغورلی دی، خو زه د دې وس نه لرم چې غرونو ته وتښتم. نو مخکې له دې چې هغه ځای ته ورسېږم دا بدبختي به په ما باندې راشي او زه به مړ شم.
20آیا تاسو هغه وړوکی ښار وینئ؟ هغه ډېر نژدې دی، اجازه راکړئ چې هلته لاړ شم. تاسو ګورئ چې هغه یو وړوکی ځای دی. زه به هلته په امن کې یم.>
21هغه ځواب ورکړ:
22ژر شه، هلته وتښته. ځکه ترڅو ته هلته رسېدلی نه یې، زه هیڅ کار نه شم کولی.> (په دې خاطر هغه ښار د صوغر په نوم یاد شو.)
23څه وخت چې حضرت لوط صوغر ته ورسېد لمر راوخوت.
24په هغه وخت کې څښتن له اسمان څخه په سدوم او عموره باندې سوزوونکي ګوګرد واورول.
25هغه ښارونه، ټوله دره او د ښارونو ټول اوسېدونکي او د ځمکې نباتات یې په بل مخ واړول.
26مګر د حضرت لوط ښځې شاته وکتل او د هغې څخه د مالګې ستنه جوړه شوه.
27بله ورځ سهار وختي حضرت ابراهیم پاڅېده او بېرته هغه ځای ته چې د څښتن په مخکې ودرېدلی ؤ او خبرې یې ورسره کړې وې، لاړ.
28هغه د سدوم، عمورې او د ټولې درې طرف ته وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې څخه د یو ډېر لوی تنور د لوګي په شان لوګی پورته کیږي.
29نو کله چې خدای پاک د درې ښارونه چې حضرت لوط په کې اوسېده وران کړل، نو هغه حضرت ابراهیم رایاد کړ او حضرت لوط یې د هغه آفت څخه خلاص کړ.
30حضرت لوط وېرېده چې په صوغر کې پاتې شي. هغه د خپلو دواړو لورګانو سره غرونو ته لاړ او په یوې سمڅې کې اوسېدل.
31مشرې لور یې خپلې کشرې خور ته وویل:
32راځئ چې خپل پلار نېشه کړو او د هغه سره څملو، ترڅو د هغه نه اولادونه ولرو او د خپل پلار نسل ژوندی وساتو.>
33نو په هماغه شپه یې په خپل پلار شراب وڅښل او مشره لور یې د خپل پلار سره څملاستله او دی د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو.
34په بله ورځ مشرې لور کشرې ته وویل:
35نو هغه شپه یې هم په خپل پلار باندې شراب وڅښل او کشره لور یې لاړه او د خپل پلار سره څملاسته. هغه بیاهم د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو.
36په دې ډول د حضرت لوط دواړه لورګانې د خپل پلار په وسیله امیدوارې شوې.
37د مشرې لور زوی پیدا شو او په هغه باندې یې موآب نوم کېښود او هغه د اوسنیو موآبیانو پلار دی.
38کشرې لور یې هم زوی راوړ او په هغه باندې یې بن عمي نوم کېښود او هغه د اوسنیو عمونیانو پلار دی.