Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1څښتن حضرت ابراهیم ته د ممري لویو ونو ته نژدې ښکاره شو. په هغه وخت کې هغه د ورځې په ګرمۍ کې د خېمې د دروازې په خوله کې ناست ؤ.
2حضرت ابراهیم پورته وکتل او ویې لیدل چې درې نفره هلته ولاړ دي او چې څنګه یې هغوی ولیدل هغه په منډه د خېمې د دروازې څخه د هغو د لیدلو دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
3هغه وفرمایل:
4که اجازه وي تاسو ته به لږې اوبه راوړم چې خپلې پښې ومینځئ. تاسو کولی شئ چې د دې ونې لاندې ارام وکړئ.
5زه به یو څه خواړه هم راوړم. هغه به تاسو ته قوت درکړي چې خپل سفر ته دوام ورکړئ. تاسو زما کور ته په راتللو سره ماته عزت راکړ. نو اجازه راکړئ چې خدمت مو وکړم.>هغوی ځواب ورکړ:
6حضرت ابراهیم په ډېرې چټکۍ سره خېمې ته ننوت او ساره ته یې وویل:
7بیا حضرت ابراهیم په منډه د پادې خواته ورغی او یو ښه تنکی خوسی یې ونیوه او خپل نوکر ته یې ورکړ چې هغه ډېر ژر پوخ کړي.
8بیا هغه یو څه مستې، شیدې او هغه خوسی چې پوخ کړی یې ؤ راوړ او د هغوی په مخ کې یې کېښودل. څه وخت چې هغوی ډوډۍ خوړله، حضرت ابراهیم د هغوی تر څنګه د یوې ونې لاندې ولاړ ؤ.
9نو هغوی د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
10د هغو دریو نفرو څخه یو څښتن ؤ، هغه وفرمایل: ساره د خېمې په دروازه کې د هغه ترشا ولاړه وه او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ.
11حضرت ابراهیم او ساره ډېر زاړه وو او ساره د اولاد د راوړلو نه وه.
12نو ساره د خپل ځان سره وخندل او ویې ویل:
13بیا څښتن د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه:
14آیا داسې کوم کار شته چې د څښتن دپاره ګران وي؟ لکه څنګه چې مې وویل، زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم او ساره به زوی ولري.>
15ساره ډېره ووېرېدله، نو منکره شوه او ویې ویل: مګر هغه ورته وفرمایل:
16بیا هغه خلک پاڅېدل چې لاړ شي. هغوی ښکته د سدوم خواته وکتل او حضرت ابراهیم ورسره لاړ چې هغوی رخصت کړي.
17بیا څښتن د خپل ځان سره وویل:
18په یقین سره به د ابراهیم څخه لوی او زورور قوم جوړ شي او د ځمکې ټول قومونه به د هغه په وسیله برکت ومومي.
19ځکه چې ما هغه انتخاب کړی دی چې هغه به خپلو ماشومانو او خپلې کورنۍ ته داسې لارښودنه وکړي ترڅو د هغه څخه وروسته زما اطاعت وکړي او هغه څه وکړي چې صحیح او عادلانه وي، ترڅو هغه وعده چې ما د ابراهیم سره کړې ده سرته ورسوم.>
20بیا څښتن حضرت ابراهیم ته وفرمایل:
21اوس به زه ښکته راکوز شم چې دا معلومه کړم چې آیا د هغو تورونو په باره کې چې ما څه اورېدلي دي هغه رښتیا دي یا نه.>
22هغه دوه نفره روان شول او د سدوم طرف ته لاړل، مګر څښتن د حضرت ابراهیم سره پاتې شو.
23حضرت ابراهیم څښتن ته ورنژدې شو او ویې فرمایل:
24که چېرې په دې ښار کې پنځوس تنه نېک خلک وي آیا هغه ښار به په رښتیا له منځه یوسې او هغه ځای به د هغو پنځوسو نېکو خلکو په خاطر پرېنږدې؟
25زه یقین لرم چې ته به نېک خلک د بدکارانو سره یوځای نه وژنې. دا نه شي کېدای! ته داسې نه شې کولی، که تا داسې وکړل نو نېکو خلکو ته به د بدکارانو سره یوځای سزا ورکړای شي. دا نه شي کېدای. د ټولې دنیا قاضي به خامخا انصاف کوي.>
26څښتن ځواب ورکړ:
27حضرت ابراهیم یو ځل بیا وفرمایل:
28خو که چېرې هلته د پنځوسو تنو په ځای یوازې پنځه څلوېښت تنه نېک خلک وي، آیا ټول ښار به د هغو پنځو تنو په خاطر چې کم دي له منځه یوسې؟>څښتن ځواب ورکړ:
29حضرت ابراهیم بیا خبرې وکړې: هغه ځواب ورکړ:
30حضرت ابراهیم وفرمایل: هغه وفرمایل:
31حضرت ابراهیم وفرمایل: هغه وفرمایل:
32حضرت ابراهیم وفرمایل: هغه وفرمایل:
33پس له هغې چې څښتن د حضرت ابراهیم سره خبرې خلاصې کړې، هغه لاړ او حضرت ابراهیم خپل کور ته ستون شو.