Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1هغه وخت چې حضرت ابرام د نهه نوي کالو په عمر ؤ، څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل:
2زه به ستا سره یو لوظ وکړم او ډېره اولاده به درکړم.>
3نو هغه وخت حضرت ابرام پړمخې پرېوت او خدای پاک هغه ته وفرمایل:
5له دې وروسته به ستا نوم ابرام نه بلکه ابراهیم وي، ځکه چې ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې.
6زه به ستا نسل زیات کړم او ستا څخه به قومونه پیدا کړم او د هغوی څخه به ځینې پادشاهان شي.
7زه به خپل لوظ ستا، ستا د اولادې او ستا څخه وروسته ستا د راتلونکي نسل سره ټینګ وساتم او دا به ابدي لوظ وي. زه به ستا خدای یم او ستا څخه وروسته به ستا د اولادې خدای یم.
8زه به د کنعان ټوله خاوره په کومه کې چې ته اوس مسافر یې، تاته او ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د ابدي ملکیت په توګه درکړم او زه به د هغوی خدای یم.>
9خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل:
10ته او ستا اولاده باید سره موافقه وکړئ چې ستاسو هر یو نارینه دې سنت شي.
11-
12له همدا اوس نه تاسو باید هر اته ورځنی هلک سنت کړئ. په دې کې هغه غلامان چې ستاسو په کورنیو کې پیدا شوي وي او هغه غلامان چې د بېګانه خلکو څخه په بیه اخیستل شوي وي هم شامل دي. په دې کار سره به دا معلومه شي چې زما او ستاسو ترمنځ یو لوظ شته.
13هر یو نفر باید سنت شي. دا به ستاسو په بدن باندې زما د ابدي لوظ نښه وي.
14هر یو نارینه چې سنت شوی نه وي باید زما له قوم څخه وشړل شي ځکه چې هغه زما لوظ مات کړی دی.>
15خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل:
16زه به هغې ته برکت ورکړم او د هغې په وسیله به تاته زوی درکړم. هغه به د قومونو مور شي او د هغې څخه به د قومونو پادشاهان راپیدا شي.>
17حضرت ابراهیم پړمخې پرېوت او ویې خندل او د خپل ځان سره یې وویل:
18حضرت ابراهیم خدای پاک ته وفرمایل:
19مګر خدای پاک وفرمایل:
20ما د اسماعیل په هکله ستا غوښتنه واورېدله. نو زه به هغه ته هم برکت ورکړم او هغه ته به زیات ماشومان او ډېره اولاده ورکړم. هغه به د دولسو زامنو پلار و�� چې مشران به وي او زه به د هغه د اولادې څخه یو لوی قوم جوړ کړم.
21مګر خپل لوظ به ستا د زوی اسحاق سره چې ساره به یې په راتلونکي کال کې په همدې وخت وزېږوي ټینګ وساتم.>
22کله چې خدای پاک د حضرت ابراهیم سره خپلې خبرې خلاصې کړې نو د هغه څخه لاړ.
23حضرت ابراهیم خپل زوی حضرت اسماعیل او نور ټول نارینه چې د هغه په کورنۍ کې وو او هغه غلامان چې د هغه په کورنۍ کې زېږېدلي وو او هغه غلامان چې په پیسو باندې اخیستل شوي وو لکه څنګه چې خدای پاک هغه ته فرمایلي وو په هماغه ورځ سنت کړل.
24حضرت ابراهیم د نهه نوي کالو په عمر ؤ چې سنت کړای شو
25او د هغه زوی حضرت اسماعیل د دیارلسو کالو په عمر ؤ.
26حضرت ابراهیم او د هغه زوی حضرت اسماعیل دواړه په یوه ورځ سنت شول.
27د حضرت ابراهیم د کورنۍ هر نارینه او هغه غلامان چې د هغوی په کورنۍ کې زېږېدلي وو یا هغوی چې په پیسو اخیستل شوي وو د هغه سره یوځای سنت شول.