Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله.
2نو هغې حضرت ابرام ته وویل: حضرت ابرام د سارای خبره ومنله.
3نو د حضرت ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د حضرت ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.)
4حضرت ابرام د هاجرې سره یوځای شو او هغه امیدواره شوه او کله چې هاجره پوه شوه چې امیدواره ده، نو مغروره شوه او سارای ته یې په سپک نظر کتل.
5نو سارای حضرت ابرام ته وویل:
6حضرت ابرام ځواب ورکړ: نو سارای هاجره دومره وځوروله چې د هغې څخه وتښتېدله.
7د څښتن فرښتې د هاجرې سره په دښته کې د اوبو چینې یعنې هغې چینې ته نژدې چې د شور په لاره کې وه ملاقات وکړ.
8فرښتې وفرمایل: هغې ځواب ورکړ:
9د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل:
10د څښتن فرښتې زیاته کړه:
11د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل:
12ستا زوی به په خپل سر وي. هغه به د ټولو خلکو په ضد وي او ټول خلک به د هغه په ضد وي او د ټولو خپلو خپلوانو څخه به جدا اوسیږي.>
13هاجرې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه: نو هغې د څښتن نوم چې خبرې یې ورسره کړې وې هغه خدای پاک چې ما ویني وباله.
14په دې خاطر خلکو هغه کوهی د هغه ژوندي ذات کوهی چې ما ویني په نوم یاد کړ او هغه تر اوسه پورې د قادش او بارد په منځ کې دی.
15د هاجرې څخه د حضرت ابرام زوی پیدا شو او حضرت ابرام په هغه باندې اسماعیل نوم کېښود.
16حضرت ابرام د شپږ اتیاو کالو په عمر ؤ چې د هاجرې څخه هغه ته زوی پیدا شو.