Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2خدای پاک د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې او ویې فرمایل:
3مګر کله چې زه ابراهیم، اسحاق او یعقوب ته ورښکاره شوم، زه د مطلق قادر خدای په توګه راغلم او ما هغوی ته داسې ځان ور ونه پېژانده چې زما نوم څښتن دی.
4ما د هغوی سره دا لوظ هم وکړ چې زه به د کنعان ځمکه چې هغوی په کې د بېګانه خلکو په توګه اوسېدل دوی ته ورکوم.
5اوس ما د اسراییلیانو فریاد چې د مصریانو غلامان دي اورېدلی دی او ماته خپل لوظ په یاد دی.
6اسراییلیانو ته ووایه چې زه هغوی ته وایم: زه څښتن یم! زه به تاسو وژغورم او په خپل لوی قدرت سره به مصریانو ته سزا ورکړم او د غلامۍ څخه به مو ازاد کړم.
7زه به ستاسو څخه خپل قوم جوړ کړم او ستاسو خدای به یم. کله چې زه تاسو د مصریانو د غلامۍ څخه ازاد کړم، بیا به پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
8زه به تاسو هغه وطن ته راولم چې د هغه د ورکولو ټینګه وعده مې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره کړې وه. زه به دا وطن تاسو ته درکړم چې ستاسو شي. زه څښتن یم!>
9حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته دا خبرې وکړې، خو هغوی د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه ځکه چې د هغوی زړونه د بې رحمانه غلامۍ په سبب مات شوي وو.
10بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
13څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر وکړ چې اسراییلیانو او د مصر پادشاه ته ووایي:
14روبین د حضرت یعقوب مشر زوی څلور زامن درلودل چې حنوک، فلو، حصرون او کرمي نومېدل. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.
15شمعون شپږ زامن درلودل: یموئیل، یامین، اوهد، یاکین، صوحر او شائول چې د یوې کنعانۍ ښځې زوی ؤ. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.
16لاوي درې زامن درلودل چې جرشون، قهات او مراري نومېدل. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. لاوي یوسلو اووه دېرش کاله ژوند وکړ.
17جرشون دوه زامن درلودل چې لبني او شمعي نومېدل چې هغوی د خپلو طایفو نیکونه شول.
18قهات څلور زامن درلودل چې عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل نومېدل. قهات یوسلو دري دېرش کاله ژوند وکړ.
19مراري دوه زامن درلودل چې محلي او موشي نومېدل. دا د لاوي طایفې وې د هغوی د اولادې په مطابق.
20عمرام د خپل پلار د خور یوکابد سره واده وکړ چې د هغې نه حضرت موسیٰ او حضرت هارون پیدا شول. عمرام یوسلو اووه دېرش کاله ژوند وکړ.
21یصهار درې زامن درلودل چې قورح، نافج او زکري ��ومېدل.
22عزیئیل هم درې زامن درلودل چې میشائیل، ایلصافان او ستري نومېدل.
23حضرت هارون د الیشابع سره چې د عمیناداب لور او د نشحون خور وه واده وکړ او د هغې څخه ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پیدا شول.
24قورح درې زامن درلودل چې اسیر، القانه او ابیاساف نومېدل. دوی د قورح د طایفو نیکونه وو.
25العازار د حضرت هارون زوی د فوتیئیل د یوې لور سره واده وکړ او د هغې نه فینحاس پیدا شو. دا طایفه په طایفه د لاوي د کورنیو مشران وو.
26حضرت هارون او حضرت موسیٰ هماغه خلک وو چې څښتن ورته وفرمایل:
27دا هغه خلک وو چې فرعون سره یې د مصر څخه د اسراییلیانو د ویستلو په هکله خبرې کړې وې.
28کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د مصر په خاوره کې خبرې وکړې،
29هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
30مګر حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: