Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2زه چې تاته د هر شي په باره کې حکم کوم، هغه هارون ته ووایه او هغه به فرعون ته ووایي چې اسراییلیان پرېږدي چې د مصر د خاورې څخه لاړ شي.
3-
4مګر زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به ستا خبرو ته غوږ نه نیسي. حتیٰ که زه ډېرې وېروونکې معجزې هم هغه او مصریانو ته وروښایم هغه به درته غوږ ونه نیسي. بیا به زه په مصر باندې سخت عذاب نازل کړم او د خپل قوم قبیلې به له هغه ځای څخه وباسم.
5کله چې زه مصریانو ته خپل قدرت وښایم او اسراییلیان د هغوی له وطنه وباسم، بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.>
6څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر کړی ؤ، هغوی هماغسې وکړل.
7هغه وخت چې هغوی د فرعون سره خبرې وکړې، حضرت موسیٰ د اتیا کالو او حضرت هارون د دري اتیا کالو په عمر ؤ.
8څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
10نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته ورغلل او هماغسې یې وکړل څنګه چې څښتن ورباندې امر کړی ؤ. حضرت هارون خپله امسا د فرعون او د هغه د درباریانو په مخکې وغورزوله او هغه په مار بدله شوه.
11بیا فرعون خپل حکیمان او جادوګران راوغوښتل. هغوی هم د خپلې جادو په وسیله دا کار وکړ.
12هغوی هر یو خپلې امساګانې په ځمکه وغورزولې او هغه امساګانې په مارانو بدلې شوې. مګر د حضرت هارون مار هغه نور ماران روغ تېر کړل.
13بیاهم د فرعون زړه سخت پاتې شو او څنګه چې څښتن فرمایلي وو، فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته غوږ ونه نیوه.
14بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
15سهار کله چې فرعون د نیل سیند ته ځي خپله امسا چې په مار بدله شوې وه هغه هم د ځان سره یوسه او د سیند په غاړه هغه ته انتظار وکړه.
16بیا هغه ته ووایه: څښتن د عبرانیانو خدای زه رالېږلی یم چې تاته داسې ووایم: زما قوم پرېږده چې دښتې ته لاړ شي او هلته زما عبادت وکړي. مګر تر اوسه پورې دې ورته توجه نه ده کړې.
17اعلیحضرته، څښتن داسې فرمایي: زه به داسې کار وکړم چې ته پوه شې چې زه څښتن یم. اوس ګوره، دا امسا چې زما په لاس کې ده، په دې به د نیل د سیند اوبه ووهم او هغه به په وینه بدلې شي.
18د سیند ماهیان به مړه شي او د نیل سیند به بد بوی کوي. مصریان به نه شي کولی چې له هغه څخه اوبه وڅښي.>
19څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
20بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن په امر باندې عمل وکړ. د فرعون او د هغه د درباریانو په حضور کې حضرت هارون خپله امسا پورته کړه او د سیند اوبه یې په هغې ووهلې او ټولې اوبه چې په کې وې په وینه بدلې شوې.
21د سیند ماهیان مړه شول او سیند دومره ډېر بد بوی کاوه چې مصریانو نه شو کولی چې له هغه څخه اوبه وڅښي. د مصر په هر ګوټ کې وینه وه.
22بیا د فرعون جادوګرانو هم د خپلې جادو په وسیله همداسې عمل سرته ورساوه او د فرعون زړه د مخکې په شان سخت پاتې شو. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، فرعون د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
23د دې په ځای چې هغه دې خبرې ته پام وکړي، هغه تاو شو او بېرته خپلې ماڼۍ ته لاړ.
24ټولو مصریانو د نیل د سیند غاړه وکیندله چې د څښلو اوبه راپیدا کړي، ځکه چې هغوی نه شو کولی د سیند اوبه وڅښي.
25د هغه وخت څخه چې څښتن د نیل د سیند اوبه په وینه باندې بدلې کړې پوره اووه ورځې تېرې شوې.