Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2که چېرې ته د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، زه به ستا په ټول هېواد باندې د چونګښو بلا نازله کړم.
3د نیل سیند به د چونګښو څخه ډک شي. هغوی به ستا ماڼۍ او ستا د خوب کوټې ته درننوزي او ستا کټ ته به دروخېژي. حتیٰ ستا د قوم او د درباریانو کورونو او ستا تنورونو او د خمیره کولو لګنونو ته به هم ورننوزي.
4چونګښې به ستا، ستا د قوم او ستا د ټولو درباریانو سرونو ته ټوپونه وهي.>
5څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
6نو حضرت هارون خپله امسا د اوبو په سر ونیوله او چونګښې راووتلې او ځمکه ورباندې پټه شوه.
7مګر جادوګرانو هم همداسې کار وکړ. هغوی هم د جادو په وسیله چونګښې ځمکې ته راوویستلې.
8فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل:
9حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
10فرعون په ځواب کې وویل: حضرت موسیٰ وفرمایل:
11ته، ستا درباریان او ستا خلک به له چونګښو څخه خلاص شئ او چونګښې به بغیر د نیل د سیند څخه په بل ځای کې پاتې نه شي.>
12بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون له فرعون څخه لاړل او حضرت موسیٰ څښتن ته سوال وکړ چې هغه چونګښې له منځه یوسي چې څښتن په فرعون باندې نازلې کړې وې.
13څښتن د حضرت موسیٰ سوال قبول کړ او هغه چونګښې چې په کورونو، حویلیو او پټیو کې وې مړې شوې.
14مصریانو هغه ډېرۍ کړې او ټوله ځمکه خوسا بوی ونیوله.
15کله چې فرعون ولیدل چې چونګښې مړې شوې، هغه بیا خپل زړه سخت کړ او لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو هغه د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
16بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
17نو حضرت هارون ځمکه په امسا باندې ووهله او د مصر ټولې خاورې په ورږو بدلې شوې او ټول انسانان او حیوانات په کې پټ شول.
18جادوګرانو هڅه وکړه چې د جادو په وسیله ورږې پیدا کړي، مګر هغوی ونه شو کولی. په انسانانو او حیواناتو باندې ورږې وې.
19جادوګرانو فرعون ته وویل: مګر د فرعون زړه سخت ؤ او څنګه چې څښتن فرمایلي وو، فرعون د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
20څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
21که ته زما قوم پرېنږدې چې لاړ شي، زه به په تا، ستا په درباریانو او ستا په قوم او په کورونو باندې مچان نازل کړم. د مصریانو کورونه به د مچانو څخه ډک شي او ځمکه به ورباندې پټه شي.
22مګر زه به د جوشن سیمه چې زما قوم په کې اوسي، بچ کړم چې هلته هیڅ مچان نه وي. دا کار د دې دپاره کوم ترڅو تاسو پوه شئ چې زه حتیٰ په دې خاوره باندې هم اختیار لرم.
23زه به ستا او د خپل قوم ترمنځ ښکاره فرق وکړم. دا معجزه به سبا پېښیږي.>
24نو څښتن د فرعون په ماڼۍ او د هغه د درباریانو په کورونو باندې ډېر زیات مچان نازل کړل. مچانو د مصر ټول هېواد وران کړ.
25بیا فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او هغوی ته یې وویل:
26حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
27لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای امر کړی دی، مونږ باید هغه ته د قربانۍ وړاندې کولو په خاطر درې ورځې په دښته کې سفر وکړو.>
28فرعون وویل:
29حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
30حضرت موسیٰ د فرعون څخه لاړ او څښتن ته یې دعا وکړه.
31څښتن د حضرت موسیٰ دعا قبوله کړه. مچانو فرعون، د هغه درباریان او د هغه قوم پرېښودل. یو مچ هم پاتې نه شو.
32مګر دا ځل هم فرعون خپل زړه سخت کړ او د اسراییلو قوم یې پرېنښود چې لاړ شي.