Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2که چېرې ته بیا د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې،
3زه به تاته سزا درکړم او ستا حیوانات یعنې اسونه، خره، اوښان، رمې او پادې به په خطرناکه ناروغۍ باندې اخته کړم.
4زه به د اسراییلیانو او مصریانو د حیواناتو ترمنځ فرق وکړم او د اسراییلیانو یو حیوان به هم مړ نه شي.
5ما څښتن سبا ورځ د دې کار دپاره ټاکلې ده.>
6په راتلونکې ورځ څښتن په خپلې خبرې باندې عمل وکړ. د مصریانو ټول حیوانات مړه شول، مګر د اسراییلیانو یو حیوان هم مړ نه شو.
7فرعون د دې خبرې د څېړنې دپاره نفر ولېږل او معلومه شوه چې د اسراییلیانو یو حیوان هم مړ شوی نه ؤ. بیاهم د هغه زړه سخت ؤ او د اسراییلو قوم یې تګ ته نه پرېښوده.
8بیا څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
9هغه به د مصر په ټول هېواد کې لکه د دوړې په شان خپره شي او په هرځای کې به په خلکو او حیواناتو باندې دانې وخېژي چې زخمونه به ورڅخه پیدا شي.>
10نو هغوی لږه ایره د ځانه سره واخیستله او د فرعون په مخکې ودرېدل. حضرت موسیٰ هغه په هوا کې وشیندله او له هغې څخه دانې پیدا شوې او په خلکو او حیواناتو باندې یې زخمونه جوړ کړل.
11جادوګران د حضرت موسیٰ په مقابل کې نه شول درېدلی ځکه چې د هغوی بدنونه هم لکه د نورو مصریانو په شان د دانو څخه ډک وو.
12مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او لکه څنګه چې هغه حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو، فرعون د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
13څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
14زه به دا ځل یوازې ستا درباریانو او ستا خلکو ته سزا نه ورکوم بلکه تاته به هم سزا درکړم، ترڅو پوه شې چې په ټوله دنیا کې زما په شان بل خدای نشته.
15که چېرې ما ته او ستا قوم په ناروغۍ باندې اخته کړي وای، اوس به تاسو د ځمکې له مخ څخه ورک شوي وای.
16مګر د دې دپاره مې ژوندی ساتلی یې چې تاته خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله دنیا کې مشهور شي.
17بیاهم په خپل ځان باندې غره یې او زما قوم ته د تګ اجازه نه ورکوې.
18سبا دا وخت به زه داسې سخته ږلۍ واوروم چې هیڅکله د مصر په تاریخ کې نه وي شوې.
19اوس حکم ورکړه چې ستا ټول حیوانات او هرڅه چې په پټیو کې دي یو پناه ځای ته راوړي. ځکه هغه خلک او حیوانات چې په پټیو کې دي په هغوی باندې به ږلۍ واوریږي او ټول به مړه شي.>
20د فرعون ځینې درباریان د څښتن د دې خبرې څخه ووېرېدل او په چټکۍ سره یې خپل غلامان او حیوانات دننه راوستل.
21نورو د څښتن خبرداري ته غوږ ونه نیوه او خپل غلامان او حیوانات یې په پټیو کې پرېښودل.
22بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
23کله چې حضرت موسیٰ خپله امسا د اسمان خواته اوږده کړه، څښتن تندر او ږلۍ نازله کړه او برېښنا په ځمکه باندې پړکېدله.
24ږلۍ واورېدله او برېښنا پرله پسې پړکېدله. دا د مصر په تاریخ کې ترټولو بد طوفان ؤ.
25په ټول مصر کې هرڅه چې په پټیو کې وو، د ټولو خلکو او حیواناتو سره ږلۍ له منځه یوړل. ږلۍ د پټیو بوټي هم له منځه یوړل او ټولې ونې یې ماتې کړې.
26یوازې په جوشن کې چې اسراییلیان په کې اوسېدل ږلۍ ونه اورېدله.
27فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل:
28څښتن ته دعا وکړه چې مونږ د دې تندر او ږلۍ څخه تنګ شوي یو. زه به تاسو پرېږدم چې لاړ شئ. تاسو نور مجبور نه یئ چې دلته پاتې شئ.>
29حضرت موسیٰ هغه ته په ځواب کې وفرمایل:
30مګر زه پوهېږم چې ته او ستا درباریان لا تر اوسه پورې د څښتن خدای څخه نه وېرېږئ.>
31د کتان بوټي او اوربشې له منځه لاړل، ځکه چې اوربشې پخې وې او د کتان بوټو غوټۍ کړې وې.
32مګر د غنمو فصلونه له منځه نه وو تللي ځکه چې هغه وروسته پخیږي.
33بیا حضرت موسیٰ د فرعون څخه لاړ او له ښار څخه ووت. هغه څښتن ته خپل لاسونه پورته کړل او تندر او ږلۍ ودرېدل او په ځمکه باندې نور باران ونه اورېده.
34کله چې فرعون ولیدل چې باران، ږلۍ او تندر ودرېدل هغه بیا ګناه وکړه. هغه او درباریانو یې خپل زړونه سخت کړل.
35نو لکه څنګه چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله فرمایلي وو، فرعون اسراییلیان پرېنښودل چې لاړ شي.