Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.
2مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.
3اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.
4نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.
5د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.
6کله چې مالِک خُدائ هغه سړى له حُکم وکړو چا چې د کتان جامې اغوستې وې، ”د وزرو والا مخلوق د لاندې لاړ شه او د پايو د مينځ نه اور راواخله،“ هغه سړے لاندې ورغلو او د يوې پايې په خوا کښې ودرېدو.
7نو بيا د وزرو والا په مخلوق کښې يو خپل لاس هغه اور ته وراوږد کړو کوم چې د هغوئ په مينځ کښې بلېدلو. هغۀ د هغه اور نه لږ راوچت کړو او د هغه سړى په لاس کښې يې واچولو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، نو بيا هغه سړى اور واخستو او بهر لاړو.
8نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو.
9ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.
10څلور واړه پايې يو شان ښکارېدې او يو رنګ جوړې شوې وې، او په هره يوه پايه کښې يوه بله پايه چورلېدله.
11د وزرو والا مخلوق په څلورو واړو طرفونو حرکت کولے شو، چې هر اړخ ته به يې مخ وو نو بغېر د تاوېدو نه به تلے شول. هغوئ به بغېر د تاوېدو را تاوېدو نه هغه اړخ ته تلل کوم خوا به يې چې مخ وُو.
12د هغوئ ټول بدن، د هغوئ د شاګانو په شمول، د هغوئ لاسونه او د هغوئ وزرونه په مکمل توګه د سترګو نه ډک وُو، لکه څنګه چې د هغوئ څلور پايې وې.
13ما واورېدل چې پايو ته يې د ”چورلېدونکو پايو“ نامه ورکړه.
14د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.
15نو بيا دا وزرو والا مخلوق مخ په بره اوچت شو. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو.
16کله چې به دې مخلوق حرکت کولو نو د هغوئ په خوا کښې پايو به هم ورسره حرکت کولو او کله چې به دې مخلوق خپلې وزرې خورې کړې چې د زمکې نه والوځى، نو پايو د هغوئ خوا نۀ ��رېښودله.
17هرکله چې به د وزرو والا مخلوق په آرام ودرېدل، نو پايې به هم ورسره ودرېدې، او کله چې به د وزرو والا مخلوق والوتلو نو پايې به هم ورسره والوتلې، ځکه چې د وزرو والا مخلوق روح په هغې کښې وو.
18نو بيا د مالِک خُدائ جلال د خُدائ د کور درشل نه لاړو او د وزرو والا مخلوق دپاسه ودرېدو.
19نو کله چې ما وکتل نو هغه مخلوق خپل وزرونه خوارۀ کړل او د زمکې نه اوچت شول، نو کله چې دوئ لاړل، هغه پايې د هغوئ سره لاړې. هغوئ د خُدائ د کور په درشل کښې نمرخاتۀ طرف ته ودرېدل، او د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ جلال د هغوئ د سر دپاسه وو.
20دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د تخت د لاندې د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو، نو زۀ په دې پوهه شوم چې دا هم هغه شان ژوندے مخلوق دے.
21د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.
22د هغوئ مخونه بلکل هم هغه شان ښکارېدل کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلى وُو. هر يو په تلو کښې نېغ تلو.