Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل.
2هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، دا هغه کسان دى څوک چې بدې منصوبې جوړوى او خلقو ته په ښار کښې د شرارت مشورې ورکوى.
3هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو.
4نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“
5نو بيا د مالِک خُدائ روح په ما نازل شو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې داسې ووايه، ”مالِک خُدائ فرمائى، اے د بنى اِسرائيلو قومه، ستاسو په سوچونو کښې چې څۀ دى زۀ په هغې پوهېږم.
6تاسو په دې ښار کښې ډېر خلق وژلى دى او د دې لارې کوڅې مو په مړو ډکې کړې دى.
7نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو چې د مړو کوم لاشونه په دې ښار کښې وغورزول هغوئ هم هغه غوښه ده چې په دې دېګ کښې محفوظه ده، خو زۀ به تاسو د دې نه وباسم.
8تاسو د تُورې نه يرېږئ، او هم دا تُوره به زۀ په تاسو باندې ستاسو خلاف نازله کړم، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.
9زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم.
10تاسو به په تُوره باندې ووژلے شئ، او زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه په تاسو خپله فېصله واوروم. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
11دا ښار به ستاسو دپاره يو د اوسپنې دېګ نۀ وى، او نۀ به تاسو په دې کښې د غوښې په شان يئ، زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه تاسو له سزا درکړم.
12نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، نۀ تاسو زما د شريعت پيروى وکړه او نۀ مو زما په اصُولو او شريعت عمل وکړو خو د دې په ځائ د خوا او شا مُلکونو رِواجونو پسې لاړئ.“
13نو کله چې ما پېشګوئې کوله نو فلطياه د بناياه زوئ ناګهانه مړ شو. نو بيا زۀ پړمخې پرېوتلم او په زوره مې چغې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، ولې تاسو په اِسرائيل کښې په پوره توګه ژوندى پاتې شوى خلق تباه کوئ؟“
14د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
15”اے بنى آدمه، کوم خلق چې تر اوسه په يروشلم کښې پاتې شوى دى ستا او ستا د خپلوانو او د اِسرائيل قوم په حقله چې په جلاوطنۍ کښې دى ورپسې خبرې کوى. هغوئ دا وائى چې څوک چې جلاوطن شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ نه لرې شوى دى، ځکه اوس هغۀ د هغوئ زمکه مونږ له په ميراث کښې راکړې ده.
16نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى.
17نو بيا داسې ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راغوڼد کړم او د هغه مُلکونو نه به تاسو واپس راولم کومو ته چې ما خوارۀ کړى وئ او زۀ به بيا تاسو له د اِسرائيل مُلک درکړم.
18کله چې دوئ دې ته واپس راشى نو د دې نه به هغه ټول بُتان او حرام تصويرونه لرې کړى.
19زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم.
20نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
21خو د هغه چا چې زړونه پليتو تصويرونو او حرام کاره معبودانو ته وقف شوى وى، زۀ به د هغوئ په سر هغه څۀ راولم کوم چې دوئ کړى دى. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.“
22نو بيا د وزرو والا مخلوق، چې په خوا کښې يې پايې وې خپل وزرونه خوارۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د هغوئ دپاسه وو.
23نو د مالِک خُدائ جلال د ښار نه روان شو او د دې نمرخاتۀ طرف ته په غر ودرېدو.
24نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په څپرکیل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،
25او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.