Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
3نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.
4د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې خپل مال حال داسې راوباسه لکه چې د جلاوطنۍ دپاره دې راغونډ کړے وى. بيا په ماښام کښې د هغوئ په وړاندې داسې روان شه لکه چې څوک جلاوطن کړے شوے وى.
5د هغوئ په وړاندې دېوال سورے کړه او خپل مال حال په هغه سورى کښې بهر کړه.
6د هغوئ په وړاندې خپل مال حال اوږو ته اوچت کړه او هغه په تيارۀ کښې بهر يوسه. خپل مخ داسې پټ کړه چې وطن درته نۀ ښکارى، ما ځکه په تا دا هر څۀ وکړل چې تا د بنى اِسرائيلو قوم دپاره يو خبردارے کړم.“
7نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو.
8نو په سحر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
9”اے بنى آدمه، ولې د بنى اِسرائيلو دې سرکشه قوم ستا نه تپوس ونۀ کړو چې، تۀ څۀ کوې؟
10نو هغوئ ته ووايه چې، زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمايم چې دا پېغام د يروشلم د شهزاده او د هغه ټولو خلقو دپاره دے څوک چې په کښې اوسيږى.
11هغوئ ته ووايه چې، زۀ ستاسو دپاره نمونه يم. څنګه عمل چې ما وکړو نو هم هغه شان به د يروشلم د خلقو سره وشى، هغوئ به جلاوطن او قېديان کړے شى.
12د هغوئ په مينځ کښې شهزاده به هم په تيارۀ کښې خپل سامان په خپله اوږه اوچت کړى او لاړ به شى، او هغه به دېوال سورے کړى چې په هغې ووځى. هغه به خپل مخ پټ کړى چې هغه وطن ورته نۀ ښکارى د کوم نه چې هغه روان دے.
13نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه څپرکیل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.
14زۀ به د هغۀ نه ګېرچاپېره د هغۀ ټول نوکران او فوجيان خوارۀ وارۀ کړم او هغوئ پسې به تُوره راوکاږم.
15نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ دوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.
16خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
17د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
18”اے بنى آدمه، کله چې خوراک کوې نو ريږده، او کله چې اوبۀ څښې نو د يرې نه لړزېږه.
19خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى.
20د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
21د مالِک خُدائ کلام په ما بيا نازل شو،
22”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟
23هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.
24ځکه چې په اِسرائيل کښې به نور نۀ د دروغو روياګانې او نۀ به د چاپلوسۍ پال ليدلے شى.
25ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بېشکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“
26نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
27”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقىايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى.
28نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“