Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه پاڅه په خپلو پښو ودرېږه، زۀ تا سره خبرې کول غواړم.“
2کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته يې کولې.
3هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.
4کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
5کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.
6خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.
7تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى.
8خو تۀ، اے بنى آدمه، هغه څۀ ته غوږ ونيسه څۀ چې زۀ تا ته وايم. د دغه سرکشه قوم په شان مۀ جوړېږه، تۀ دې خپله خولۀ کولاو کړه او هر هغه څۀ وخوره څۀ چې زۀ درکوم.“
9نو ما بيا وليدل چې يو لاس زما طرف ته راغزېدلے دے او د هغۀ سره يو طومار وو.
10کوم طومار چې هغۀ زما په وړاندې کولاو کړو، د هغې په دواړو خواو کښې د ماتم، غم او افسوس خبرې ليکلې وې.