Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1او هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا څۀ چې ستا په وړاندې دى دا وخوره، دا طومار وخوره، نو بيا لاړ شه او بنى اِسرائيلو ته يې بيان کړه.“
2نو بيا ما خپله خولۀ کولاو کړه او هغۀ ما له هغه طومار راکړو چې وې خورم.
3نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.
4نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، اوس بنى اِسرائيلو له ورشه او زما کلام هغوئ ته واوروه.
5زۀ تا داسې خلقو ته نۀ استوم چې د هغوئ ژبه ستا دپاره نا آشنا او سخته وى خو تا زۀ بنى اِسرائيلو ته استوم.
6زۀ تا هغه ډېرو خلقو ته نۀ استوم چې د چا په ژبه به پوهېدل تا ته ګران وى او د هغې الفاظ به مختلف وى او تۀ به پرې نۀ پوهېږې. خو کۀ چرې تۀ ما هغوئ ته لېږلے وے، نو هغوئ به بيا تا ته غوږ نيولے وے.
7خو د بنى اِسرائيلو قوم نۀ غواړى چې تا ته غوږ ونيسى ځکه چې هغوئ نۀ غواړى چې ما ته غوږ ونيسى، ځکه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ضدى او په زړۀ سخت دے.
8خو ګوره، زۀ به تا هم د هغوئ په شان ضدى او په زړۀ سخت کړم لکه څنګه چې هغوئ دى.
9او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“
10او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.
11نو اوس د خپل قوم خلقو له ورشه څوک چې جلاوطن شوى دى او هغوئ سره خبرې وکړه. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، دا چې هغوئ ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نه.“
12نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“
13دا د هغه ژوندى مخلوق د وزرو آوازونه او شور وو چې يو بل سره لګېدل او په خوا کښې يې د هغه پايو آوازونه هم وُو، يو اوچت او دروند شور وو.
14نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.
15نو زۀ هغه جلاوطنو له راغلم څوک چې په تل ابيب کښې د کبار سيند سره نزدې اوسېدل. زۀ د هغوئ په مينځ کښې د اوو ورځو دپاره چپ کښېناستم.
16د هغه اووۀ ورځو په آخر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
17او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.
18کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبرد��رے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.
19کۀ تۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړې او هغه د خپل شرارت او خرابو لارو نه منع نۀ شى هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به خپل ځان بچ کړې.
20او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.
21خو کۀ تۀ صادق انسان ته خبردارے ورکړې چې ګناه مۀ کوه او هغه ستا خبره ومنى او ګناه کول پرېږدى، نو هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى ځکه چې هغۀ ستا خبردارے قبول کړو او تا په دې خپل ژوند بچ کړو.“
22نو بيا د مالِک خُدائ لاس په ما وو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او وادۍ ته لاړ شه، او زۀ به هلته تا سره خبرې وکړم.“
23نو زۀ بيا پاڅېدم او مېدان ته لاړم. او د مالِک خُدائ جلال هلته ولاړ وو، هغه شان لکه کوم جلال چې ما د کبار د سيند سره ليدلے وو نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم.
24خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.
25او اے بنى آدمه، تۀ به په پړو باندې وتړلے شې، تۀ به بند کړے شې د دې دپاره چې تۀ بهر د خلقو مينځ ته ونۀ وځې.
26زۀ به ستا ژبه تالو پورې ونښلوم چې تۀ خاموشه پاتې شې او هغوئ ونۀ رټلے شى ځکه چې هغوئ سرکشه قوم دے.
27خو کله چې زۀ تا سره خبرې وکړم، زۀ به ستا خولۀ کولاو کړم نو تۀ به هغوئ ته دا ووائې چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. هر څوک چې اورېدل غواړى هغوئ دې واورى او چې څوک اورېدل نۀ غواړى نو نۀ دې اورى، ځکه چې دا يو سرکشه قوم دے.“