Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه.
2نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه.
3بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى.
4نو بيا په ګس اړخ څمله او د بنى اِسرائيلو ګناهونه په خپل ځان باندې انبار کړه. نو څومره ورځې چې هغوئ ګناه کړې وى د هم هغه ورځو په اندازه په يو اړخ باندې څمله.
5نو ما بيا تۀ د هم هغه ورځو په اندازه د سزا تېرولو دپاره مقرر کړې څومره کالونه چې هغوئ ګناه کړې ده. نو تۀ به لس کم څلور سوه ورځو پورې د بنى اِسرائيلو د ګناهونو سزا زغمې.
6د دې سزا تېرولو نه وروستو بيا دوباره په ښى اړخ د يهوداه د ګناهونو د سزا تېرولو دپاره څمله. نو ما تۀ د څلوېښتو ورځو دپاره مقرر کړې، د يو کال دپاره مې يوه ورځ مقرر کړه.
7نو بيا خپل مخ د يروشلم د محاصرې طرف ته راوګرځوه او په بربنډو لاسونو د هغې خلاف پېشګوئې وکړه.
8زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى.
9غنم او اوربشې، لوبيا او دال، غوښت او جمدر واخله. او هغه په چاټۍ کښې واچوه او ځان دپاره ترې نه روټۍ جوړوه. دا چې تۀ د لس کم څلورو سوو ورځو دپاره په يو اړخ پروت يې نو په دې دوران کښې د خوراک دپاره استعمالوه.
10-
11تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې.
12تۀ دا روټۍ لکه د اوربشو د روټۍ په شان پخوه. کله چې دا روټۍ پخوې نو د خلقو په مخامخ يې د انسان په اوچو غُلو پخه کړه.“
13مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”نو په دې طريقې سره به اِسرائيليان ناپاکه روټۍ د هغه قومونو په مينځ کښې وخورى چرته چې زۀ دوئ شړم.“
14خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“
15”ډېر ښۀ،“ هغۀ وفرمائيل، ”ښه نو د انسان د غُلو په ځائ خپله روټۍ د غواګانو په سپياکو پخه کړه.“
16نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى.
17ځکه چې خوراک او اوبۀ به په کمېدو وى او هغوئ به د يو بل د شکل نه يريږى، او د خپلې ګناه د سزا د لاندې به د لوږې نه مانده شى.“